د قرآنکريم اعجاز

تعريف اعجاز :

اعجاز په لغت کې عاجز کولو او ناتوانه کولو ته وايي او په اصطلاح کې د قرآنکريم اثبات او د خلکو عاجز کول د هغه د مقابلې او يا د هغه د مثل په راوړلو سره .

معجزه : خارق للعادة ( د عادت خلاف ) کار ته وايي چې د الله تعالی د طرفه نه د پيغمبر په لاس باندې د هغه د پيغمبرۍ د اثبات لپاره مينځه راغلې وي .

لکه قرآنکريم د الله تعالی معجز کلام دی ، اثبات او دليل دی چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې د الله تعالی د طرفه نازل شوی ، د بشر او بل چا کلام نه دی بلکي داسې معجز کلام چې هيڅ د هغه مقابله او د مثل نشي جوړولای .

قرآن مجيد خپله ادعا کوي چې هغه يو معجز کتاب دی چې د الله سبحانه وتعالی له طرفه نازل شوی دی شکمنو کسانو ته د مبارزې او مقابلې کولو دعوت او چلنج ورکوي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ، فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (البقره ۲۳-۲۴ ) .

ژباړه :او که چېرې تاسې په هغه قرآن کې چې مونږ پخپل بنده (محمد صلی الله عليه وسلم ) نازل کړی شک من ياست ؟ نو هغه ته ورته يو سورت جوړ کړئ . که تاسې رښتنې ياست نو پرته له الله چې څومره ملاتړي لرئ ټول را وغواړئ . نو که دا مو په توان نه وه او هيڅکله به يې توان تر لاسه نکړئ نو له هغه اور څخه ځانونه وژغورئ چې خلک او ډبرې يې سونګ وي چې د کافرانو لپاره تيار شوی دی .

او فرمايي :[أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ] (يونس ۳۸ ) .

ژباړه :آيا هغوی وايي چې قرآن محمد له ځانه جوړ کړی دی . نو تاسې هم دده پشان يو سورت جوړ کړئ او پرته له الله چېرته مو چې لاس رسي کومک ترې وغواړئ که تاسې رښتنې ياست .

د قرآنکريم اعجاز :

قرآنکريم د فصاحت ، بلاغت ، نظم او ترتيب ، اسلوب ، عباراتو او الفاظو له نظره د هيڅ کلام او هيڅ کتاب سره هيڅ ډول شباهت نلري ځکه چې قرآنکريم د شعر په شان نه دی ، قرآنکريم د خطبې په شان نه دی ، قرآنکريم د عادي خبرو په شان نه دی بلکي د ټولو څخه مختلف دی ، قرآن داسې الهي معجز کتاب دی چې د عربو ټول شاعران ، د ژبې د بلاغت او فحاصت ماهرين ټول عاجز او حيران کړل .

وليد بن مغيرة چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې سخت عناد لرلو د قرآن صفت داسې بيانوي : “والله لقد سمعت منه کلاما ما هو من کلام الانس و لا من کلام الجن و إن له لحلاوة، وإن عليه لطلاوة، وإن أعلاه لمثمر، وإن أسفله لمغدق، وإنه يعلو ولا يُعلى عليه و ما يقول هذا بشر” (تفسير قرطبي ) .

يعنې : په الله قسم دی ما د محمد صلی الله عليه وسلم نه داسې کلام اورېدلی دی چې د انسان کلام او نه جن کلام دی او په دې کې لوی حلاوت او خوند دی او په دې کې خاص رونق دی اعلی ميوه ورکونکی او لاندې اوبه جاري کوونکی دی او هغه يقيناً د ټولو نه لوړ دی او په هغه باندې هيڅ شی غالب کېدی نشي او دا د بشر کلام نه دی .

مطلب دا چې د قرآن دوښمان هم د قرآنکريم په حقانيت ، بلاغت او فصاحت باندې اعتراف کړی دی چې دا قطعاً د بشر کلام نه دی .

نه يوازې دا چې قرآنکريم د فصاحت ، بلاغت ، کلماتو او ترتيب له اړخه يو معجزه بلکي د معنی او محتوی ، غيبي معلوماتو ، هميشني حقايقو ، معارف ، اخلاقي او ټولنيزو پروګرامو له اړخه يو کامله معجزه ده .

لنډه دا چې هيڅ څوک نشي کولای د هغه په مثل کلمات برابر کړي او د هغه د ظاهري کلماتو او الفاظو مقابله وکړي نو د هغه د نورو اړخونو سره په هيڅ وجه مقابله نشي کولای .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُواْ لَكُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا أُنزِلِ بِعِلْمِ اللّهِ وَأَن لاَّ إِلَـهَ إِلاَّ هُوَ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ] (هود ۱۴) .

ژباړه :نو که ځواب درنه کړ دوی تاسې ته نو پوه شئ چې قران يوازې د الله په علم سره نازل شوی دی او پرته له همغه یو الله نه بل هيڅ معبود نشته نو آيا يئ تاسئ مسلمانان (نو اوس د حق منلو ته تيار ياست ؟) .

د پورته آیت شريف څخه څرګنده شوه چې د قرآن علم د الله سبحانه وتعالی د علم څخه سرچشمه اخلي او د هغه (جل جلاله) علم خاص بلل کيږي .

قرآنکريم د ټول بشريت لپاره داسې لارښود دی چې د هر وخت او زمان او هر ځای لپاره يې مناسب قوانين وړاندې کړي دي چې په هر وخت او زمان کې د هغه د قوانينو په پلي کولو سره يو محمکه ، با امنه ، با عزته او پاکدامنه ټولنه را مينځته کیدای شي .

قرآنکريم د بشريت د ژوند د ټولو مشکلاتو حل له ځانه سره لري چې د هره اړخه کامل دی ، تغير او تبديل ته هيڅ اړتيا نلري .

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلامَ دِيناً ) المائدة/3 .)

ژباړه : نن ورځ ما ستاسې لپاره ستاسې دين پوره کړ او پر تاسې مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې ستاسې لپاره دين غوره کړ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً