آیا ابی حنيفه څلوښت کاله د ماسختن په اوداسه د سهار لمونځ ادا کړی؟

بسم الله الرحمن الرحیم
محترما:
اسلام علیکم ورحمت الله
زما پوشتنه داده چه هغه څوک دی چه څلویښت کاله یی د ماسختن په اوداسه سره یی د سهر لمونځ ادا کړی وی ؟
ما د بعضی علماوو ځخه اوریدلی دی
وسلام

مرتضا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلامي امت د جليل القدر فقهي امام ابو حنيفه په اړه دا خبره مشهوره ده چې هغه څلويښت کاله د ماسختن په اودس باندې د سهار لمونځ ادا کړی .

دا خبره شمس الدين أبو عبدالله محمد بن أحمد په خپل کتاب «مناقب امام ابی حنيفه و صاحبيه» کې ذکر کړې ده .

امام ابی حنيفه رحمه الله د څلور امامانو مشر ، رئیس فقهاء ، د علم عمل او تقوی يوه نمونه او د ابن مسعود رضی الله عنه د مدرسې شاګرد تير شوی دی چې امت ته يې د شرعي علم په رسولو کې ډير زيار ایستلی او په دې لاره کې يې د شپې او ورځې کوښښ کړی دی ، مګر د پورته خبرې سره ځينې علماء کرام موافق نه دي او دا خبره د جليل القدر تابعي ابی حنيفه رحمه الله په حق کې مبالغه ګڼې او د هغه له شانه سره يې مناسبه نه ګڼې ، ځکه ټوله شپه سبا کول د ستنو خلاف کار دی ، او د هر لمانځه لپاره اودس تازه کول غوره دي چې داسې عمل د ابی حنيفه د شان څخه لري دی .

دوکتور محمد راتب النابلسي په « سيرة الأئمة الأربعة» ليکي دي :

فهذه الرواية -واللهُ أعلم- أنه صلى صلاة الفجر بوضوء العشاء أربعين سنة مبالَغ فيها .
وعن أبي يوسف قال:

(بينما أنا أمشي مع أبي حنيفة إذ سمعت رجلاً يقول لرجل: هذا أبو حنيفة الذي لا ينام الليل، فقال أبو حنيفة: والِله لا يتحدث الناسُ عني بما لا أفع)

پس دا روايت – و الله اعلم – دا چې د سهار لمونځ يې څلويښت کاله د ماسختن په اوداسه کړی وي په دې کې مبالغه ده .

د امام ابی يوسف څخه روايت دی چې هغه وايي :

زه له ابی حنيفه سره روان وم له يوه سړي څخه مې واورېدل چې ويل يې : دا ابی حنيفه دی چې ټوله شپه په عبادت سبا کوي او د شپې خوب نه کوي ، نو ابی حنيفه وويل : والله خلک د داسې څه په اړه خبرې کوي چې هغه ما نه دي کړي .

(سيرة الأئمة الأربعة/ دوکتور محمد راتب) .

همدارنګه علامه فيروز آبادي په «رد المعترض » ليکي :

ولا تغتر بما روي عن أبي حنيفة رحمه الله أنه مكث أربعين سنة يصلي الصبح بوضوء العشاء ؛فإنه مما لا أصل [ له ] عنه ؛ بل قال العلامة الفيروزأبادي في ” الرد على المعترض ” ( 44 / 1 ) :

ددې خبري حال به الله تعالی ته معلوم وي ، خو د هغه وخت په خلکو کې امام ابی حنيفه د فرض او سنتو علاوه په ډير نفل لمونځ کولو ، امانت ، حسن خلق او مروة شهرت لرلو :

ابن عيينه وايي :

كان أبو حنيفة أكثر الناس صلاةً، وأعظمهم أمانةً، وأحسنهم مروءةً (سيرة الأئمة الأربعة/ دوکتور محمد راتب)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً