د ماشومانو د پاره د بارتو د پټاکيو ، پلاستکي توپنچو ، ټوپکونو او نورو مضرو شيانو واردول او تجارت حرام دی او شيطاني عمل ځکه :

۱- ضرر يې ثابت دی ، ډير خلک ورباندې ړانده شول ، د اسلامي شريعت عامه قاعده ده [ لا ضرر و لا ضرار في الاسلام ] ( په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي ) ،(رواه احمد ۵/۳۲۶ ، ابن ماجه ، ۲۳۴۱ ) .

۲- تبذير او اسراف دی : تبذير دا چې په حرام شي کې د مال مصرفول دي او داسې کول حرام دي :

، لقوله سبحانه وتعالی :[ولا تبذر تبذيراً ، إن المبذرين كانوا إخوان الشياطين ] (سورة الإسراء /۲۶-۲۷).

ژباړه: او اسراف مه کوﺉ په اسراف کولو سره ، يقيناً اسراف کونکي د شيطان وروڼه دي .

۳- د ماشومانو او د هغه د کورنيو تر مينځته د اختلافاتو ، شخړو ، بغض او کينې سبب ګرځي ، او ددې شيان واردول او تجارت د ګناه په کار کې مرسته او مدد کول دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[و لا تعاونوا علی الأثم و العدوان ]

ژباړه: د ګناه او ظلم په کار کې يو له بله مرسته او مدد مه کوئ .

۴- تجارت يې حرام دی ځکه کوم شی چې حرام وي تجارت يې حرام دی .

په حديث شريف کې راغلي : « إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه » (رواه أبو داود- ۳۴۸۸ و سلسلة صحيحة ) ..
ژباړه: يقيناً الله پاک چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي

له واردونکو شرکتونو او کمپنيو مو غوښتنه دا ده چې دغه شيان وارد نکړي او همدارنګه دوکانداران ددې شيانو له خرڅولو څخه ډه ده وکړي ځکه په دغو حرامو شيانو يې کټلی حلال مال حرام ګرځي او د هغه په جرم او ضرر کې به شريک وي .

و ما توفیقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email