د «ذ» او «ز» ترمنځ فرق :
د «ذ» مخرج: کله چې د ژبی نوک د پاسنيو ثناياغاښونو له څوکی سره ولګيږي د “ذ” توری اداکيږي.
د «ز» مخرج: کله چې د ژبی څوکه دلاندنیو ثنایاغاښونو د بیخ سره ولګیږي د” ز” توری اداکيږي نو ويلای شو چې د «ذ» په ادا کې د ژبی څوکه بيرون خواته راوځې ولی د «ز» په تلفظ کې نه راوځې .
او «ز» حرف د سفير صفت لري چې مخکې بيان شو د شپيلۍ په شان آواز لري .
د «ث» او «س» تر منځ فرق :
د «ث» او «س» حروفو تر منځ همداسې فرق دی لکه د «ذ» او «ز» تر مينځ چې موجود ؤ ځکه «س» د «ز» له مخرج څخه ادا کيږي او د صفير صفت لري پداسې حال کې چې «ث» د «ذ» له مخرج څخه ادا کيږي د همس صفت او رخوت په هغه کې واضح دی .
د «ظ» او «ض» تر منځ فرق :
د «ظ» مخرج: هرکله چې د ژبی د نوک زیاته برخه د پاسنيو ثنايا غاښونو له څوکی سره ولګيږي د “ظ” حرف اداکيږي.
د «ض» مخرج: كله چې د ژبي يواړخ د پاسنيو اضراس غاښونو سره ولګول شي د«ض» توری تلفظ کيږي البته له چپې خوا څخه يې ادا کول آسانه دي ،نو ځکه د ظا مخرج له ض نه لرې دی .
او بل دا چې د «ض» حرف د استطالت صفت لري چې بل په هيڅ کوم حرف کې دا صفت نشته.
» هغه حروف چی همشیه ډک یا مفخم تلفظ کیږي اومستعلیه حروف ورته وایی اووه دي(خص ٬ ضغط ٬ قظ)
د «س» او «ص» تر منځ فرق :
کله چې د ژبې څوکه د لاندنيو ثناياوو د داخل طرف سره ولګول شي نو د “ز،س،ص” توري ادا کيږي خو دومره توپير شته چې د” ص” حرف د استعلاء د صفت د لرلو له کبله ډک ادا کيږي او د ” ز ” او” س ” حروف تش یا باریک ادا کیږي .
آن لاين اسلامي لارښود