په کفري هيواد کې په کومو شرطونو اوسېدل جايز دي ؟

السلام  علیکم  ورحمت الله وبرکاته

زما نوم ……  دی د هلمند ولایت اوسیدوکی یم ، فعلا د هندوستان هیواد په گووا شار کی په زده کرو بوخت یم

گووا شار د هند تر تولو عیاش ترین شار دی چه د نری له بیلابیلو سیمو حخه خلگ دی شار ته د عیاشی او شرابو خو رولو لپاره رازی

شځی بربنډي گرزی

دی حالت دیر زیات متاثره کری یم ، هر ساعت می شیطان د گناه و طرفته هڅوی

هیحڅ نه پوهیژم په کوم دول ځان له دی دول شیطانی وسوسو څخه وساتی

د جواب په هیله مو یم مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول: د شک پرته چې په کفري هيواد کې ژوند کول په دين ، اخلاقو ، آدابو او د اولاد په روزنه باندې لوی اثر لري او هلته د ځان ساتل له عقيدتي او اخلاقي انحرافاتو څخه قوي ايمان او ستره مجاهده غواړي .

پس ويلای شو چې مسلمان ته د کفارو په بلاد او ښار کې اوسېدل د لاندې دوو شرطونو په صورت کې جايز دي :

لومړی شرط :

د کفارو په هيواد کې اوسیدونکي مسلمان به د ايمان او دين په ضرورياتو عالم وي او ايمان په ثبات او د انحرافاتو څخه په ځان ساتلو به مطمئن وي .

د کفارو او کفري عقائدو څخه به نفرت او کرکه کوونکی وي ، په زړه کې به يې د کفارو محبت او د هغوی سره د زړه تعلق نه وي ځکه چې کفار د الله تعالی ، اسلام او مسلمانانو دوښمنان دي د هغوی سره محبت د ايمان لپاره ستر خطر دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ … ] (مجادله/22).

ژباړه: هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي .

دوهم شرط :

د کفارو په هيواد کې اوسيدونکی مسلمان به د ديني شعائرو پوره اظهار کولای شي پرته له ممانعت څخه ، لکه : د لمانځه قيام ، د روژې نيول ، اسلامي حجاب ، شرعي نکاح ، شرعي طلاق ، شرعي معاملات ، د حج ادا کول او نور کچېرې د اسلامي شعائرو قيام ممکن نه وي هجرت ورباندې واجب دی .

لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا (٩٧)إِلا الْمُسْتَضْعَفِينَ ] (النسآء :۹۷ ) .

ژباړه:کوم خلکو چې پر خپلو نفسونو ظلم کاوه پريښتو له هغوی څخه د هغوی د ساه اخيستلو په وخت کې پوښتنه وکړه تاسې په څه حال کې اخته وﺉ ،هغوی ځواب ورکړ چې مونږ په ځمکه کې کمزورې او مجبور وو ، پريښتو وويل آيا د خذای ج ځمکه کمه وه چې تاسې هجرت کړی وای دا هغه خلک دي چې استوګنځی يې دوزخ دی او هغه ډير بد استوګنځی دی ، مګر کوم کسان له نرينوو ، ښځو او ماشومان چې بې وسه وي.

نور نو د کفارو په هيواد کې اوسېدل د اوسيدونکي په ايماني حال او قوت پورې اړه لري چې مستحب ، جايز او حرام باندې ويشل کيږي .

مستحب : څوک چې پورته دواړه شرطونه عملي کولای شي او هلته اوسېدل يې د اسلامي دعوت ، د مسلمانانو د قوت او کثرت سبب کيږي اوسيدل مستحب دي .

جايز : څوک چې پورته دواړه شرطونه عملي کولای شي د لوړو زده کړو ، تجارت ، درملنې او خوارۍ او مزدوری لپاره اوسيدل يې جايز دی .

حرام : څوک چې پورته شرطونه نشي عملي کولای اوسيدل يې حرام دي .

من فتاوی الأسلام سوال جواب

دوهم : د شهوت او بدکاری د مخنيوي اسبابو مو مخکې نشر کړي دي چې تفصيل یې په لاندې لينک ولولئ :

https://dawat610.com/archives/8353

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً