علم المُحكم والمُتشابه

تعريف المُحکم :

محکم چې جمع مُحکمات راځي، هغه تفسير دی چې تأويل او بيان ته ضرورت نلري يا دا چې معنی يې بالکل واضح وي لکه:[إنما الخمر والميسر والأنصاب والأزلام رجسٌ من عمل الشيطان فاجتنبوه] (المائدة ۹۰).

يعنې محکمات هغه دي چې واضح او ظاهر وي لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي: [هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلاَّ اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَابِ] (آل عمران ۷).

ژباړه :الله هغه ذات دی چې پر تا يې کتاب نازل کړی دی. ددې کتاب ځنې آيتونه محکم دي همدغه د کتاب بنسټ دی او ځېنې نور آيتونه متشابه دي. نو د چا په زړونو کې چې کږوالی وي د همدغو متشابه آيتونو پسې ګرځي تر څو فتنه ولټوي او له آيتونو څخه د خپلې خوښې معنی تر لاسه کړي او خبره دا ده چې ددې متشابه آيتونو په (اصلي) معنی پرته له الله بل هيڅوک نه پوهيږي او د پاخه علم څښتنان وايي مونږ په دې آيتونو ايمان راوړی (محکم او متشابه) ټول زمونږ د رب له لوري دي خو پند يوازې د عقل څښتنان اخلي او بس.

 المُتشابه (المُشتبة) :

د مُتشابه جمع متشابهات راځي چې هغه تفسير ته وايي چې تأويل ته ضرورت لري لکه: و امسحوا برؤوسكم

 او ځنې علماء وايي محکمات هغه دي چې تفسير او تأويل ته ضرورت لري د تفسير او تأويل په ذريعه بيانيږي مګر متشبهات هغه دي چې په معنې يې يوازې الله تعالی پوهيږي لکه: د قيامت قيام، يا د جوج ماجوج ظهور، او حروف مقطعات.

د متشابهاتو حکمت څه دی ؟

علماؤ د متشابه احکامو فوائد داسې بيان کړي دي :

۱- د متشابه معنی پيدا کولو لپاره فکر، زيار او تکليف ګاللو ته ضرورت وي او په دې کې اجر او ثواب دی.

که قرآن ټول محکمات وای نو بيا څيړنې، درک، فکر او نظر ته ضرورت نه وو.

يعنې د مذاهبو او نظرياتو اختلاف به نه وو، چې د مذاهبو او نظرياتو د اختلاف وجه په ديني امورو کې تحقيق او حق ته رسېدل دي.

۲- که په قرآنکريم کې متشابح احکام نه وای نو دغو علومو لکه: علم لغة، علم بلاغت، علم نحو، علم معاني او علم اصول فقه ته به ضرورت نه وو او د قرآن د دقيقې څېړنې او بيان علوم به نه وو او نه به دغو سترو او مهمو علومو ته ضرورت وو.

۳- قرآنکريم عامو او خاصو ته مخاطب دی او د ټولو لپاره د لارښوونې کتاب دی، عوام په اکثره امرو کې د حقائقو له درک څخه لرې دي او يا يې د درک حوصله او فکر نلري.

کچېرې قرآن داسې ساده ترتيب شوی وای چې هيڅ فکر، علم او درک ته يې ضرورت نه لرلی نو د قرآن په امرو او مسائلو کې پرته له درک او فکر هر چا مداخله کوله، لکن اوس داسې ترتيب شوی چې د احکام درک يې د علم، فهم، ادراک او فکر خاوندان غواړي. (مختصر الأتفان في علوم القرآن ص ۱۱۸)

آن لاين اسلامي لارښود (www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email