دين څه وايي ؟

ورورجانه زه په اروپا كي ژوند كوم او دلته مكتب هم وايم خو يوه ورزي له ما سخه استادي پوشتنه وكره چي د پوشتني تفصيل په لاندي تكيو كي دي:
راته يي ووايل چي دين سه شي دي او كه دين نه وايي نو سه به واي او كه د چا دين نه وايي نو بيا به سه واي مطلب خاص دغه ده چي راته يي ووايل چي دين سه شي دي او بس مننه د زواب په طمعه دي؟

محمد يونس ځاځی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الدين :

دين په لغت کې طاعت او انقياد يعنې پيروی او غاړې ايښودلو ته وايي ، په عامه اصطلاح کې په غيبي امورو باندې د انسان عقيدې او عمل ته دين وايي ، او په اسلامې اصطلاح کې الله تعالی ته تسليم او غاړه ايښودلو ته وايي، هغه دين کوم چې د الله تعالی د طرف نه په رسول الله صلی الله عليه وسلم  نازل شوی دی چې د اسلام دين دی.

د الله تعالی په نزد د قبول وړ دين یوازې اسلام دی .

قال الله تعالی : إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ [آل عمران: 19]

ژباړه: بیشکه صحیح او قبول دین د الله عزَّوَجَلَّ په وړاندی یواځی د اسلام مقدّس دین دې.

او د اسلام پرته ټول اديان باطل او منسوخ دي ، د اسلام د نزول وروسته پرته له اسلام څخه الله تعالی ته هيڅ دين د قبول وړ نه دی ( پخوا چې کوم آسماني اديان وو هغه هم د اسلام په نزول سره منسوخ شوی دي )

قوله تعالی : وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ [ آل عمران: 85].

ژباړه: او هغه څوک چه لټوي د اسلام مقدس دین څخه پرته بل دین، نو هیڅکله به ورڅخه ونه منل شي، او حال دا چه داسی بنده به په آخرت کښی له تاوانیانو څخه وي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً