عزت الله سره دی، په کفر دوستۍ کې عزت نشته

Glory be to God

عزت : قدر او منزلت ، قوت او غلبې ته وايي چې ضد د ذلت دی

د دنيا او آخرت عزت الله تعالی سره دی ، د هغه رسول لره دی او مؤمنانو لره دی ، يعنې د دنيا او آخرت عزت په اسلام کې دی ، د الله تعالی په عبادت او اطاعت کې دی .

لقوله سبحانه وتعالی : [مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُوْلَئِكَ هُوَ يَبُورُ] (فاطر:۱۰ ) .

ژباړه:څوک چې عزت غواړي نو بايد پوه شي چې عزت يوازې له يو الله سره دی، پاکې خبرې د هغه په لور پورته کيږي ، او عمل صالح نيک پورته کوي (عمل کوونکی عزتمن کوي ) ، او د هغو کسانو لپاره چې بدې او ناروا دسېسې جوړوي دردناک عذاب دی .

وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لاَ يَعْلَمُونَ (المنافقون :۸ ) .

ژباړه: عزت يوازې د الله ، د هغه د رسول او مؤمنانو لپاره دی خو منافقان نه پوهيږي .

مګر نن عصر کې مونږ او تاسې وينو چې خلک عزت په طاغوت او کفر کې لټوي ، خپل عزت د کفر په بقا کې لټوي ، خپل عزت د کفر په اشغال او غلامۍ کې لټوي او خپل عزت او قوت د کفر په دوستۍ کې لټوي ، بلکي دا سې نه ده ، قرآنکريم يې په اړه داسې حکم کوي :

الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا (النساء :۱۳۹ ) .

ژباړه : منافقان هغه کسان دي چې پرته له مؤمنانو کافران په دوستۍ نيسي ، آيا له کافرانو سره عزت لټوئ ؟ نو بې شکه چې ټول عزت له الله سره دی .

امام طبري رحمه الله په تفسير د دغه آيت شريف ويلي : پس څوک چې خپل عزت د منافقانو او کافرانو په دوستۍ کې لټوي ، هغوی کم عقلان دي چې په ذليل شويو کې عزت لټوي ، پس عزت د الله تعالی سره دی ځکه چې هغه عزت ورکوونکی دی او عزت د مؤمنانو په کومک او دوستۍ کې دی (تفسير الطبري ۹/۱۳۹ ) .

د ټول پيغمبرانو عليهم السلام د بعثت هدف همدا وو چې حق دين ظاهر او غالب او باطل اديان نسکور شي :

لقوله سبحانه وتعالی :[هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ] (التَّوبة: 33) .

وګورئ ! دې ستر ظلم او طغيان ته چې نن د اسلام په خاوره کې پر مسلمانانو باندې د شريعت پر ځای د کفر سکولر قانون تپل کيږي.

توبه وباسئ ، د الله تعالی دين ته تسليم شئ ، عزت الله سره دی ، عزت په اسلام دوستی او مسلمان دوستۍ کې دی ، کفر دوستۍ کې عزت نشته ، که د منزلت او مال لپاره داسې کوئ ، دا هر څه فنا کيدونکي دي ظاهري قدرت به مو نسکور شي ځکه د الله تعالی وعده ده چې (و عاقبة للمتقین ) ، او کله چې د ځانکندن له سلګيو سره مخ شئ ټول مال به مو په صفر کې ضرب شي ، هغه مهال به پوه شئ چې دا هر څه مو د بل لپاره ګټلې وو او خالی لاس به روانيږئ .

د قرآنکريم دا ارشاد ښه په غور ولولئ :

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ذَلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ] (المائدة: 54).

ژباړه : ای مؤمنانو ! له تاسې نه چې هر څوک له خپل دين نه واوړي ، الله پاک به ډير ژر بل داسې قوم مينځ ته راولی چې الله يې خوښ او هغوی به د الله خوښ وي د مؤمنانو پر وړاندې به متواضع او مهربان او په کافرانو به تيز او سخت وي او د الله په لار کې به جهاد کوي او د هيڅ ملامتوونکي له ملامتيا څخه به نه ډاريږي دا د الله مهرباني ده چا ته يې چې خوښه شي ورپه برخه کوي يې .

أضواء البيان ددې ايت کريمه په شرح کې ليکي : الله تعالی مؤمنانو ته خبر ورکړی دی ، چې که ځينې د تاسې دين پرېږدي او يا د دين نصرت پرېږدي او يا کفر دوستي اختيار کړي نو الله تعالی به د هغو په عوض نور داسې کسان راولي چې دوی به پر مؤمنانو مهربانه او د کفارو به سخت دوښمنان وي چې دا صفت د رښتنې مؤمنانو دي (أضواء البيان ۴۱۵/۱) .

او که ستاسې په خسيس ذهن کې د امريکې د وحشي ، حيوان صفته ظالم او طاغوتي نظام د قوت فکر وي هغوی خو په تمامه معنی ناکام شوي دي، قوت او قدرت الله تعالی لره دی ، له هغه الله تعالی څخه وويرېږئ چې مرګ او ژوند مو د هغه په واک دی او ټولو کائيناتو واکدار دی .

نور نو قضاوت تاسې ته پرېږدو ، د عقل څښتنانو لپاره همدا کفايت کوي ، پر مونږ يوازې بیانول دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً