د خوب ليدلو ډولونه او د هغه آداب

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

زما نوم ملیحه دې، زه یوه پوښتنه لرم، هغه دا چی زه کله ماشومه وم، زمونږ په کلي کې یو هلک و، چی زما د دوستې ورور و. زما ورسره دوه یا درې ځله ایله خبرې شوې وې. دغه هلک د کورنۍ سره یوه ورځ په چکر تللې و، چې د موټر د ټکر له امله ومړ. اوس دا هلک ماته ډیر په خوبونو کې راځي، همیشه مې په فکرونو کي وي. کولۍ شۍ راته وویاست چې دا ولې؟ په هفته کې تر پنځو ورځو دا زما په سوچونو او فکرونو کې یي. زه په اروپا کې ژوند کوم، په درسونو کی ډیره مصروفه یم ډیرې وخت راته حتا افغانستان نه یي په یاد، خو دا هلک مې همیشه په یاد یي. که د اسلام په رڼا کې راته جواب راکړۍ. ستاسو خور ملیحه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په تأسف چې د خوبونو په تغبير نه پوهيږم .

خوبونه څو ډوله دي ، چې ځينې خوبونه خپله د دوماغ عکس العمل وي يعنې کومو شيانو کې چې د ورځې فکر کيږي هغه سړی د شپې په خوب کې وينې کيدای شي تاسې د خپل ماشومتوب په اړه سوچونه کړې وي او ځينې خوبونه هیسې شیطاني وسواس وي .

کوم خوبونه چې سړي ته بد او خطرناک څرګنديږي نو د هغه خوب د شر او ضرر څخه به پر الله تعالی پنا غواړي .

چپ طرف ته به دری ځله توپ کړي او دری ځله به اغوذ بالله ووايي .

د خوب ډولونه :

https://dawat610.com/archives/3960

د خوب او خوب ليدلو آداب

https://dawat610.com/archives/10116

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً