د مؤذن پرته بل چا ته د اقامت ويل جايز دي ؟

په ځينې سيمو کې داسې رواج دی چې اقامت د آذان کوونکي کس پر ځای د کلي خان ، ملک ، مشر او يا بل کس وايي ، او کله د اقامت ويل د دوی تر مينځ د کينې او حسد سبب هم شي آيا داسې کول جايز دي .

عبدالله له کابل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

له بده مرغه چې په ډيرو سيمو کې دغه سنت تر پښو لاندې شوی دي هغه دا چې اقامت د مؤذن پرته بل کس وايي ، داسې کول د سنتو خلاف او مکروه دي .

اقامت بايد آذان کوونکی کس ووايي .

الأفضل في المذاهب الأربعة أن يتولى الإقامة من أذَّن، اتباعاً للسنة: (من أذن فهو يقيم )، كما تقدم في شروط الأذان، فإذا أذن واحد وأقام غيره جاز.
لكن قال الحنفية: يكره أن يقيم غير من أذن إن تأذى بذلك؛ لأن اكتساب أذى المسلم مكروه، ولا يكره إن كان لا يتأذى به (فقه اسلامي وادلته – دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً