دريم- د ابديت او خلود اعجاز :

د قرآنکريم د اعجازو څخه يو دا اعجاز او خاصوالی دی چې د هر عصر او زمان کتاب دی بلکي د محدود وخت لپاره نه دی نازل شوی بلکي دا کتاب د ټولو آسماني کتابونو او رسولانو خاتم دی ، د قرآن د نزول وروسته بل کتاب او پيغمبر نه راځي د قيامت تر ورځې پورې د ټولو راتلونکو نسلونو لپاره همدا کتاب دی، الله سبحانه وتعالی د هغه د ساتنې ذمانت کړی دی: إنّا نحن نزلنا الذّكر وإنّا لهُ لحافظون (الحجر ۹).

ژباړه :يقيناً چې ذکر (قرآن) مونږ نازل کړی او مونږ به يې ساتو.

او فرمايي (لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيد ٍ) (فصلت/ ۴۱و۴۲).

ژباړه: نه ورته د مخ له لوري باطل ورتلای شي او نه د شا له لوري، دا د حکيم او ستايلي شوي ذات راليږلی کتاب دی.

قرآن د خاص عصر زمان لپاره نه بلکې د قيامت تر ورځې د هر عصر زمان او مکان د نسلونو د لارښوونې يوازنی الهي کتاب دی.

څلورم- د نړيوالتوب اعجاز :

قرآنکريم نړيوال کتاب دی او د ټولې نړۍ لپاره نازل شوی دی قرآن د شريعت په ټولو اړخونو کې لکه: عقائد، عبادات، معاملات، اخلاق، کورنۍ، ټولنه او دولت کې د ټول عالم او ټولې نړۍ لپاره يو شان پيغام لري د يو قوم، يوې ډلې او يو هيواد لپاره خاص نه دی بلکي د ټول عالم لپاره د لارښووني او پند کتاب دی.

[شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ] (البقره ۱۸۵).

ژباړه: (د روژې مياشت هغه (مياشت) ده چې قرآن په کې نازل شوی دی، چې د خلکو د پاره هدايت دی.

[إنْ هو إلاّ ذكرٌ للعالمين] (التّكوير،۲۷)

ژباړه: قرآن پرته له دې چې د ټولو نړيوالو لپاره پند دی بل څه نه دی.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email