د عالمانو او شیخانو په تعظیم او تابعداري کی د اعتدال لاره

نن ورځ د مسلمانانو یوه ډله دی طرف ته تللی ده چی  پیشوایان، عالمان، عارفان، هیڅ نه دي. او وایی چی د الله جل جلاله کتاب زموږ لپاره پوره دي لکه څنگه چی مخکني علماء په قرآن پوهیدل دغسی ورباندی موږ هم پوهیږو :(هم رجال ونحن رجال ) یعنی دوی هم انسانان دی او موږ هم انسانان یو.

نو ددی نتیجه دا شوه چی هر یو کس چی نه په عربي ژبه پوهیږی او نه د قرآن په حقیقت او معرفت او نه د نبي کریم صلي الله علیه وسلم په بیان او تفسیر، محضی د قرآن په ترجمه کتلو سره ځان ته د قرآن عالم وایي، د قرآن کریم کم تفسیر او تشریح چی په خپله د نبي کریم صلي الله علیه وسلم یا د علیه السلام د بی واسطی شاگردانو یعنی صحابه کرامو رضي الله عنهم څخه نقل دي د دی ټولو څخه قطع نظر. کمه خبره چی یی په ذهن کی راشی پر قرآن ئی وروتپي.

حال دا دی چی که یواځی کتاب بغیر د معلم څخه کافی کیدي نو د الله جل جلاله دا قدرت وو. چی د کتاب نسخی یی لیکلی خلگو ته رسولی، د رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه معلم جوړول او خلگو ته یی دلیږلو ضرورت به نه وای.او که فکر وکړی شی نو معلومه به شی چی دا خبره یواځی د کتاب الله سره خاصه نه ده . د هیڅ یوه علم او فن د کتاب په کتلو باندی او یواځی په ترجمه لیدلو باندی یی هیڅ سړی هم د دی فن عالم نشی کیدلی.

د ډاکتری یا د یونانی طب د کتابونو په ترجمه کتلو سره تر اوسه پوری یو حکیم یا ډاکټر نه دی جوړ شوی او داسی نور…. بلکي په دی ټولو شیانو کی د تعلیم او تعلم او استاد ضرورت خود هر چا په نزد منلی شوی خبره ده. لیکن افسوس دی چی قرآن او سنت داسی سر سري گڼل شوي دي چی د دوی لپاره گرسره د استاد ضرورت نه گڼل کیږی.

او په دی وجه د تعلیم یافته وو یوه لویه ډله دی طرف ته په غلو کی تللی ده چی یواځی د قرآن مطالعه کافي گڼی. د تیرو عالمانو تفسیرونه او دهغوی را ایستلی معناوی استنباط او تعبیرونه او په دوی پسی کیدل اوتابعداری ئی کول خو یی گرسره د پامه څخه غورځولی دی.دوهم طرف ته د مسلمانانو یوه بله لویه ډله په دی غلو کی اخته شوي ده چی په ړندو سترگو څوک چی وغواړی هغه خپل مقتدا او پیشوا جوړوی او دی ته نه گوری.

چی دا څوک موږ پیشوا جوړوو. په ده کی دا قابلیت سته او که نه ؟ او نه بیا دی ته وگوری چی کم تعلیم دی ورکوي. دا خو به د قرآن او سنت مخالف نه وي.

شریعت اسلامی د غلو څخه د ساتلو دپاره د دی دواړو په مابین کی دا طریقه کار وښووی. چی کتاب الله . دخدایی خلگو څخه زده کوئ. او خدایی خلگ یعنی عالمان . په کتاب سره پیژنئ. کم چی د قرآن او سنت په علمونو کی مشغول وی. او ژوندیی د کتاب او سنت په رنگ کی رنگ شوی وی.

بیا د کتاب او سنت په هره مشکله مسئله کی د دوی. تفسیر او تشریح پر خپله رایه مخکی گڼئ.
او د دوی تابعداري کوئ.

ليکنه :عبدالسلام حنفي

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً