لسم درس – د حروفو صفات

د حروفو صفات

صفات د صفت جمع ده او صفت د حرف د ادا په وخت کې داسې کيفيت دی چې له بل حرف سره يې فرق وشي د حروفو د صفاتو يوه ګټه همدا ده چې د يو شان مخرج يا قريب المخرج حروفو فرق وشي .

د صفاتو په شمير کې د علماؤ اختلاف دی چې ځينې علماء شمير اوولس (۱۷) او د ځينې په نزد څلويښت او څلور څلويښت دي .دلته هغه قول چې شمير يې اوولس دی تر مطالعې لاندې نيول شوی دي.

صفات په دؤ برخو ويشل شوي دي متضاد او غير متضاد .

متضاد صفات :متضاد هغه صفات دي چې د هغه لپاره ضد وي او دا پنځه صفات دي چی له ضد سره یی لس صفات کیږی.

غير متضاد صفات : غير متضاد هغه صفات دي چې د هغه لپاره ضد نه وي او دا اووه صفات دي .

متضاد صفات : متضاد صفات پنځه دي چی له ضد سره یی لس کیږي لکه په لاندې جدول کې :

استفال ( مستفله) ضد استعلاء (مستعلیه)
رخوت (رخویه) ضد شدت ( شدیدیه)
همس (مهموسه) ضد جهر(جهریه)
انفتاح (منفتحه) ضد اطباق (مطبقه)
اصمات (مصمته) ضد اذلاق (مذلقه)

۱- استعلاء(مستعلیه) : په لغت کې لوړوالي ته وايي او په علم تجويد کې د ژبې پورته کیدل دي وتالو ته د حرف د اداکولو په وخت کی او کوم حروف چې دا صفت لري اوچت او ډک ادا کيږي .

داسې چې د اداذکولو په وخت کې دذژبې بيخ پورته تالوذته لوړيږي د لوړېدو له کبله دا تورې ډک تلفظ کيږي .

حروف يې اووه دي چې پدې جمله کې جمع شوي (خص ضغط قظ) .

۲- استفال (مستفله) : په لغت کې ټيټوالي ته وايي او په علم تجويد کې د ژبی ټیټوالی دی له پاس تالوڅخه د حرف د ادا کولو په وخت کی، يعنې د ادا کولو په وخت کې د ژبې بيخ تالو ته نه لوړيږي له دې کبله دا تورې نرم تلفظ کيږي.

حروف يې ۲۲ دي (ء ب ت ث ج ح د ذ ر ز س ش ع  ف ك ل م ن ه و ي ا) ،او کوم حروف چې دا صفت لري نازک او نرم ادا کيږي.

۳- شدت : په لغت کې سختي يا قوت ته وايي او په علم تجويد کې د صوت یا غږ بندېدل دي د حرف د ادا کولو په وخت کې او کوم حروف چې دا صفت لري په سختی سره ادا کيږي .

يعنې د ادا کولو په وخت کې په مخرج کې آواز په سختی سره ودريږي او د آرامتيا په وخت کې آواز ورباندې بنديږي .

حروف يې اته دي چی په (أجد قط بكت) جمله کې جمع شوي دي .

۴- رخوت : په لغت کې سستوالي یا نرمۍ ته وايي او په علم تجويد کې جریان د صوت دی د حرف د ادا کولو په وخت کې او کوم حروف چې دا صفت لري په کمزورۍ او نرمۍ سره اداکيږي، یعنې د ادا کولو په وخت کې په مخرج کې آواز جريان پيدا کوي .

حروف يې ۱۶ دی له 🙁ث ح خ ذ ز س ش ص ض ظ غ ف هـ و ي ا) څخه عبارت دي.

۵- جهر: په لغت کې څرګندوالي یا اعلان ته وايي او په علم تجويد کې د ساه بندېدل دي د حروفو د ادا کولو په وخت کې او ضد یې همس دی.

يعنې د ادا کولو په وخت کې په مخرج کې آواز یا کاملا بند شي او یا یوه برخه د هغه بنده شی.

حروف يې (عظم وزن قاري ذي غض جد طلب) جمله کې جمع شوي دي.

کله چی نوموړي حروف ساکن او یوه زور لرونکي همزه ورباندې داخله شي نو ساه یا کاملا بندیږي او یا یې یوه برخه بندیږي نو که ساه کاملاٌ بنده شوه مونږ وایو چې پدې حرف کې د جهر صفت ډیر قوي دی او که یې یوه برخه بنده شوه نو وایو چې پدې حرف کې د جهر صفت متوسط دی او که له هغه نه هم لږ بنده شي نو وایو چی د جهر صفت ضعیف دی.

۶- همس(مهموسه) : په لغت کې پټوالی یا کرار ویلو ته وايي او په علم تجويد کې د ساه جریان دی د حرف د ادا کولو په وخت کې، يعنې د ادا کولو په وخت کې په مخرج کې ساه نه بندیږي بلکه جاري وي او په آواز کې يو ډول ښکته والی راځي چی ښه مثالونه یی لکه اَسلفتم ، اهدنا ، واشکرولی او داسی نور.

حروف يې لس دی چې عبارت دی له (فحثه شخص سكت).

۷- اذلاق : په لغت کې تيزی ته وايي او په علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري د ژبې له ارخ او شونډو نه په تيزی اوآسانۍ سره ادا کيږي .

حروف يې شپږ دی چې عبارت دی له (فر من لب ) .

۸- اصمات (مصمته): په لغت کې چوپوالی ته وايي او په علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري د تلفظ په وخت کې ثقيل او سخت ادا کيږي .

حروف يې ۲۳ دی عبارت دی له (جز غش ساخط صيد ثقة إذ وعظه يحضك).

۹- اطباق : په لغت کې تماس او نښليدو ته وايي او په علم تجويد کې کوم حروف چې دا صفت لري د حروفو د ادا په وخت کې د ژبی مينځ د پورته تالو سره نښلي .

حروف يې څلور دي :

(ص ض ط ظ) .

۱۰- انفتاح (منفتحه): په لغت کې خلاصوالی یا بیلوالي ته وايي او په علم تجويد کې د ژبي خلاصوالی دی له پاس تالو څخه د حرف د ادا کولو په وخت کې او کوم حروف چې دا صفت لري د حروفو د ادا په وخت کې ژبه له تالو نه جلا وي .

حروف يې ۲۵ دي (من أخذ وجد سعة فزكا حق له شرب غيث).

غير متضاد صفتونه :

غير متضاد صفتونه اوه دي انحراف ،قلقله ،لين ،صفير،تکرير،تفشي او استطالت

۱- انحراف : په لغت کې کوږوالي ته وايي او په اصطلاح کې د حرف میلان دی د ژبی له نوک څخه دا صفت د “ل” او “را” په حروفو کې دی چې د ادا په وخت کې د خپل مخرج څخه کم کوږوالي پيدا کوي .

۲- قلقله : په لغت کې حرکت او خوځښت ته وايي .

د قلقلی د حروفو صفت دا دی چې د سکون په حالت کې د هغې د تلفظ پر مهال په مخرج کې خوځښت رامينځته کيږي د قلقلې حروف پنځه دي چې په (قطب جد) کې جمع شوي دي .

د قلقلي اقسام:

قلقله د ادا کولو له مخکې دری قسمه ده :

قلقله کبری : کله چې د قلقلې حرف مشدد وي او په آخر د کلمې واقع شوی وي هلته لويه قلقله تر سره کيږي لکه دغه قول د الله سبحانه وتعالی : [يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأهِلَّةِ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ] او [قَالُواْ الآنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ] .

قلقله وسطی :

کله چې د قلقلې حرف ساکن وي په آخر د کلمې واقع وي او وقف ورباندې شوی وي او مشدد نه وي نو متوسطه قلقله ادا کيږي ،لکه دا قول د الله تعالی : [قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ].

قلقله ضغری : کله چې د قلقله حرف ساکن وي په مينځ د کلمې کې راغلی وي کوچنی قلقله تر سره کيږي لکه دا قول د الله تعالی : [فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِندَ مَلِيكٍ مُّقْتَدِرٍ]

۳– لين : د لین معنې ده سهولت او نرمي او دا حروف د ادا په وخت له مخرج څخه په نرمۍ سره ادا کيږي .

حروف يې دوه دی (واو، يا ) چې خپله ساکن وي ماقبل يې مفتوح (زور) لرونکی توری وي .

لکه :(خوف، صیف، قریش… او داسی نور)

۴- صفير : د صفير معنی دا ده چې د دغو حروفو د تلفظ پر مهال د شپيلۍ د آواز په شان آواز غوږ ته رسيږي له همدې کبله هغه ته صفيریه حروف وايې چې له “ص ز س”حروفو څخه عبارت دي .

۵- تکرير : دا صفت يوازی په “ر ” کې ليدل کيږي چې د ادا په حالت کې يو ډول لړزه پيدا کيږي ،يعنی د ادا په وخت ژبه رپيږي پداسې ډول چې “را” تکرار تلفظ نشي .

۶- تفشي : په لغت کې شيندلو ته وايې دغه صفت د” ش” د حرف دی چې ددې توری د ادا کولو په وخت کې آواز په خوله کې خپريږي .

7- استطالت : په لغت کې اوږدوالی ته وايي او دا صفت لرونکی توری يواځې د “ض” حرف دی چې د ادا په وخت کې د مخرج له شروع تر پایه ټول اضراس غاښونه نيسي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً