۱- غسل کول مګر که اوبه پيدا نشي د تيمم وهل جايز دي .

۲- د دوو لمونځونو (ماښام او ماسختن ) يو ځای کول او دواړه د ماسختن د لمانځه په وخت کې ادا کول .

۳- ددې شپې سبا کول په عبادت سره لکه : نفلي لمونځونه ، د قرآن تلاوت ، ذکر او دعا کول او حد اقل د شپې آخرې حصه په عبادت سبا کول .

۴- د نيمې شپې وروسته د جمرو ويشتلو لپاره شګې ټولول ، د نخود د دانې په اندازه چې تر هغه لويې مکروه دي او همدانګه ماتول يې مکروه دي ، د شګو تعداد (۷۰ ) دانې کيږي ، د هر ځای څخه جمع کول يې جايز دي مګر د جومات او نجس ځای څخه اخيستل مکروه دي .

۵- په مشعر الحرام کې وقوف کول او د امکان په صورت هغه ته پورته کېدل ، مګر که امکان نه وي د هغه څنګ ته او يا لاندې درېدل .
۶- د سهار لمونځ په اول وخت کې ادا کول ، او نور مسنونه اذکار لوستل .
۷- د سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پورې د مشعر الحرام سره مخامخ قبلې ته درېدل او وقوف کول ، تحميد ، تهليل ، تلبیه او دعا کول .

ځکه چې الله سبحانه وتعالی په دغه مقام کې د ذکر کولو حکم کړی دی :

{ فإذا أفضتم من عرفات، فاذكروا الله عند المشعر الحرام، واذكروه كما هداكم، وإن كنتم من قبله لمن الضالين. ثم أفيضوا من حيث أفاض الناس، واستغفروا الله ، إن الله غفور رحيم } [البقرة:198/2-199]

ژباړه :او کله چې د عرفات څخه را ښکته شوئ نو په مشعر الحرام کې الله پاک په همغه شان ياد کړئ چې څنګه يې تاسې ښوونه کړې ده که څه هم تاسې له دې وړاندې بې لارې واست ، بيا د نورو خلکو په شان راښکته او له الله څخه بښنه وغواړئ بې شکه چې الله پاک بښونکی مهربان دی.

حجاج کرام به د جمراتو تر پيل کولو پورې د تکبير او تلبيه شعارونه ورکوي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا عمل کړی دی .

۸- د لمر ختلو مخکې د ضعيفو ښځو او نورو انتقال جمراتو ته جاير دی .

۹- د محسر په وادي کې تيز تلل ( دا ځای د الله تعالی د عذاب د نزول ځای دی کوم چې په اصحاب فيل باندې نازل شوی وو) چې د مزدلفې او منی تر مينځ دی ،که پياده وي نو تيز به ورڅخه تيريږي او که سورلي وي هغه به تيزه ورڅخه تيروي .

۱۰- د مزدلفې څخه به په پوره آرام او سکون سره د منی په لورې ځې ، له بېړې ، تيز تګ او نورو ته مزاحمت رسولو به ډه ډه کوي .

مأخذ : فقه الاسلامي و ادلته / دوکتور وهبة الزحيلي رحمه الله

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email