السلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

که څوک ښځې ته ووایه چې پر ما طلاق يې هغه ته بيا ګرځيدای شي او د ګرځيدو او رجوع کولو موده څومره ده

عبدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ښځه ته په صريحو الفاظو د يو طلاق په ويلو او ورکولو سره رجعي طلاق واقع کيږي ، چې د عدت په وخت د نکاح د تجديد پرته رجعت کولای شي .

رجعت يا ښځې ته د نکاح لپاره رجوع او ګرځيدل د عدت په وخت کې صحي کيږي او د عدت موده د دريو حيضونو په اندازه دی .

مګر که د عدت تر پايه پورې ښځې ته رجوع ونه کړي رجعت نه صحي کيږي بائن طلاق ګرځي چې بيا بغير د نکاح د عقد د جديد څخه رجوع نشي کولای .

إذا تمت المراجعة قبل انقضاء العدة، فإذا انتهت العدة انقلب الطلاق الرجعي بائناً، فلا يملك الزوج إرجاع زوجته المطلقة إلا بعقد جديد(فقه اسلامي وادله )

وقال الكاسانيّ‏:‏ من شروط جواز الرّجعة قيام العدّة فلا تصحّ الرّجعة بعد انقضاء العدّة، لأنّ الرّجعة استدامة الملك، والملك يزول بعد انقضاء العدّة، فلا تتصوّر الاستدامة، إذ الاستدامة للقائم لصيانته عن الزّوال

 د طلاق رجعي ښځی لپاره څه کول پکار دي ؟

ښځه به په دغه موده کې زيات کوښښ کوي چه خراب شويو تعلقات کې  ټينګښت راولي ددې له وجی فقهاؤ ليکلي چې ښځې لره مستحب ده چه خپل ځان ښه سينګار کړي او هم پدې دوران کې به د خاوند په کور کې اوسيږي ، او داسې طرزالعمل اختيارول پکار دي چه خاوند دوباره خپل ځان ته مايل کړي .

په طلاق رجعي کې خاوند لپاره څه کول پکار دي ؟

رجعي طلاق ورکوونکی به په بار بار په خپله فيصله له سره ښه غور او فکر کوي چه پدې عمل يعنې طلاق سره خپله زړه خپلوي په کامله ټوګه له مينځه وړل او د خلکو نفرت ته د ځان ورکول څه وړه خبره نده .

خو که بيا هم پر خپله فيصله کلک ولاړ ؤ او ښځه د اصلاح وړ نه وه او نور نه غواړي چې دا خپلوي ټنګه کړي نو بيا به د ده طرزالعمل د ښځی سره داسې کول پکار دی لکه د يوې پردی ښځې سره دا خو د عدت په دننه کې ده کله چه عدت تير شي نو ښځه به د خاوند کور پريږدي او وځي به .

د رجعت کولو طريقه :

رجعت په قول او فعل دواړو صحي کيږي .

قول : دا چې ښځې ته ووايي زه تا ته رجوع کوم ، همدارنګه په کنايي الفاظو هم صحي کيږي داسې چې ورته ووايي ، ته د پخوا په څير زما ښځه يې .

فعل : رجعت په جماع کولو يا د جماع د پيل په اسابو لکه : په شهوت سره هغې ته کتل ، مچې کولو و غيره سره صحي کيږي .

جاء في الهداية ‏”‏ قال‏:‏ أو يطأها، أو يلمسها بشهوةٍ، أو ينظر إلى فرجها بشهوةٍ، وهذا عندنا ‏”‏، وقولهم هذا مرويّ عن كثيرٍ من التّابعين، وهم سعيد بن المسيّب، والحسن البصريّ، ومحمّد بن سيرين، وطاوس، وعطاء بن أبي رباحٍ، والأوزاعيّ، والثّوريّ، وابن أبي ليلى، والشّعبيّ، وسليمان التّيميّ، وصرّح الحنفيّة بأنّه لا يكون النّظر إلى شيءٍ من جسد الزّوجة سوى الفرج رجعةً‏.‏

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email