د ساکن نون او تنوين احکام

ساکن نون هغه دی چې حرکت (زور،زير او پيښ) ونه لري يعنی غړوندی واله “نْ” دی او تنوين دوه زورونه ،دوه زيرونه او دوه پيښونو (ــًـ ــٍـ ــٌـ ) ته وايي .

ساکن نون او تنوين څلور احکام لري چې عبارت دي له: ادغام ،اقلاب ،اخفاء او اظهار.

۱- ادغام :

ادغام په لغت کې د يو څيز په بل څيز کې داخلولو ته ويل کيږي .

او دعلم تجويد په اصطلاح کې کله چې د ساکن نون يا تنوين څخه وروسته د “يرملون” (ی،ر،م،ل،و،ن ) د تورو څخه کوم يو توری راشي نو هلته ادغام کيږي او دا ډول ادغام دوه ډوله دی: الف: غنه لرونکی . ب: بې غنی ادغام.

الف : غنه لرونکی ادغام:

کله چې د ساکن نون یا تنوين څخه وروسته د يمنو (ی،م،ن،و ) له تورو څخه کوم توری راشي غنه لرونکی ادغام پکې کيږي .

ب : بې غنی ادغام :

کله چی د ساکن نون يا تنوين څخه وروسته د لر (ل،ر) کوم یو توری راشي بې غنې ادغام پکې کيږي .

دغُنه لرونکي ادغام مثالونه :

«ي» : مَنْ يَهْدي _ آيَةً يُعْرِضُوا

«م» : مِنْ مالٍ _ قَرارٍمَکينِ

«و» : مَنْ وُجِدَ _ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ

«ن» : عَنْ نَفْسٍ _ الی شَیءٍ نُکُرٍ

د بې غُني ادغام مثالونه :

«ل» : اِنْ لَبِثْتُمْ _ مَتاعاً لَکُمْ

«ر» : مِنْ رَبِّکُمْ _ مَثَلاً رَجُلاً.

استثناءات :

۱- د ادغام لپاره دا شرط دی چې مدغم به په يو کلمه کې او مدغم فيه به په بله کلمه کې وي مګر که چېرې په یوه کلمه کې وي هلته اظهار مطلق تر سره کيږي او په قرآنکريم کې څلور ځايونه داسې دي لکه :«الدنيا، صنوان، قنوان، بنيان ».

۲- کله چې په ساکن نون او ميم وقف وشي نو اظهار مطلق واجب دی .

۳- ځينې ځايونه د نون ساکن او تنوين له قواعدو څخه مستثنی دي لکه : [يس * وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ] ، [ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ] .

د امام شاطبي په نزد د وصل په حالت د سين نون (يس) کې او همدارنګه دوهم آيت شريف کې حرف نون کې اظهار تر سره کيږي .

په عمومي توګه د ادغام اقسام:

د صرفيانو په اصطلاح کې که دوه همجنس توري په يوه کلمه کې په پر له پسې توګه راشي په داسې حال کې چې لومړی يې ساکن او دوهم متحرک وي نو ادغام مينځ ته راځي لومړی توری په دوهم کې مدغم کيږي او دا ډول ادغام په دری ډوله دی :

۱- د جنسينو ادغام :

که دوه توري له يوجنس (يو مخرج ) څخه په يوه کلمه کې په پرله پسې توګه راشي چی اول یی ساکن او دوهم یې متحرک وي نو ساکن حرف په متحرک کې مدغم کیږي چی دېته د جنسينو ادغام ویل کیږي لکه :

قَدٌتَّبَيَّنَ – اِرٌکَبٌ مَّعَنَا – يَلٌهَثٌ ذّلِکَ – وَدَّت طَّـآئِفَةٌ .

په پورته مثالونو کې د (دال ، تاء ) ، (باء ، ميم ) ، (ثاء ، ذال ) او (تاء ، طاء ) حروف له يو مخرج څخه دي چې يو په بل کې مدغم شوي او د ادغام نښه يې شد دی .

۲- د مثلينو ادغام :

که دوه يوشان توري په يوه کلمه کې په پرله پسې ډول راشي چی اول یې ساکن او دوهم یې متحرک وي نو ساکن حرف په متحرک کې مدغم کیږي چی دیته د مثلينو ادغام وايي :   لکه :

فَمَا رَبِحَت تِّـجَارَتُهُمْ – وَقَـد دَّخَلُواْ – وَذَا النُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَاضِباً

۳- د متقاربينو ادغام :

که دوه داسې توري په يوه کلمه کښی پرله پسې راشي چې مخرجونه يې سره نژدي وي پداسې ډول چې اول یې ساکن او دوهم یې متحرک وي نو ساکن حرف په متحرک کې مدغم کیږي چی دیته د متقاربينو ادغام ویل کيږي لکه.

ساکن (قاف) په (کاف) کې چې مخرجونه يې سره لنډ دي لکه :

أَلَمْ نَخْـلُـقكُّـم مِّن مَّاء مَّهِينٍ.

ساکن (لام) په (راء) کې : [وَقُـل رَّبِّ زِدْنِي عِلْما]

ساکن (نون) په (راء ) کې لکه : [أُوْلَـئِكَ عَلَى هُدًى مِّـن رَّبِّهِمْ]

لاندې حالات ورڅخه مستثنی دي ځکه چې دلته سکنه ادا کيږي :

[كَلَّا بَـلْس رَانَ عَلَى قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ] (سوره: المتففين ) .

[وَقِيلَ مَنْس رَاقٍ] (سوره : القيامة)

قاعده : د هغه ادغام چې لومړی توری يې ساکن او دوهم متحرک وي حکم واجب دی .

لکه: فاضرب بعصاک الحجر

قاعده : که د متماثلينو په ادغام کې لومړی او دوهم توری دواړه متحرک وي نو هلته ادغام کول جايز دي لکه:« لاتأمنا» چې په اصل کې «لاتأمننا» ؤ د عاصم رحمه الله په نزد جايز ادغام په ټول قرآن کی همدا يو ځای د لاتأمنا په کلمه کې دی .

او که چېرته لومړی توری متحرک او دوهم ساکن وي هلته ادغام کول منع دي لکه يغضضن دا ځکه چې لومړی توری قوی متحرک دی او دوهم توری چې ساکن دی ضغيف دی چې د ادغام تحمل نلري .

د ادغام په وجه د ادغام دوهم توری ځني وخت په مکمل ډول له مينځه ځي او د ځينو آواز پاتې کيږي چه دوه قسمه دی.

کامل ادغام :

هغه ادغام دی چې کله دوه توري چې لومړی ساکن او دوهم متحرک وي مدغم شي تر ادغام وروسته د لومړي تورې د تلفظ کولو هيڅ اثر پاتی نه شي لکه:

أُجِيبـَت دَّعْوَتُكُمَا -مِّن رَّبِّهِمْ

ليدل کيږي چې د (تاء) لفظاً او صفتاً نه تلفظ کيږي

يا لکه :

أُوْلَـئِكَ عَلَى هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ

دا ډول ادغام په قرآنکريم کې په مشدد ډول ښودل شوی وي .

ناقص ادغام:

د دوو تورو داسې ادغام چې لومړی ساکن او دوهم متحرک وي تر ادغام وروسته د لومړي ذاتاً څه اثر پاتې ولې صفت يې باقي وي ،یا په بل عبارت کله چی اول حرف د یو څو صفاتو سره په دوهم حرف کې مدغم شي دیته ناقص ادغام وایي.

مثال :

وَمَا لَهُم مِّنَ اللّهِ مِن وَاقٍ

مَن يَـقُولُ

ليدل کيږي چې نون په (واو) او (ياء) مذغم شوی دی مګر د غنې صفت يې پر ځای پاتې دی

چې داسې تلفظ کيږي :

مِــ ن ــوَاق

مـ ن ــيـَقُول

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email