د حروفو مخرجونه(مخارج)

مخارج د مخرج جمع ده او مخرج د وتلو ځای ته وايي .

د تجويد د علم په اصطلاح کې مخرج هغه ځای دی کوم چې توری یا حرف ورڅخه ادا کيږي .

مخرجونه عموماً په دوه ډوله دي .

·        اجمالی مخرجونه

·        تفصیلی مخرجونه

اجمالي مخرجونه پنځه دي:

الحلق (ستونی ) .

اللسان (ژبه ) .

الشفتان (شونډې) .

الخيشوم ( د پزې آخري برخه ) .

الجوف (د خولې خاليګاه ) .

د تفصيلي مخرجونو په شمير کې د علماء کرامو تر مينځ اختلاف دی :

لومړی قول : د جمهورو قرآء کرامو په نزد د تفصيلي مخرجونو شمير اوولس (۱۷) دی .

دوهم قول : د سيبيویه او الشاطبي په نزد د تفصيلي مخرجونو شمير (۱۶ ) دی ځکه چې د هغوی په نزد «جوف» مخرج نه دی .

دريم قول : د فراء په نزد د تفصيلي مخرجونو شمير (۱۴) دی ځکه د هغه په نزد «جوف) مخرج نه دی او همدارنګه د «لام، راء ، نون) مخرج يو بولي .

راجح او جمهور قول دا دی چې د حروفو د مخرجونو شمير اوولس (۱۷) دی چې ان شاء الله په تفصيل سره به بيان شي .

مخکې لدې چې د حروفو مخرجونه وپیژنو لمړی باید د یوه حرف د مخرج د ادا کولو طریقه زده کړو هغه داسې ده کله چې د یوه حرف مخرج معلوموو لومړی همغه حرف ساکنوو(زور ، زېر او پيښ يې لرې کوو ) او یوه زور لرونکې همزه ورباندې داخلوو هر چېرې چې آواز ختم شي همغه د حرف مخرج دی .

مثلًا که زور لرونکې همزه (اَ) پرساکنه ب (بْ) داخله کړو نو (اَبْ) ترې جوړيږي ،او کله يې چې تلفظ کړو نو معلوميږي چې د (ب) مخرج د دواړو شونډو ترمېنځ دی کله چې سره ولګيږي  .

پخوا لدې چې د حروفو مخرجونه بيان کړو لومړی بايد د ژبې برخې او د غاښونو نومونه او تفصيل بيان کړو ځکه څو پورې چې د ژبې برخې او غاښونه ونه پيژندل شي تر هغه پورې د مخارجو پيژندل ګران دي .

أقسام اللسان (د ژبې برخې او اقسام ) :

أقصى اللسان ( د ژبې آخري برخه) .
وسط اللسان ( د ژبې منځنۍ برخه ) .
حافة اللسان ( د ژبې اړخ ) .
طرف اللسان ( د ژبې بيرونی برخه)
رأس اللسان ( ژبې سر يا څوکه ) .

hmm

الأسنان(غاښونـــــــــــــــــــه):

د بالغ انسان د غاښونو شمير زياتره (۳۲) وي چې (۱۶) يې په پاسنۍ او (۱۶) په لاندينۍ زامه کې موقعیت لري.

 غاښونه عموماً پر څلورو برخو ويشل شوي دي( ثنايا ، رباعيات ، انياب ، اضراس).

۱- ثنايا غاښونه : مخامخ څلور غاښونه دي چي پورته يې ثنايا عليا او كښته ته يې ثنايا سفلى بلل کيږي او ټول څلور کیږي چی دوه یې پورته اودوه یې ښکته موقعیت لري.

۲- رباعي(یا رباعیات) غاښونه: د ثنايا غاښونو تر څنګ چې يو ښي اړخ ته او بل هم كيڼ اړخ ته واقع وي دوه په پاسنۍ ژامه او دوه په لاندينۍ ژامه کې موقعیت لري چی ټول څلور کیږي .

۳- انياب غاښونه : د رباعي غاښونو ښي او کيڼ اړخ ته دوه پورته او دوه کښته غاښونه دي چې ټول څلور کیږي (ناب په عربي کې نيش يا میخ شکله ته وایي یعنې ډیر تیز یا تیره غاښونه دي.

۴- اضراس غاښونه: اضراس شل غاښونه دي چې لس یې په پورته ژامه کې او لس یې په ښکته ژامه کې موقعیت لري چې پر دريو برخو ويشل شوي دي:

الف) ضواحک: ضواحک څلورغاښونه دي چې د انیابو په څنګ کې موقعیت لري (دوه یی پورته اودوه یی ښکته دي).

ب) طواحن : طواحن د ضواحکو په څنګ کې دولس (۱۲) غاښونه دي چی شپږ یې پورته اوشپږ یې ښکته موقعیت لري چی دا غاښونه د ژرندې دغاښونو په نامه هم یادیږي.

ج) نواجذ : نواجذ څلور آخري غاښونه دي چی د طواحنو په څنګ کی م

وقعیت لري دوه یی پورته اودوه یی ښکته دي.

hmm-1

Print Friendly, PDF & Email