د قرآنکريم تعليم او حفظ

د قرآنکريم حفظ او يادول په امت باندې فرض کفايي دي، کچېرې د هغه د حفظ لپاره يو ډله را ولاړه شی د نورو غاړه ورباندې خلاصيږي او که ټول دا کار ترک کړي د ټولو غاړه بنديږي.

او د قرآنکريم دومره زده کړه او يادول چې لمونځ او عباداتو کې هغه ته ضرورت دی فرض عين او د هغه څخه علاوه د قرآنکريم زده کړه فرض کفايي ده او ډير غوره عمل دی، په صحيح روايت کې راغلي :« خيرکم من تعلم القرآن و علمه » (د تاسې نه غوره او ښه سړی هغه چې قرآن زده کړي او نور ته يې وښيي).

او هر چې تجويد د قرآن دی ډير مهم دی، د ابن مسعود رضی الله نه روايت دی چې هغه ويلي: «جودوا القرآن » ( لولئ په ښه شان قرآن )، او هغه دا چې د هر حرف حق ادا شي او حرف د خپل مخرج څخه ادا شي، او په غوره شان تلفظ شي داسې چې په هغه کې اسراف، ظلم او افراط نه وي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم دې مطلب ته داسې اشاره کوي: « من أحب أن يقرأ القرآن غضاً کما أنزل فليقرأه علی قراءة ابن أم عبد » يعنې ابن مسعود.

ژباړه: څوک چې دا خوښي چې قرآن داسې ولولې لکه څنګه چې نازل شوی دی پس هغه يې دې د ابن معسود رضی الله عنه په شان ولولي .

الله تعالی ابن مسعود رضی الله عنه ته په تجويد کې اوچت مهارت ورکړی وو.

د قرآنکريم داسې ويل جايز نه دي چې چېرې مد نه وي هلته مد ورکوي او چيرې چې مد وي هلته قصر کوي او يا په مد کې زياتوالی او کموالی کوي کوم چې د هغه حق دی.

مستحب دی چې قرآنکريم په ښه صوت وويل شي خو په شرط ددې چې د حرف حق ادا شي (حرف د مخرج څخه ادا شي او د حروفو حرکات تغير نشي)، د مد او قصر حق ادا شي، د نون ساکن او تنوين حقوق ادا شي او همدارنګه د تجويد نور احکام په نظر کې ونيول شي.

د قرآنکريم د زدکړې دری لارې :

۱- دا چې قرآنکريم د اجرت پرته د الله تعالی د رضا لپاره خلکو ته ور زده کوي دا عمل لوی اجر لري او دا د پيغمبرانو عليهم السلام عمل دی.

۲- دا چې قرآنکريم د اجرت په بدل کې خلکو ته ور زده کوي، مختلف فيه دی، خو راجح قول دا دی چې جايز دی.

۳- دا چې د کوم شرط پرته خلکو ته د قرآنکريم زده کړه کوي کچېرې څوک هغه ته مخکې څه هديه او سوغات ورکړي په اتفاق جايز دی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم معلم الناس وو خلکو به هغه ته سوغات ورکولو او ده به قبلول.

(مختصر اتقان في العلوم القرآن ص ۱۱۲).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً