۲- د بحرونو د طبقو خبر

قرآنکريم سوونه کاله مخکې د بحرونو د طبقو او امواجو خبر ورکوي چې وروسته ساينس پوهان هغه کشفوي .

: [مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ * بَيْنَهُمَا بَرْزَخٌ لا يَبْغِيَانِ * فَبِأَيِّ آلاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ * يَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ](الرحمن)

ژباړه: دوه دريابونه يې سره بيولي دي چې سره يو ځای کيږي خو مينځ کې يې پرده ده چې تيری نه کوي يو پر بل . نو ای انسانانو او پيريانو ! ستاسو د خپل رب کومه لورينه درواغ وګنئ . له دواړو دريابونو څخه ملغلرې او مرجان را وځي .

او الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا] (الفرقان ۵۳ ) .

ژباړه : او الله همغه ذات دی چې دوه دريابونه يې سره يو ځای کړي دا يو ډير خوږ او تنده ماتوونکی ، او دا بل ښه تريو مالګين دی او بيا يې د دواړو په مينځ کې پرده پيدا کړې ښه منع کړ شوې .

قرآنکريم څوارلس سوه کاله مخکې د دوو لويو بحرونو د جلاوالی او د هغوی په مينځ کې د پردې خبر ورکوي چې ددې کار تحليل د بشري تصور له مخې مشکل دی ځکه چې دا جلاوالی په سترګو نه معلوميږي او د انسان عقل ته به دا ډيره عجيبه وي چې څنګه يو ځای روانې اوبه او مايعات د کوم اصلي ديوال پرته جلا شي .

مګر الله سبحانه وتعالی دغه بحرونه په خپل قدرت سره داسې جلا کړي چې تر مينځ يې پرده ده چې يو پر بل نه ورکډيږي ، د علمي څيړنو له مخې حتی د يو بحر ماهۍ هغه بل طرف نشي ورتلای ځکه چې په بل طرف کې ژوند نشي کولای ځکه چې د اوبو خاصيت فرق لري .

قرآن کريم د بحر د تلې څخه خبر په داسې يو عصر ورکوي چې هغه وخت د کشف او مشاهدې هيڅ وسائل نه وو ، چې دا د قرآن اعجاز دی او د قرآن منکرينو ته ستر پيغام دی چې دا کتاب د رب العالمين لخوا نازل شوی چې د خپل مخلوق هر هرې برخې او حالت څخه خبر او عالم دی .

مګر بشر د ۱۸ قرن په آخر کې د بحرنو د جلاوالی مسئله کشف کړه.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً