د آن لاين اسلامي لارښود ادرې ته په لاندې لينک کې مطلب نشر شوی دی چې د يوې کورنۍ لپاره يوه قرباني کافې ددې په اړه ستاسې نظر غواړم .

https://www.facebook.com/permalink.php?story_fbid=787222291388932&id=761008807343614&substory_index=0

محمد ناصر


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

قرباني پر هر هغه چا واجب ده چې مالک نصاب وي ، که يو کورنی کې يو کس وي يا او يا څو کسانو .

نومړی کس د استدلال لپاره دا حديث ليکلی دی :

قَالَ أَخْبَرَنَا مِخْنَفُ بْنُ سُلَيْمٍ، قَالَ وَنَحْنُ وُقُوفٌ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بِعَرَفَاتٍ قَالَ ” يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ عَلَى كُلِّ أَهْلِ بَيْتٍ فِي كُلِّ عَامٍ أُضْحِيَةً (ابو داود، حدیث نمبر ۲۷۸۸، حسن حدیث [شیخ الالباني]).

پوره حديث داسې دی « عن عامر أبي رملة قال أخبرنا مخنف بن سليم قال ونحن وقوف مع رسول الله صلى الله عليه وسلم بعرفات قال يا أيها الناس إن على كل أهل بيت في كل عام أضحية وعتيرة أتدرون ما العتيرة هذه التي يقول الناس الرجبية» قال أبو داود العتيرة منسوخة هذا خبر منسوخ

اول دا چې : پورته حديث ضعيف او مجهول دی .

وقال الخطابي : هذا الحديث ضعيف المخرج وأبو رملة مجهول.

وقال أبو بكر المعافري : حديث مخنف بن سليم ضعيف لا يحتج به .

وقال الترمذي : حسن غريب لا نعرف هذا الحديث مرفوعا إلا من هذا الوجه من حديث ابن عون .

دوهم دا چې : دا حديث منسوخ دی ځکه په دې روايت کې چې العتيرة ( د اهل جاليت ذبحه وه ) او الرجبية ( هم د رجب په مياشت کې ذبح وه ) ، دا دواړه منسوخ دي .

په دليل دغه حديث شريف :

رواه البخاري (5474) ومسلم (1976) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( لا فَرَعَ وَلا عَتِيرَةَ ) .

قرباني پر هغه چا واجب ده چې مالک نصاب وي:

په دليل د دغه حديث شريف : « مَن وجَدَ سَعةً فلَم يُضحِّ، فلا يقربنَّ مُصلَّانا» (مسند احمد ۱۶/۱۲۰ اسناده حسن ، فتح الباري ۵/۱۰ – رجاله ثقات ، الألباني اسناده حسن  ) .

ژباړه : چا چې د قربانۍ توان وموند او قرباني يې ونه کړه ، هغه دې زمونږ د لمانځه ځای نه نږدې کيږي .

سعة و اليسار (توان او وس لرل ) څلورو مذاهبو داسې تفسير کړی دی .

الحنفية :

اليسار دا چې د (۲۰۰ ) درهمو چې د زکات نصاب دی خاوند وي او يا ددې قيمت (دوه سوه درهمو) سامان ، مسکن او لباس چې د اصلي ضرورت څخه زيات وي ولري ( الدر المختار: /222، اللباب: 232/3، تبيين الحقائق: 3/6).

شرح ابن عبادين ليکي : کچېري څوک څلور جوړه جامې ولري او نصاب ته ورسيږي نو د قربانۍ مالک نصاب دی او که دری جوړه جامې ولري مالک نصاب نه دی ځکه يو جوړ د اغوستلو لپاره ، بله د مهنت لپاره او بله جوړه د اخترونو لپاره .

وَصَاحِبُ الثِّيَابِ الأَرْبَعَةِ لَوْ سَاوَى الرَّابِعُ نِصَابًا غِنًى وَثَلاثَةً فَلا , لأَنَّ أَحَدَهَا لِلْبِذْلَةِ وَالآخَرُ لِلْمِهْنَةِ وَالثَّالِثُ لِلْجَمْعِ وَالْوَفْدِ وَالأَعْيَادِ

(حايشه ابن عابدين ۵/۱۹۸ ) .

مالکية :

چې دومره توان ولرې چې د قربانی څاروی واخلي او د قربانۍ اخيستلو مال يې له اصلي ضرورت څخه علاوه وي .

(شرح الرسالة لابن أبي زيد القيرواني: 367/1).

شافعية :

چې دومره مال ولري چې د ده او هغه چا چې پر ده يې نفقه لازمه وي د اختر او د تشريق د ورځو نفقه ولري (حاشية الباجوري: 304/2).

الحنابله :

څوک چې د قرباني د قيمت ادا کولو توان لري ولو که په قرض او پور سره وي خو په شرط ددې چې د قرض د ادا توان ولري (كشاف القناع: 18/ 3)

آیا د يوې کورنۍ لپاره يو قرباني کفايت کوي ؟

قرباني پر هر هغه چا واجب ده چې مالک نصاب وي هغه که نارينه وي يا ښځينه ، زوی وي که پلار ، او يا ورو .

زمونږ د احنافو کرامو همدا مذهب دی په دليل د دغه حديث : « مَن وجَدَ سَعةً فلَم يُضحِّ، فلا يقربنَّ مُصلَّانا».

جاء في موسوعة الفقهية :

ثُمَّ إِنَّ الْحَنَفِيَّةَ الْقَائِلِينَ بِالْوُجُوبِ يَقُولُونَ : إِنَّهَا وَاجِبَةٌ عَيْنًا عَلَى كُلِّ مَنْ وُجِدَتْ فِيهِ شَرَائِطُ الْوُجُوبِ . فَالأُضْحِيَّةُ الْوَاحِدَةُ كَالشَّاةِ وَسُبْعِ الْبَقَرَةِ وَسُبْعِ الْبَدَنَةِ إِنَّمَا تُجْزِئُ عَنْ شَخْصٍ وَاحِدٍ .

مګر دا چې ځينې فقهاء کرام لکه ځېنې مالکيه او شافعيه او نور چې وايي د يوې کورنی لپاره يوه قرباني کول کفايت کوي.

هغوی د ایوب انصاري رضی الله عنه په دغه حديث باندي استدلال کوي :

روى الترمذي (1505) عن عَطَاء بْن يَسَارٍ قال : سَأَلْتُ أَبَا أَيُّوبَ الأَنْصَارِيَّ كَيْفَ كَانَتْ الضَّحَايَا عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ؟ فَقَالَ : كَانَ الرَّجُلُ يُضَحِّي بِالشَّاةِ عَنْهُ وَعَنْ أَهْلِ بَيْتِهِ ، فَيَأْكُلُونَ وَيُطْعِمُونَ

موسوعة فقهية ليکي ددې رأی څخه د هغوی مقصد دا دی چې د کورنۍ د هغو کسانو لپاره چې نفقه يې پر ده باندې واجبه وي او هغوی مالک نصاب نه وي لکه: فقير والدين او کوچنی اولاد مراد دي.

جاء في موسوعة الفقهية :

أَنْ يُنْفِقَ عَلَى مَنْ يُشْرِكُهُ وُجُوبًا كَأَبَوَيْهِ وَصِغَارِ وَلَدِهِ الْفُقَرَاءِ

و في قول الآخر : أَنَّ الْمَقْصُودَ بِهِمْ مَنْ تَلْزَمُ الشَّخْصَ نَفَقَتُهُمْ

(موسوعة الفقهية ۵/۷۸ ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email