په مظلوم باندې د زور طلاق ويلو سره طلاق واقع کيږي ؟

د آن لاین اسلامي لارښود ټولو محترم کارکوونکوته !

السلام علیکم ورحمة الله تعالی وبرکاته

شکر الله تعالی جمیع مساعیکم ورفع درجاتکم فی الدنیا والآخرة

وبعد: په فیسبوک کې یو چا دا مسئله لیکلی ده – دوستانو دا ظالمان چی مجاهدینو ته دیوکار دکولو یا نه کولو پرسر طلاق ورکوی اکثرو علماوو دی ته طلاق دمکره ویلی او طلاق یی واقع بللی خو زما په کمزوری فکر دا مسئله داسی نه وه بلکی دا دتحلیف بالطلاق مسئله ده او حکم یی بالکل دطلاق الاکراه څخه جلا دی چی ټولو کتابو رانقل کړیدی او خلاصه یی داده چی په دغهوخت کی نیت دحالف معتبر دی چی دحالف نیت دطلاق نه وی که هر څه الفاظ دطلاق هم صحی وی بیا هم طلاق نه واقع کیږی لیکنزما ددغه نظر موافق می تر اوسه څوک نه وو لیدلی دادی نن می په لومړی ځل په بنیان مرصوص کی موافقه فتوی ولیدل چی دا دیهغه فتوی تاسی ته وړاندی کوم او دټولو علماء کرامو څخه غوښتنه

کوم چی په دی ډیره مهمه مسئله کی دتحقیق مطابق خپل نظرونهڅرګند کړی دا مسئله دی دتحلیف بالطلاق په بحث کی وګوری او نور مسلمانان دی هم په نشرکی کوشش وکړی چی ډیرو علماووته ورسیږی .

فتوی دا ده:

استــــــــــــــفتاء :
وحضورته دمحترم الحاج مولوي صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! وبعد:
محترمه عرض دادی چې په موجوده عصرکې دافغانستان دظالم حکومت فکرسوي دي چې کوم وخت یومجاهد ګرفتارکړي ، نوپه وهلوباندي هغه مجاهداقرارنه کوي نودکلما په لفظ سره یا په ثلاثا سره طلاق ورکوي او په صحیح لفظ سره دطلاق یعني په |طاء| او |قاف| سره یې ورکوي اوس که دغه مجاهدطلاق وانه خلي اقرار وکړي نو لوی تاوان مجاهدینوته رسیږي او که طلاق واخلي نوبیا خویوسړی نه دی هیریوه ته په کورنۍ کې مشکلات وي یعني طلاق دخپلي ښځي او ددي مشکل څخه دخلاصون دپاره کومه لاره که تاسو سنجولي وي اوس په محبس کې څه کسان په دغه مشکل کې ګرفتاره دي ، دوهم که تحریف وکي یعني تلاک په |ت| او| ک|سره وي څه فرق لري یانه ، پته قندهارعمومي محبس .
الفتوی بعون الله تعالی
داول سوال جواب :
په دغه صورت مسئله کې چې دغه ظالمان ودغه مظلومینوته قسم په طلاق ورکوي نیت ددغه مظلومینومعتبردی ونیت ته دظالمانواعتبارنسته کتابونه دمذهب وایې چې که چیري مستحلف (قسم ورکوونکی) ظالم وو نواعتبار ونیت ته دحالف (قسم اخیستونکي) دی ونیت ته دمستحلف اعتبارنسته (نوطریقه داده) که چیري دغه ظالمان و غه مظلوم ته ووایې چې پرتادي ښځه طلاقه وي که تا فلان کار کړی دی یا نور دغه قسم الفاظ ورته ووایې نو دغه مظلوم دي لفظ دطلاق ووایې لکن نیت دي داسي وکې چې زما ښځه دبندڅخه ازاده ده یعني دپلار دکوره یې نه راګرځوم مثلاً نو پرده ښځه نه طلاقیږي او نه هم دی ګناه ګار دی په درالمختار کښي راغلي دي :
وقالوا النیة للحالف لوبطلاق او عتاق وکذا بالله لومظلوماً وان ظالماً فللمستحلف آه ، فی الطحطاوي والمراد بقوله وقالوا النیة الخ : ای فی الدیانة لا فی القضاء بدلیل ماذکره الامام خواهرزاده من قوله وهذا الذي ذکرناه فی الیمین بالله تعالی فاما اذا حلف بالطلاق اوالعتاق وهوظالم اومظلوم فنوی خلاف الظاهر بان نوی الطلاق عن وثاق والعتاق عن عمل کذا او نوی فیه الاخبارکاذباً فانه یصدق فیمابینه وبین الله تعالی لانه نوی مایحتمل لفظه والله مطلع علیه الا انه ان کان مظلوماً لایأثم اثم الغموس وان کان ظالم اثم اثم الغموس آه – ص ۳۵۷ ج -۲ : کذا فی ردالمختار – ص ۱۰۸ – ج -۳ : وفی منهاج السنن فی الترمذي هذا اذا کان المستحلف مستحقاً لها غیرظالم والا فالعبرة بقصدالحالف فله التوریة کما فی کتب الحنفیة فلایکون یمیناً غموساً ولاطلاقاً معتبراً اذا طلق آه – ص – ۷۹- ج ۵ .
ددویم سوال جواب :
که چېري دغه سړي پرځای دلفظ دطالق لفظ تلاق او تلاغ او طلاغ او طلاک او تلاک ووایې او د دغه سړي مراد هم طلاق وي نوپه دغه الفاظوسره طلاق واقع کیږي خواه عالم وي او که جاهل وي اوکه ددغه سړي په دغه الفاظوسره وقوع دطلاق قصدنه وه نودیانتاً صادق دی طلاق نه واقع کیږي مګرکه ښځي دعوه وکړه دطلاق نو قاضي به یې ددغه سړي تصدیق نه کوي په دغه قصدکې او که چېري دغه سړي مخکي تر ویلو ددغه الفاظو شاهدان دره ولي وه چې زه دغه الفاظ وایم خو قصداو نیت مې دطلاق نه دی نوبیا دغه شاهدان شاهدي پردغه اداکړي نوقاضي به حکم په طلاق نه کوي وفی الهندیة رجل قال لامرأته تراطلاق ههناخمسة الفاظ تلاق وتلاغ وطلاغ وطلاک وتلاک .
عن شیخ الامام الجلیل ابی بکرمحمدبن الفضل رحمه الله تعالی انه یقع وان تعمدوقصد ان لایقع لایصدق قضاء ویصدق دیانةً الا اذا اشهد قبل ان یتلفظ به وقال ان امرءة تطلب مني الطلاق ولاینبغي لی ان اطلقها فاتلفظ بها قطعاً لقیلها وتلفظ بها وشهدوا بذلک عندالحاکم لایحکم بالطلاق بینهما وکان فی الابتداء یفرق بین العالم والجاهل کماهو جواب شمس الآئمة الحلواني رحمه الله تعالی ثم رجع الی ماقلنا وعلیه الفتوی کذا فی الخلاصة آه ص – ۳۵۷- ج – ۱: کذا فی ردالمختار ص- ۲۴۸- ج – ۳ سعیدکراتشي ……………. والسلام

که ستاسو نظر په دغه باره کې واضح کئ سره د دلائلو او حوالو ډیره ډیره مهربانې به مو وي .

والسلام

ستاسو دعاګوی ورور : خوار ! مــحمــــــد ﴿ حقانی ﴾


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دواړو صورتونو کې طلاق نه واقع کيږي .

د هغه اکراه په صورت کې چې شديده اکراه وي د سختو وهلو ، زخمي کولو او قتل ويره وي په دې صورت کې پر مظلوم شخص باندې د زور طلاق تلفظ کولو سره د جمهورو په نزد طلاق نه واقع کيږي ،چې په دې مسئله کې د جمهورو په قول فتوی ورکول کيږي  .

او په دوهم صورت کې حلف بالطلاق کې نيت ته اعتبار دی چې دلته د نومړی کس نيت طلاق نه بلکي د سخت عذاب او هلاکت څخه ځان ساتل دي چې په پورته دواړو صورتونو کې طلاق نه واقع کيږي .

جاء في الموسوعة الفقهية: وقد ذهب جمهور الفقهاء إلى عدم وقوع طلاق المكره إذا كان الإكراه شديداً، كالقتل، والقطع، والضرب المبرح، وما إلى ذلك، وذلك لحديث النبي صلى الله عليه وسلم: لا طلاق ولا عتاق في إغلاق. وللحديث المتقدم: إن الله وضع عن أمتي الخطأ والنسيان وما استكرهوا عليه. ولأنه منعدم الإرادة والقصد، فكان كالمجنون والنائم، فإذا كان الإكراه ضعيفاً أو ثبت عدم تأثر المكره به، وقع طلاقه لوجود الاختيار، وذهب الحنفية إلى وقوع طلاق المكره مطلقاً، لأنه مختار له بدفع غيره عنه به، فوقع الطلاق لوجود الاختيار، وهذا كله في الإكراه بغير حق، فلو أكره على الطلاق بحق كالمولي إذا انقضت مدة الإيلاء بدون فيء فأجبره القاضي على الطلاق فطلق، فإنه يقع بالإجماع.

و جاء في الموسوعة الفقهية :

النِّيَّةُ فِي التَّحْلِيفِ : ذَهَبَ الْجُمْهُورُ ( الْحَنَفِيَّةُ وَالشَّافِعِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ ) إِلَى أَنَّ الْيَمِينَ عَلَى نِيَّةِ الْحَالِفِ إِذَا كَانَ مَظْلُومًا ، وَإِنْ كَانَ ظَالِمًا فَعَلَى نِيَّةِ الْمُسْتَحْلِفِ ، لِحَدِيثِ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” يَمِينُكَ عَلَى مَا يُصَدِّقُكَ بِهِ صَاحِبُكَ “.

إِذِ الْمَقْصُودُ هُوَ التَّرْهِيبُ وَرَدْعُ الْحَالِفِ عَنْ جُحُودِهِ خَوْفًا مِنَ الْيَمِينِ الْغَمُوسِ .

بِمِثَالٍ لِلْحَالِفِ مَظْلُومًا وَهِيَ وَاقِعَةٌ حَصَلَتْ لِلصَّحَابِيِّ سُوَيْدِ بْنِ حَنْظَلَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ . قَالَ سُوَيْدٌ : < خَرَجْنَا نُرِيدُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَعَنَا وَائِلُ بْنُ حُجْرٍ فَأَخَذَهُ عَدُوٌّ لَهُ فَتَحَرَّجَ الْقَوْمُ أَنْ يَحْلِفُوا ، فَحَلَفْتُ أَنَّهُ أَخِي . فَخَلَّى سَبِيلَهُ ، فَأَتَيْنَا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرْتُ ذَلِكَ لَهُ فَقَالَ : أَنْتَ أَبَرُّهُمْ وَأَصْدَقُهُمْ ، الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ.

برنامج الموسوعة الفقهية ج ۱۸ ص ۸۳ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً