۱- په نمره کې غسل کول .
۲- د عرفات څخه به نه وځې مګر وروسته تر زوال او لمونځونو .
۳- امام به دوې خطبې وايي او دوه لمونځونه به يو ځای ادا کوي.
۴- د لمونځونو وروسته په وقوف (درېدو ) کې بيړه کول .
۵- افضل دا ده چې د جبل رحمت په لمنه کې وقوف وشي .
۶- ښايي چې د لمر تر لوېدو پورې وقوف وکړي تر څو په وقوف کې شپه او ورځ جمع شي ، بلکي دا د جمهورو په نزد واجب دی .
۷- غوره دا ده چې سړي په وقوف کې په سورلی سپور وي او دا غوره ده تر پیاده څخه ، په رسول الله صلی الله عليه وسلم پیسې د اقتداء کولو په وجه خو اوس مهال داسې شرايط نشته .
۸- قبلې ته مخامخ کېدل ، پاکي ، د ستر پټوالی او په عرفات باندې د وقوف نيت کول ، مګر که بې اودسه ، جنوب او حائضه وي وقوف يې صحيح کيږي فضيلت ورنه فوت کيږي .
۹- وقوف کوونکي ته غوره دا ده چې سيورې ته وقوف ونه کړي بلکي لمر ته وقوف وکړي ، مګر دا چې څه ضرورت وي .
۱۰- د زړه حضور او زړه له دنيوي مشغوليتونو خالي کول د زړه په حضور او اخلاص سره دعا کول .
۱۱- له مناقشې ، بې ځايه بحثونو ، بې ګټې خبرو پرهيز کول ، حتی د مباح خبرو کولو څخه پرهيز کول ځکه دا ډول خبرې وخت ضايع کوې او دا د بښنې او دعا قبلېدو مهمه موقع ده .
۱۲- ډير ذکر ، دعا ، تهليل ، د قرآنکريم تلاوت ، استغفار ، خشوع او خضوع ښکاره کول ، او دری ځله دعا تکرارول ، الحمدلله ، سبحان الله او تکبير ويل ، تلبیه ويل ، درود ويل او د دغو ټولو سره ډير ډير ژړل .
او د عرفات په ورځ دا دعا ډيره ويل « لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد، وهو على كل شيء قدير» .
او امام ترمذي د علی رضی الله عنه روايت نقل کړی دی چې د عرفات په ورځ به رسول الله صلی الله عليه وسلم دا دعا ويله :
«اللهم لك الحمد كالذي نقول وخيراً مما نقول، اللهم لك صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي، وإليك مآبي، ولك ربي تراثي» .
او پوه شه چې دا په نړی کې تر ټولو هغه لويه اجتماع ده چې مخلص بندګان ، د الله تعالی دوستان پکې جمع شوي او په دې ورځ باندې الله تعالی خپلو ډيرو بندګانو ته بښنه کوي او د دوزخ د اور څځه نجات ورکوي .
مأخذ : فقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله
و بالله توفیق و صلی الله تعالی علی محمد صلی الله عليه وسلم و علی اله و صحابه اجمعين
آن لاين اسلامي لارښود
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.
وروستۍ تبصرې