اول- عبارتي او لفظي اعجاز :

مخکې مو هم وويل چې د الله سبحانه وتعالی لخوا را ليږلې مبارک کتاب قرآن د اعجاز څخه ډک کتاب دی

 قرآن په عبارتي او لفظي لحاظ په داسې بلاغت او فصاحت ، نظم او اسلوب سره ترتيب شوي دی چې د وخت مشهور عرب شاعران يې له مقابلې کولو عاجز شوي دي ځکه قرآن په داسې بلاغت ترتيب شوي دی چې نه د کلام ، او نه هم شعر سره شباهت لري او نه هم څوک د هغه مثل جوړولای شي .

حق تعالی (جل جلاله ) فرمايي : قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا (اسراء ۸۰ ) .

 ژباړه : ووايه (ای محمده!) که ټول انسانان او پيريان په دې کې يو شي چې قرآن ته ورته بل قرآن راوړي . نو راوړی يې نشي که څه هم يو تر بل پوره لاسونه سره ورکړي .

د قرآنکريم د لفظي او معنوي فحاحت او بلاغت مثال :

دلته د قرآن الکريم د بلاغت او فحاحت د مثال لپاره يو کوچنی سورت چې د (الکوثر ) سورت دی تر بحث لاندې نيسو :

إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ * فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ * إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ (الکوثر ۱-۳ ) .

ژباړه: (ای پيغمبره !) مونږ تا ته کوثر درکړی ، نو خپل رب ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه ، يقيناً چې ستا دوښمن بې سټې دی .

اول : کلمه د « الْكَوْثَرَ » چې په وزن د (فوعل) ده دلالت کوي په خير کثير (زيات خير ) ، يعنې درکړی مې دی تا ته (ای محمده !) زيات خير .

د څه لپاره الله سبحانه وتعالی فرمايي چې الکوثر او ولې يې نه فرمايل چې الکثير ؟

الکوثر د مبالغې له صفاتو څخه دی چې دلالت کوي په زيات خير ، ويل کيږي کوثر د جنت له نهرونو څخه يو نهر دی او بل دا قول دی چې کوثر حوض دی د دواړو اقوالو مطلب خير دی کوم چې الله تعالی خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم ورکړی دی .

کوثر په يو شي کې په زيات خير دلالت کوي فرق په مينځ د کوثر او کثير کې دا دی چې : کوثر کيدای شي صفت وي او کيدای شي ذات وي مګر کثير يوازې صفت کيدای شي .

همدارنګه الکوثر په مفرد صفت سره راغلی دی چې موصوف يې حذف شوی دی چې عام او شامل دی هر ډول خير کثير د دنيا او آخرت لره ، نه دې فرمايلي الله تعالی داسې چې : ماءً کوثراً ، او يا مالاً کوثراً پس يوازې الکوثر يې فرمايلي چې اطلاق يې په هر ډول خير سره کيږي .

همدارنګه داخل شوی الف لام په کلمه د «الکوثر» چې دلالت کوي په شامل او زيات سره .

دوهم : د جمع متکلم ضمير « إِنَّا » د تعظيم ضمير دی ( تعظيم الربوبية ) .

دريم : په کلمه د « إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ » کې ضمير په فعل مخکې شوی دی دا چې تأکيد دی په (إن) او همدارنګه مخکې والی دی ، نو د څه لپاره ضمير د إنا مخکې شوی دی ؟

د مخکې والی علت اهتمام او اختصاص دی ، يعنې : الله سبحانه وتعالی دې ته اشاره کوي چې دا کار يوازې زه کولای شم بل څوک يې نشي کولای (خاصوالی دی ) .

بل دا چې ولی الله تعالی فرمايي چې : اعطيناك او ولې نه وايي چې : آتيناك؟

د « الإيتاء» کلمه شامليږي نزع ( بيرته اخيستلو ته ) يعنې هغه ورکړه چې تمليک يې خاص نه وي بلکي نزع پکې وي لکه دغه قول د الله تعالی : (تؤتي الملك من تشاء وتنزع الملك ممن تشاء)

او فرمايي :(وآتيناه من الكنوز….ثم خسفنا به وبداره الارض)

او د (العطاء) د لفظ څخه تمليک مراد دی چې يوازې ورکونکي ته د تصرف حق وي بل چا ته نه وي .

د الايتياء لفظ د هغو اموالو او غير اموالو لپاره استعماليږي چې واسع (پراخه) او عظيم (لوی) وي لکه : پاچاهي ، رشد ، رحمت او حکمت .

او أعطى لفظ د تخصيص لپاره دی چې په هغه کې يو شخص ته د تمليک او تصرف واک وي بل چا ته نه وي.

څلورم : په کلمه د « فَصَلِّ » کې د (ف) توری سببي دی ، د زيات خير او نعمت لپاره سبب د منعم شکر .

چې دلته د شکر کلمه نه ده کارول شوي ځکه شکر کله لږ او کله زيات کيدای ، مګر دلته امر شوی هغه ته په لمانځه چې د الله تعالی د پاره د شکر لوړه درجه ده .

پنځم : په کلماتو د « فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ » امر شوی په لمانځه او قربانئ سره چې د دومره لوی انعام او احسان شکر هم ښايي لوی وي .

د لمانځه په ادا کولو کې الله تعالی لره شکر دی او د قربانۍ په ادا کولو کې د الله تعالی مخلوق ته ورکړه او د هغوی سره شفقت دی ، دلته د شکر ادا کولو په دوو امرونو باندې شامل دي ، د الله تعالی شکر او د هغه د مخلوق سره احسان کول .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په لمانځه او قربانۍ باندې امر او په هغه باندې عمل کول تعريض دی په کفارو او مشرکانو باندې چې هغوی د غير الله عبادت کوي د غير الله لپاره قرباني کوي او د الله تعالی رسول او مسلمانان خاص الله تعالی ته عبادت کوي .

او په کلمه د « لِرَبِّكَ » کې د لام توری د اختصاص لپاره راغلی دی چې عبادت يوازې الله تعالی لره دی.

همدارنګه امر په (بالصلاة والنحر) اشاره دوو لويو بدني او مالي عباداتو ته .

ولی فرمايل شوي چې والنحر او نه دې ويل شوي چې : واذبح ؟

د النحر لفظ يوازې د اوښ د قربانۍ لپاره استعمالیږي مګر د ذبح لفظ د پسه ، غوايي ، چرګ او نورو د قربانۍ لپاره استعماليږي .

په عربو کې اوښ له مهمو اموالو څخه شمېرل کېده .

دلته الله سبحانه وتعالی د ستر نعمت او خير کثير تناسب له ستر شکر او سترې قربانۍ سره کړی دی ځکه چې د پسه ،څرک ، مرغه او نورو قرباني د اوښ په پرتله کمه قرباني ده او د خير کثير سره يې تناسب نه راځي .

شپږم : په کلمه د « إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ » حرف (إِنَّ) تأکيد لپاره دی .

ښه ځير شئ !

لومړی دا چې په پورته آيت شريف کې ولی نه دې فرمايل شوي چې : (من شانئک)؟ چې په ماضي او تيره شوي زمانه باندې دلالت کوي .

او ولی نه دي فرمايل شوي چې : (من يشانئک) ؟ چې په حال او حاضره زمانه يعنې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حيات مبارک دلالت کوي .

بلکه په ضيعه د تأکيد سره داسې فرمايي : (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ) ، يقيناً ستا دوښمن به په هر ځای او هر وخت کې ابتر وي .

يعنې : قرآن د فصاحت او بلاغت داسې ډک عالمي کتاب دی چې د قيامت تر ورځې ټولو واقعاتو ته اشاره کوي . په اوس عصر کې چې کوم کفار د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حق کې ګوستاخي کوي هغوی ته هم اشاره کوي او په راتلونکي کې چې څوک دا کار کوي هغوی ته هم اشاره کوي .

د ډينمارک او فرانسې د اهانت نه ډک کريکاريتو جوړونکو رسامان هم پکې شامل دي .

همدارنګه په سورت الکوثر کې عددي اعجاز موجود دی چې هر آيت شريف له (۱۰) تورو څخه جوړ شوی دی :
اول آيت له ۱۰ تورو ( چې تکرار شوي نه دي ) جوړ شوی چې عبارت دي له :

ا- ن – ع – ط – ي – ک – ل – و – ث – ر .
دوهم آيت هم له ۱۰ تورو څخه جوړ شوی چې عبارت دي له :

ف – ص- ل- ر- ب- ک- و- ا- ن – ح .
دريم آيت هم له ۱۰ تورو څخه جوړ شوی چې عبارت دي له :

ا- ن- ش- ک- ه- و- ل- ب- ت- ر.

همدارنګه هغه تورې چې تکرار نه دي راغلي هم ۱۰ توري دي :

ع- ط- ي- ث- ف- ص- ح- ش- ه- ت.

(تحقيق ابن قيم رحمه الله و جامعة ام القرای ) .

دا د قرآنکريم د يو واړه سورت د فصاحت او بلاغت اعجاز وو چې په همدې باندې اکتفاء کوو .

فسبحان الله رب العالمين

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email