عرفات او همدارنګه عاشورا (۱۰ محرم ) د ورځې روژې نيول سنت دي او دا دواړه روژې د يو کال د ضعيره ګناهونو کفاره ده او لوی ګناهونه يوازې په توبه بښل کيږي .

او الله تعالی پوهيږي چې زمونږ څخه به په کال کې څومره ګناهونه کيږي .

د عاشورا په ورځ روژه نيول سنت ده او دا روژه زیات ثواب لري په حديث شريف کې راغلی دي چه : [صَومُ يومِ عَاشُوراء يُكَفِّرُ السَّنَهَ التي قَبْلَهُ] « د عاشورا د ورځې روژه نيول د يو کال د ګناهونو کفاره ګرځي» مسلم (1162) مستحب ده چې د محرم د نهم ورځ هم روژه ونيول شي تر څو د يهودو سره مخالفت وشي .

نن جمعه (۹ محرم ) دی او سبا د عاشورا ورځ ده .

Print Friendly, PDF & Email