السلام عليکم ،یو مسلمان شخص غواړی یو څاروی ذبح کړی خو د ذبح وخت کی تری د الله ج نوم هیر شو نو دغه ذبح څه حکم لری، البته د قران او صحیح احادیثو په رڼا کی ځواب راکړی

عبدالرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ په نزد د ذبح لپاره يو شرط دا دی چې د ذبح پر مهال به د الله تعالی نوم اخيستل کيږي .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَلا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ] ( الأنعام : ۱۲۱ ) .

ژباړه : او هغه څه مه خورئ په کوم باندې چې د الله تعالی نوم نه وي ياد شوی .

کچيرې په ذبحه باندې د الله تعالی نوم قصداً و نه ويل شي يا د الله تعالی د نوم پرته بل نوم لکه : پيغمبر ، ملائکه ، پير ، ولی و غيره نوم او نيت باندې ذبحه شي نومړی څاروی مردار دی ځکه چې ذبحه عبادت دی او عبادت یوازې الله تعالی لره دی .

لقوله سبحانه وتعالی : لقوله سبحانه وتعالی : [قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * لَا شَرِيكَ لَهُ وَبِذَلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ] (الأنعام: ۱۶۲، ۱۶۳)

ژباړه :ووايه (ای محمده!) چې زما لمونځ زما قرباني زما ژوند او زما مرګ يوازې د هغه الله لپاره دی چې رب د عالميانو دی . شريک نلري يو دی په همدې کار ما ته امر شوی دی او له هر چا زه لومړی سر ټيټوونکی يم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لعن الله من ذبح لغير الله» (رواه مسلم والنسائي وأحمد).

ژباړه : د الله تعالی لعنت دی پر هغه چا څوک چې د غير الله د پاره ذبحه کوي .

د [وَلا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ]قول نه مطلب د جمهورو الحنفيه ، مالکيه او شافعيه مطلب قصداً او عمداً دی کچيرې د مسلمان څخه په هيره سره د الله نوم ونه ويل شي ذبحه حلاله ده .

مګر د امام احمد په نزد عمداً او سهواً يو حکم لري .

جاء في الموسوعة الفقهية :

الشَّرِيطَةُ ( الرَّابِعَةُ ) ذَهَبَ الْجُمْهُورُ إِلَى اشْتِرَاطِ تَسْمِيَةِ اللَّهِ تَعَالَى عِنْدَ التَّذَكُّرِ وَالْقُدْرَةِ . فَمَنْ تَعَمَّدَ تَرْكَهَا وَهُوَ قَادِرٌ عَلَى النُّطْقِ بِهَا لا تُؤْكَلُ ذَبِيحَتُهُ – مُسْلِمًا كَانَ أَوْ كِتَابِيًّا – وَمَنْ نَسِيَهَا أَوْ كَانَ أَخْرَسَ أُكِلَتْ ذَبِيحَتُهُ .

وَذَلِكَ لِقَوْلِهِ تَعَالَى : { وَلا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ } (1)

نَهَى سُبْحَانَهُ عَنْ أَكْلِ مَتْرُوكِ التَّسْمِيَةِ وَسَمَّاهُ فِسْقًا ، وَالْمَقْصُودُ مَا تُرِكَتِ التَّسْمِيَةُ عَلَيْهِ عَمْدًا مَعَ الْقُدْرَةِ ، لِمَا رُوِيَ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ” أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : الْمُسْلِمُ يَكْفِيهِ اسْمُهُ ، فَإِنْ نَسِيَ أَنْ يُسَمِّيَ حِينَ يَذْبَحُ فَلْيُسَمِّ وَلْيَذْكُرِ اسْمَ اللَّهِ ثُمَّ لْيَأْكُلْ ” (2) وَيُقَاسُ عَلَى الْمُسْلِمِ – فِي الْحَدِيثِ – الْكِتَابِيُّ ؛ لأَنَّ اللَّهَ تَعَالَى أَبَاحَ لَنَا طَعَامَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ فَيُشْتَرَطُ فِيهِمْ مَا يُشْتَرَطُ فِينَا (3) .

و جاء في الفقه الاسلامي وادلته :

وأضاف الحنابلة: من ترك التسمية على الصيد عامداً أو ساهياً، لم يؤكل

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

————————————————————–

(1)سورة الأنعام / 121 .

(2)حديث : ” المسلم يكفيه اسمه ” أخرجه الدارقطني ( 4 / 296 ـ ط دار المحاسن ) ، وأعله ابن القطان بما قيل في أحد رواته ، كذا في نصب الراية للزيلعي ( 4 / 182 ـ ط المجلس العلمي ) ، ثم ذكر الزيلعي أنه أعل كذلك بالوقف .

(3)بدائع الصنائع 5 / 46 ، 47 ، وحاشية ابن عابدين 5 / 189 ، والشرح الصغير مع بلغة السالك 1 / 319 ، والبجيرمي على الإقناع 4 / 251 ، والمقنع 3 / 540 ، 541 .

Print Friendly, PDF & Email