اسلام اعلیکم ورحمت الله وبرکته

 که یو شخص دشیطان ویشتو تر دمخه د شکریه پسه حلال کړي دم و ر باندی واجیبیږی که یا نه؟

حاجي ولی محمد ويال

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دم نه واجبيږي ځکه د فقهاؤ يو قول دا دی چې د اختر د ورځې مخکې حلالول جايز دي .

د امام ابو حنيفه په نزد د یوم النحر (د اختر د ورځې) مخکې شکريه کول جايز دي مګر د صالحبانو (امام يوسف او امام محمد ) او د مذاهبو د جهورو فقهاؤ په نزد د يوم النحر مخکې کول جايز نه دي ، صاحب د فتح القدير وايي : او متمتع او قران د الهدی ذبحه کول جايز نه دي مګر په ورځ د اختر ، په اصل کې ذبحه التطوع د اختر مخکې جايز ده مګر د اختر په ورځ افضل ده او دا صحيح ده .

جاء في فقه الاسلامي و ادلته :

وأما زمان ذبح الهدي: فيجوز عند أبي حنيفة ذبح الهدي قبل يوم النحر، لإطلاق النص، ولأنه لتعجيل التحلل. وقال الصاحبان: لا يجوز الذبح للمحصر بالحج إلا في يوم النحر كدم المتعة والقران. وعلى الرأي الأول وهو الراجح.

و جاء في الفتح القدير:

وَلا يَجُوزُ ذَبْحُ هَدْيِ التَّطَوُّعِ وَالْمُتْعَةِ وَالْقِرَانِ إلا فِي يَوْمِ النَّحْرِ ) قَالَ الْعَبْدُ الضَّعِيفُ ( وَفِي الأَصْلِ يَجُوزُ ذَبْحُ دَمِ التَّطَوُّعِ قَبْلَ يَوْمِ النَّحْرِ , وَذَبْحُهُ يَوْمَ النَّحْرِ أَفْضَلُ وَهَذَا هُوَ الصَّحِيحُ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email