د قرآئت د اختلاف حکمت

۱- د امت د پاره تسهيل، آساني او تخفيف.

۲- د قرآنکريم او اسلامي امت عزت او شرف چې بل هيڅ آسماني کتاب په څو قراءاتو نه دی نازل شوی.

۳- د قراءات په تفاوت کې تحقيق او څېړنه او په دې باندې د اجر حاصلېدل.

۴- د قرآنکريم لوړ اعجاز.

۵- د الله سبحانه وتعالی د کلام د اسرارو اظهار.

(مختصر أتقان في العلوم القرآن ص ۱۰۷).

تنبه :

أن النبي ﷺ نهى عن الجدال والخصام والتنازع في القرآن بشأن الأحرف السبعة، لأن كل حرف منها إنما هو منزل من الله -سبحانه وتعالى-، وإن إنكار أي شيء منها هو إنكار للقرآن، ولذلك قال النبي -ﷺ: ﴿إن القرآن أنزل على سبعة أحرف﴾ في بعض الروايات ﴿فلا تماروا في القرآن، فإن المراء فيه كفر﴾ ولذلك كان النبي ﷺ يحذر تحذيرًا شديدًا من المراء والجدال والخصام في القرآن، هذه نسلم بها ونؤمن بها، ولو لم تضح لنا الآن حقيقة الأحرف السبعة؛ إلا أننا نؤمن بهذا المعنى وبهذا الحديث وبهذه الصحة… (علوم القرآن – الاکاديمية الاسلامية).

ژباړه: نبی صلی الله عليه وسلم په قرآنکريم کې د اوو حروفو په شان کې د جدال او اختلاف کولو څخه منع فرمايلي ده، ځکه د هغه هر حرف د الله تعالی د جانبه نازل شوی دی نو ځکه د هغه د کوم شي څخه انکار اصلاً د قرآن څخه انکار دی، او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «إن القرآن أنزل على سبعة أحرف» (يقيناً قرآن په اوو حرفو نازل شوی دی)، او په ځينې رواياتو راغلی چې: «فلا تماروا في القرآن، فإن المراء فيه كفر» همدارنګه نبی صلی الله عليه وسلم به د قرآن په باره کې د جدال کولو څخه سخته منع کوله، په دې باندې مونږ ايمان راوړی او دې ته مونږ غاړه ايښې که څه هم مونږ ته اوس د احرف السبعة وضاحت او حقيقت نه دی معلوم خو مونږ په همدې معنی، حديث او د هغه په صحت ايمان لرو.

 د صحابه کرامو مشهور قاريان :

عثمان بن عفان، علی بن ابی طالب، ابی بن کعب، زيد بن ثابت، عبدالله بن مسعود، ابو درداء او ابو موسی الأشعری.

د تابعينو مشهور قاريان عبارت وو له: په مکه مکرمه کې عطا، مجاهد، طاووس، عکرمه، ابن ابی مليکه، عبید بن عمير او نور.

په مدينه کې سعيد بن مسيب، عروه، سليمان بن يسار، عطاء بن يسار، زيد بن اسلم، مسلم بن جندب، عمر بن عبدالعزيز، ابن شهاب الزهری، عبدالرحمن بن هرمز، معاذ او نور.

په بصره کې ابوعاليه، ابو رجاء، نصر بن عاصم، يحيی بن يعمر او حسن.

او په کوفه کې ابن سرين، قتاده، جابر بن زيد او نور.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً