علم تجويد – لومړی درس

د تجويد دعلم تعريف او اهميت

۱- د تجويد تعريف :

تجويد په لغت کې تحسين (ښه او ښايسته کولو) ته وايي په اصطلاح کې عبارت دی له اداء کولو د هر توري (حرف) پخپل مخرج (ځای د اداء) کې، د آدابو او صفاتو له مراعاتولو سره .

۲- د تجويد دعلم موضوع يا هدف :

د قرآن لوستل په صحي توګه لکه څنګه به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته قرآن کريم لوستلو،يعنی د قرائت د احکامو حفاظت کول لکه: ادغام ، اظهار ، اقلاب ، اخفاء ، مد ، غُنه په خپل ځای کې عملي شي او حروف له خپل مخرج څخه ادا شي یعنې د تجويد د ټولو احکامو په نظر کې نيولو سره د قرآن کريم واضح لوستل دي .

د تجويد د زده کړې حکم :

د تجويد د علم زده کړه پر مسلمانانو باندې فرض کفايي ده ، يعنې که ځينې کسان یې حاصل کړي د نورو غاړه ورباندې خلاصيږي او ټول يې ترک ټول به ګناه کار وي .

مګر په تجويد باندې عمل کول يا د تجويد تطبيق په قرائت کې پر هر مسلمان نارينه او ښځينه فرض عين دی .

 يرى أكثر علماء التجويد أن تعلم التجويد فرض كفاية على المسلمين ، إذا قام به البعض سقط الإثم  عن الباقين، وإن لم يقم به أحد أثموا جميعا.

أما العمل به، أي تطبيق أحكام التجويد أثناء القراءة، ففرض عين على كل مكلَّف (برنامج الأحکام التجويد- براوية حفص عن عاصم ) .

۳- د تجويد اهميت :

د قرآن کريم لوستل په داسې ډول چې له غلطيو مخنيوی وشي يعنی د تجويد د احکامو مراعاتول، که د تجوید احکام مراعات نشي نو لحن مينځ ته راځي او لحن په دوه ډوله دی.

په قرائت کې لحن (غلطي ) :

په قرائت کې لحن (غلطي ) په دوه ډوله ده : لحن جلي او لحن خفي .

۱- جلي لحن :

داسې ښکاره غلطي ده چې د کلمې په معنی کې بدلون رامينځ ته شي لکه په لاندې حالاتو کې:

الف ) : د يوه حرف بدليدل پر بل حرف باندې مثلاً د “ثاء” حرف په “سين” سره تلفظ يا د “ذال” حرف په “زاء” سره تلفظ کول، داسې چې حرف له خپل مخرج څخه ادا نشي دا يوه ښکاره غلطي ده .

ب ) : د کلمې د حروفو يو حرف کمول لکه “هُمُ الْخَاسِرُونَ” داسې لوستل “هُمُ الْخَاسِرُن” د “و” حرف څرګند نه کړي .

ج ) : په حرکاتو کې بدلون (زور ، زير ،پيښ) مثلاً د “يُوصَلَ” په کلمه کې ” يُوصَلُ” د لام حرف د زور پر ځای پيښ تلفظ شي .

د) : يوه کلمه داسې تلفظ شي چې د هغه د حروفو په تعداد کې زياتوالی راشي ، د مثال په ډول “الحمدلله” د “دال” حرف د پيښ او د “ها”حرف زېر داسې اوچت تلفظ شي چې د “واو” يا “ياء” آواز ترې پيدا شي لکه: په «الحمد» کې د “دال” حرف پيښ دومره کش کړ شي چې «واو» تلفظ شي لکه : الحمدو.

د جلي لحن مرتکب کيدل حرام دي او په ځېنو ځايونو کې د هغه له کبله معنا بدليږي او لمونځ فاسديږي .

خفي لحن :

خفی لحن (پټه غلطي ) د هغو قواعدو پرېښودل چي د تورو د ښايست سره اړه لري .

مثلاً هر کله چې د “را” حرف زور يا پيښ ولري ” را” ډکه لوستل کيږي او که څوک هغه باريکه ولولي پټه غلطي بلل کيږي، یا دا چی په کوم ځای کی اخفاء یا اظهار ونه شي ، او یا دا چې په یوه کلمه کې ادغام کیږي ادغام ونه شي بلکي د ادغام پر ځای اظهار تر سره شي ، چې په پورته صورتونو کې خفي لحن مينځه راځي او داسې کول مکروه دي ځان ساتل ورڅخه پکار دي .

ڼوټ : د حرف «را» احکام ، اظهار ، ادغام او نورو احکامو تفصيل وروسته را روان دی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً