د ناسخ او منسوخ تعريف :

النسخ په لغت کې پورته کولو ته وايي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ فَيَنْسَخُ اللَّهُ ما يُلْقِي الشَّيْطانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آياتِهِ] (الحج : ۵۲ ) .

همدارنګه نسخ د بدلولو ، اړولو او تحويل په معنی ده ، لکه په دغه قول د الله تعالی کې چې اشاره ورته شوې ده [وَإِذا بَدَّلْنا آيَةً مَكانَ آيَةٍ] (النحل :۱۱۰ ) .

په اصطلاح کې د شرعي حکم پورته کېدل په شرعي دليل سره (رفع الحكم الشرعي بدليل شرعي) .

المنسوخ : د نسخ اسم مفعول دی .

منسوخ عبارت له هغه شرعي حکم څخه دی چې په شرعي دليل سره پورته شوی وي .

د النسخ د ثبوت دلائل :

[مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ] (البقرة: ۱۰۶) .

ژباړه : مونږ چې کوم آيت منسوخ کوو او يا يې هيروو ( د مؤمنانو له زړونو څځه) نو په ځای يې له هغې څخه غوره او يا په مثل د هغه راوړو ، آيا تاسې په دې نه پوهيږئ چې الله پاک په هر څه توان لري .

[وَإِذَا بَدَّلْنَا آيَةً مَكَانَ آيَةٍ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُنَزِّلُ قَالُوا إِنَّمَا أَنْتَ مُفْتَرٍ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ ] (النحل: ۱۰۱).

ژباړه : او کله چې مونږ يو آيت د بل آيت پر ځای بدل کړو ، او الله ښه پوهيږي چې څه يې نازل کړي نو (کافران ) وايي : چې (محمده! ) دا تا له ځانه جوړ کړي دي نه بلکي د دوی ډير خلک نه پوهيږي .

د نسخ حکمت :

۱- د شرعي احکامو په تطبيق کې تدرج ، د انسان فطري عادت همداسې وي چې په تدرجي توګه لوييږي (بدن يې په تدرجي توګه ) کمال ته رسيږي ، په تدرجي توګه عمل حاصلوي ، لومړي په ډيرو شيانو نه پوهيږي او وروسته په تدرج سره په ډيرو شيانو پوه شي نو اسلامي شريعت د انسان ټول مصالح په نظر کې نيولې دي .

۲- تخفيف او آساني : د نسخ دوهم حکمت دا دی چې الله تعالی پر خپلو بندګانو باندې تخفيف او آسانې کړې ده ، مثال : صحابه کرامو ته الله تعالی حکم کړی وو چې يو کس د تاسې به د لسو کافرانو په مقابل کې ثبات کوي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ إِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ] (الانفال :۶۵)

(او ستاسې شل صبر کوونکي وي نو پر دوه سوو به بر لاسه شي)

او وروسته دا حکم نسخ شو په دغه آيت سره : [الآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا فَإِنْ يَكُنْ مِنْكُمْ مِائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ] (الانفال :۶۶).

ژباړه : اوس الله پاک پر تاسې آسنتيا راوستله او معلومه يې کړه چې پر تاسې کې سستي او ناتواني ده ، نو که ستاسې سل ګوڼې صبر کوونکی ډله وه نو بايد پر دوو سوو برلاسي شي .

واضح ده چې په حکم کې تخفيف او آساني راغلی ده .

۳- د خپلو بنده ګانو د مصالح مراعوتول .

۴- امتحان او ابتلاء
د منسوخ شويو آيتونو ډولونه :

۱- هغه آيتونه چې حکم او لفظ يې دواړه منسوخ شوي دي .

۲- هغه آيتونه چې لفظ يې نسخ او حکم يې باقي دی لکه : ﴿والشيخ والشيخة إذا زنيا فارجموهما البتة نكالًا من الله والله عزيز حكيم﴾ .

د (الشيخ والشيخة): نه مقصد محصن او محصنه ( هغه نارينه او ښځينه چې واده شوي وي ) دي نو ددې آيت شريف حکم باقي دی مګر لفظ يې منسوخ چې مونږ يې اوس نه تلاوت کوو .

۳- هغه آيتونه چې حکم يې منسوخ شوی خو لفظ او تلاوت يې باقي دی .

مثال ، قيام ليل :

المنسوخ: قوله تعالى:[يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ * قُمْ اللَّيْلَ إِلا قَلِيلا * نِصْفَهُ أَوْ انْقُصْ مِنْهُ قَلِيلا] (المزمل: ۱- ۳).

ژباړه:ای ځان نغښتونکيه ! شپه په (عبادت تيره کړه ) پرته له لږ يې ، نيمايي شپه (عبادت وکړه ) او يا له نيمايي څخه لږ کم .

الناسخ: قوله تعالى:[إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِنْ ثُلُثَي اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِنْ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَنْ لَنْ تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنْ الْقُرْآنِ](المزمل:۲۰).

ژباړه : بيشکه ستا رب پوه دی چې د شپې له دوه برخو څخه کم ودريږي او نيمايي شپه ، او دريمه برخه يې هم ودريږې او ستا د ملګريو يو ډله هم ستا په شان عبادت کوي . الله پاک شپه او ورځ ښه اندازه کوي ، او الله پوه دی چې تاسې ګرده شپه نشئ ګڼلئ ( چې په عبادت يې تيره کړئ ) نو پر تاسې يې مهرباني وکړه نو د قرآن څومره چې درته آسان وي ويې لولئ .

د نفس محاسبه :

المنسوخ: قوله تعالى:[وَإِنْ تُبْدُوا مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُمْ بِهِ اللَّهُ](البقرة: ۲۸۴).

ژباړه : او که تاسې د خپلو زړونو (پټ) څيزونه ښکاره کړئ او يايې پټ ، الله پاک در سره پرې حساب وکړي .

الناسخ: قوله تعالى:[لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلا وُسْعَهَا] (البقرة:۲۸۶ ).

ژباړه : نه کوي تکليف الله پر هيچا باندې مګر د هغه د توان او طاقت ( په اندازه ) .

حق تقوی :

المنسوخ: قوله تعالى:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ] (آل عمران: 102).

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله تعالی څخه د هغه د شان په پرتله ووېرېږئ .

الناسخ: قوله تعالى:[فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ] (التغابن: 16).

ژباړه: نو وډار شئ له الله هومره چې توان وي ستاسې.

د نسخ ډولونه :

اول – نسخ القرآن بالقرآن : د قرآن نسخ په قرآن سره متفق عليه ده .

دوهم – د قرآن نسخ په متواتر سنتو :

امام ابی حنيفه ، امام مالک او ځينو حنابله رحمهم الله جواز ورکړی دی ، چې په دې قول د الله تعالی استدلال کوي : [كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمْ الْمَوْتُ إِنْ تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ](البقرة: 180)

ژباړه : پر تاسې فرض شوې دي چې که د يو چا آخرنی سلګی وي او مال يې پرېښی ؤ چې : د مور او پلار او خپلوانو لپاره په ښه شان وصيت وکړي .

، پس دغه آيت په دغه حديث سره نسخ شوی دی« ألا لا وصية لوارث» .

دريم – د سنتو نسخ په قرآن سره : او دا نسخ د جمهورو په نزد جايز ده .

 د قرانکريم د ناسخ او منسوخ آيتونه :

په قرآنکريم کې ځينې آیتونه د ځینو نورو ايتونو په نزول سره منسوخ شوی دي چې ځينې په لاندې ډول دی :

۱- د خمر (شرابو) تدرجي حرمت :

اول دغه مکې آيت نازل شوی دی چې :[ وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا](النحل :۶۷) .

په قول د [تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا] د سکر (نيشې ) په اړه سکوت او د رزق صفت بيانوي ، نو خلک يې و پوهول چې نشه ښه شی نده .

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته هجرت وکړ نو الله تعالی دغه حکم نازل کړ

[يَسْأَلُونَكَ عَنِ الخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا](البقرة: ۲۱۹).

چې په پورته آيت شريف کې د خمر ګناه ، زيان او بدوالي ته اشاره شوي ده ، وروسته بيا دا آيت شريف نازل شوی دی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ] (النساء: 43).

چې بلاخره پورته آيت شريف په دغه آيت سره منسوخ شوی دی : ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ﴾(المائدة: ۹۰).

پس ﴿فَاجْتَنِبُوهُ﴾ امر په مطلق تحريم باندې .

۲- د قبلې د جهت د تغير آیت : سيقول السّفهاء من النّاس ما ولاّهم عن قِبلتهم الّتي كانوا عليها قُل لله المشرقُ والمغرب يهدي من يشاء إلى صراطٍ مُستقيم ، چې دا آيت په دغه ایت سره منسوخ شوی دی :

قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ ۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا ۚ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ (البقره ۱۴۴ ) .

ژباړه : مونږ هميش ستا مخ ليدلو چې د آسمان په لور به دې اړاو (چې قبله دې بدله شي ) . ډير ژر به مونږ تا هغې قبلې ته واړوو چې ستا خوښه ده ، نو مخ د مسجد الحرام په لور وګرځوه .

۳- يو کس ته د لسو کسانو پر وړاندې د ثبات حکم : إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ (الانفال ۶۵) .

ژباړه : که ستاسې شل صبر کوونکي وي نو پر دوه سوو به برلاسي شي .

، چې بيا په دغه آيت منسوخ شوی : الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا ۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ (الانفال ۶۶) .

ژباړه : اوس الله پاک پر تاسې آسنتيا راوستله او معلومه يې کړه چې تاسې کې سستي او ناتواني ده . نو که ستاسې څخه سل ګونې صبر کوونکی ډله وه نو بايد پر دوو سوو برلاسي شي .

 د النسخ د علم مشهور کتابونه :

“الناسخ والمنسوخ في كتاب الله” کتاب د شيخ ابی عبيد القاسيم بن سلام .

“النّاسخ والمنسوخ” کتاب د ابن حزم الأندلسي.

“نواسخ القرآن” کتاب د ابن جوزي .

“النسخ في القرآن الكريم” کتاب د دوکتور مصطفی زيد .

آن لاين اسلامي لارښود – علوم القرآن

Print Friendly, PDF & Email