د قرآنکريم په تلاوت کې ځينې خپرې غلطۍ (اخطاء الشائعة في تلاوة القرآن) :
سورة الفاتحة:
۱- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول « مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ » کې د «مالکِ» په کلمه کې د (کاف) حرف ساکن تلفظ کوي حال دا چې زير لري .
۲- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول « إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ » کې د «نَعْبُدُ» په کلمه کې د (دال) حرف ساکن تلفظ کوي حال دا چې د (دال) حرف پيښ لري .
سورة البقرة:
۳- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْناً ] (البقره:۶۰) آیت کې د « عَشْرَةَ » په کلمه کې د (شين) حرف چې ساکن دی په زور سره يې تلفظ کوي چې داسې ويل غلط دي .
۴- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [وَلاَ تَعْثَوْاْ فِي الأَرْضِ مُفْسِدِينَ] (البقره:۶۰) آیت کې د « تَعْثَوْاْ » په کلمه کې د (ثاء) په پيښ سره تلفظ کوي (تعثُوا) حال دا چې زور لري . زور سره يې تلفظ کوي چې داسې ويل غلط دي .
سورة النساء:
۵- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [هَاأَنتُمْ هَـؤُلاء جَادَلْتُمْ عَنْهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَمَن يُجَادِلُ اللّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ] (النسأء:۱۰۹) آیت کې د « يُجَادِلُ » په کلمه کې د (لام) حرف ساکن تلفظ کوي (تعثُوا) حال دا چې د (لام) حرف بيښ لري .
سورة المائدة:
۶- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلاَّ مَا ذَكَّيْتُمْ] (النسأء:۱۰۹) آیت کې د « السَّبُعُ » په کلمه کې د (باء) حرف چې مشدد زور لرونکی دی په پيښ سره يې تلفظ کوي (السُّبُعُ) چې داسې ويل غلط دي .
سورة الأنعام:
۷- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [وَجَعَلُواْ لِلّهِ شُرَكَاء الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ] (الأنعام:۱۰۰) آیت کې د « الْجِنَّ » په کلمه کې د (نون) حرف په پيښ سره تلفظ کوي (الْجِنُّ) حال دا چې د (نون) حرف زور لري .
۸- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [وَمِنَ الأَنْعَامِ حَمُولَةً وَفَرْشاً] (الأنعام:۱۴۲) آیت کې د « حَمُولَةً » په کلمه کې د (حاء) حرف په پيښ سره تلفظ کوي حال دا چې زور لري .
۹- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ مِّنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ] (الأنعام:۱۴۳) آیت کې د « الْمَعْزِ » په کلمه کې د (عين) حرف په زير سره تلفظ کوي حال دا چې (عين) ساکن دی .
۱۰- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِيناً قِيَماً مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفاً وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ] (الأنعام:۱۶۱) آیت کې د « قِيَماً » په کلمه کې د (قاف) حرف چې زير لري او د (ياء) حرف زور لري او مشدد نه دی ، چې مشدد لوستل يې غلط دي .
سورة الأعراف:
۱۱- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْؤُوماً مَّدْحُوراً] (الأعراف:۱۸) آیت کې د « مَذْؤُوماً » په کلمه « مَذْمُومًا » يعنې په ميم سره يې تلفظ کوي او د « مذموما » کلمه د سوره اسراء په (۱۸او ۲۲) ايت ذکر شوی ده .
۱۲- د الله تعالی په دغه قول [تَتَّخِذُونَ مِن سُهُولِهَا قُصُوراً وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتاً] (الأعراف:۷۴) آیت کې ځينې خلک د« الْجِبَالَ » نه مخکې (من) زياتوي (من الْجبلَ) يې تلفظ کوي ، حال دا چې دا کلمات په سوره الحجر او سوره نحل کې ذکر شوي دي .
۱۳- ځينې خلک د الله تعالی په دغه قول [فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحاً لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ] (الأعراف:۱۸۹) آیت کې د « دَّعَوَا » په کلمه کې د (دال، عين) حروفو ته پيش ورکوي حال دا چې دواړه زور لري .
په رسم المصحف کې ځينې خپرې غلظۍ :
۱- کوم ځای کې چې د (واو) حرف د پاسه (کوچنی الف) ليکل شوی وي د الف مد معنی لري لکه :
چې داسې لوستل کيږي : وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ
۲- کوم ځای کې چې د (واو) د حرف وروسته د پاسه کوچنی الف ليکل شوی وي نو د واو مد معنی لري يا د واو د ودرېدو معنی لري لکه :
چې داسې لوستل کيږي : أُولَـئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ (القرة : ۱۵۷ ) .
۳- کچېرې د حرف (واو) سره بل کوچنی واو ليکل شوی وي نو واو په مد دلادل کوي لکه :
چې داسې لوستل کيږي : وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ (ال عمران :۷۸ ) .
۴- همدارنګه (تلووا :
وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (السناء :۱۳۵ ) .
همداسې :
[إِنَّ وَلِيِّيَ اللَّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ] لوستل کيږي
همدارنګه :
چې داسې لوستل کيږي :
[وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ وَأَنَّىٰ لَهُ الذِّكْرَىٰ]
آن لاين اسلامي لارښود