ښځې د پاره د پتلون اغوستل څه حکم لري ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ښځې د پاره د پتلون اغوستل مطلق حرام دي ولو که آزاد او پراخه هم وي ولو که په خپل کور کې يا د خپل خاوند په اطاق کې هم وي ځکه پتلون د نارينه لباس دی د ښځې د پاره د هغه اغوستل د نارينه سره تشبه ده او داسې کول حرام دي .

لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم المتشبهين من الرجال بالنساء والمتشابهات من النساء بالرجال ( رواه البخاری )

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم لعنت ويلی دی په هغه نارينه وؤ باندی چې د ښځو مشابهت کوی ( يعنی دهغوی په شان شکل جوړوي او دهغوی په شان لباس اغوندي) او په هغو ښځو باند هم لعنت ويلی چې هغه د نارينه مشابهت اختياروی يعنی دهغوی په شان جامی اغوندی او د هغوی په شان ځان جوړوی .

الفتاوى النسائية ليکي :

وأما لبس المرأة للبنطلون فلا يجوز ولو كانت خالية و لو كانت أمام النساء أو أمام زوجها ، إلا في غرفة مغلقة مع زوجها فقط ، فأما ما سوى ذلك فلا يجوز فإنه يبين تفاصيل البدن وبعود المرأة على هذه اللبسة حتى تألفها وتصبح عندها مستساغة ، فلا تجوز هذه اللبسة بحال ( النخبة من الفتاوى النسائية ص30) .

منع لبس المرأة للبنطلون مطلقا وإن لم يكن عندها إلا زوجها ، وذلك لأنه تشبه بالرجال ، فإن الذين يلبسون البنطلونات هم الرجال ، وقد لعن النبي صلى الله عليه وسلم المتشبهات من النساء بالرجال – ج12 ص287 .

په پتلون کې لمونځ کول جايز دي ؟

په لمانځه کې د ښځې ټول بدن بغير له مخ ، لاسونو او پښو عورت دی پټول يې فرض دي ، په داسې جامه کې لمونځ کول چې بدن ور باندې پټ وي ، دومره غليظ وي چې د پوستکي رنګ ور څخه معلوم نه شي که څه هم د بدن پر اندامونو نښتی وي د کراهيت سره لمونځ پکې جايز دی .

قال ابن عابدين رحمه الله في حاشيته على “الدر المختار” : ” قوله : ( ولا يضر التصاقه ) أي : بالألية مثلا ، وعبارة “شرح المنية” : أما لو كان غليظا لا يرى منه لون البشرة إلا أنه التصق بالعضو وتشكل بشكله فصار شكل العضو مرئيا ، فينبغي أن لا يمنع جواز الصلاة ، لحصول الستر ” انتهى كلام ابن عابدين .

قال النووي رحمه الله في المجموع (3/176) : ” فلو ستر اللون ووصف حجم البشرة كالركبة والألية ونحوها صحت الصلاة فيه لوجود الستر ، وحكي الدارمي وصاحب البيان وجهاً أنه لا يصح إذا وصف الحجم ، وهو غلط ظاهر ” انتهى كلام النووي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email