د زيتون طبي اعجاز

شجرة زيتون

الله سبحانه وتعالی د انسانانو د ګټې او استفادې لپاره ډول ډول ميوجات ، ونې او نباتات پيدا کړي دي چې ددې ونو له جملې يو هم د زيتون ونه ده.

الله سبحانه وتعالی په زيتون باندې قسم ياد کړی ، چې د قسم مطلب د هغه اهميت دی او د زيتون ونه یې مبارکه بللې ده ، «المبارک» د زيات خير او ډيرې ګټې معنی لري ، لقوله سبحانه وتعالی : [يُوقَدُ مِن شـَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتــُونِةٍ لا شـَرْقِيَّةٍ وَلا غَرْبِيَّة] (النور:۳۵ ) .

ژباړه : له تيلو د ونې برکتناکې د زيتون چې نه مشرق طرف ته وي او نه د مغرب .

{وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ وَطُورِ سِينِينَ * وَهَذَا الْبَلَدِ الْأَمِينِ}.. [التين: 1-3].

ژباړه: قسم دی په انځر او زيتون باندې ، او قسم دی د طور سنين (په غره ) باندې ، او قسم دی په دی امان ورکوونکي ښار (مکه ) باندې .

د زيتون ترکيبي مواد :

د شنه زيتون (100) ګرام له: 1.5 ګرام پروتين ، 13.5 ګرام فاسپور ، 4 ګرام کاربوهادرات ، 1.25 ګرام الیاف ، 90 ملی ګرام کالسيم ، 17 ملی ګرام فاسفور ، 2 ملی ګرام اوسپنه ، 2400 ملی ګرام سوديم ، 55 ملی ګرام پوتاشيم ، 22 ملی ګرام مګنزيم ، 300 واحده ويټامين بی يو ، ويټامين بی دوه او زينک او پاتې نور ګلوکوز ، ملتوز ، زيلوز لري .

زيتون د کومو امراض د درملنې لپاره خاص اهميت لري ؟

د جلدي امراضو درملنه :

د پخوا وخت څخه د زيتون په وسيله د جلدي امراضو درملنه کېدله ، زيتون د پوستکي د درملنې لپاره کارول کيږي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «كلوا الزيت وادهنوا به فإنه فيه شفاء من سبعين داء منها الجزام» .

ژباړه : خورئ زيتون او په هغه باندې غوړل کوئ ، ځکه په دې کې د اويا مرضونو شفاء ده د هغه جملې د جزام جلدي مرض .

همدارنګه د ويښتانو د تويېدو او د ويښتانو د ودې او د وېښتانو د بېخونو په کلکولو کې مهم رول لري .

د زيتون په وسيله د قلبي امراضو درملنه :

زيتون د ويني د لوړ فشار لپاره مهم دي او د ويني فشار نارمل ساتي . د رګونو د بنديدو مخ نيوی کوي ، د وينې چربي له ميځه وړي .

د زيتون په وسيله د هضمي جحاز درملنه :

د زيتون ورځنی استعمال جګر قوي کوي او د صفرا په فعاليت کې مرسته کوي ، د معدي د مخاطي پردې ساتنه کوي ، زيتون د معدې په محيط کې د هر ډول جراثيمو د نمو مخه نيسي ، کچيرې سهار په نهاره زيتون د ليمو سره يو ځای وخوړل شي د جحار هضمي د هر ډول چمجې او باکتريا مخ نيوی کوي همدارنګه زيتون د معدې د سرطان مخنيوی کوي .

«الهيئة العالمية في الأعجار علمي في القرآن والسنة» ليکي :

په کال د 1997 د اپريل 21 تاريخ د لومړي ځل لپاره 16 مشور عالمي ډاکتران د روما ښار کې ټول شول او د زيتون په باره کې علمي څيړنه وکړه د دغه څيړنې او تحقيق پايلې يې په 30 پاڼو کې ترتيب کړې چې د متن خلاصه يې داسې وه :

د زيتون خوړل د زړه د رګونو په وقايه او درملنه ، د وينې لوړ فشار ، د وينې کولسترول ، د چاښت لپاره ، د شکر او همدارنګه سرطاني امراض د درملنې لپاره مهم رول لري .

په امريکايي کتاب کې چې په کال 1997 صادر او نوم يې 8 ” Weeks to optimum health دی او ليکونکی يې اندرياويل دی راغلی : زيتون د جګر د قوت او علاج لپاره مهم دي ، او د جګر قوت او فعاليت لوړوي ، په بازارونو يو مشهور درمل د په نوم (Essential Fort) دي چې په لوړ نسبت زيتون لري او دا درمل د جګر د ښه فعاليت درملنې لپاره دي په خاصه توګه د جګر د وازدې د درملنې مهم دي .

د دردونو درملنه :

د پښو ، ملا او نورو دردونو لپاره د زيتون په وسيله غوړول مهمه درملنه ده .

يو کس چې څو کلونه يې د پښو د درد درملنه کړې وه ، خو څه ګټه يې نه وه ورته کړې آخر هند ته د درملنې لپاره تللی وو ، هلته يې معاينات کړې وو او ډاکتر دا توصيه ورته کړې وه چې ستا درملنه زيتون + ويتامين ډي دي ، يعنې خپلې پښې به په زيتون غوړوي او د څه وخت لپاره به لمر ته کينې تر څو د لمر څخه ويټامين ډي واخلې ، دغه کس د همدې درملنې په وسيله روغ شوی وو .

فسحبان الله رب العالمين

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً