امريکايې مقاماتو د اسلامې مرکز له جوړولو سره خپله موافقه اعلان کړه

 د نيويارک مقاماتو د اسلامې مرکز د جوړولو پر وړاندې د ډير مخالفت وروسته ددې پروګرام سره خپله موافقه اعلان کړه .
د اسلام اليوم د راپور په حواله : په نيوراک کې د نړيدليو تجارتي برجونو او د قرآنکريم د نسخو سوځولو ځای کې د اسلامې مرکز د جوړيدو پر وړاندې د امريکې د تندرو د زيات مخالف وروسته د نيويارک مقاماتو ددې پلان سره خپله موافقه اعلان کړه او ژر تر ژره به ددې پروژې عملي کار پيل شي .
دا په داسې حال کې تر سره کيږي چه د امريکايي مقاماتو تيره اونۍ په ډير سرعت سره ددې طرحې سره خپله موافقه اعلان کړه که څه هم دوی د ځمکې ملک علاوی احمد ته ويلي وو چه ددې موافقه به پنځه مياشتې وخت ونيسي .
د بورکلين ورځپاڼې دغه حرکت د دولت په سيستم کې يو ښه او د ستاينې وړ بدلون وباله .
مګر مخالف لورې اوس هم د مخالف نارې وهي او دوی ادعا کوي چې ددې مرکز جوړيدل به مشکل جوړ کړي او په سيمه به منفي تاثيرات ولري .
ددې سيمې د مخالف حرکت اکثريت اوسيدونکي روسان ، ايتاليوان ،يهود او ايرلنډې دي .
مخالف حرکت په لوړ آواز آذان د مسئلې په اړه زياتوي : په دې سيمو کې نور جوماتونه هم شته چې يو بحران بلل کيږي مونږ کوښښ کوو له هغه لري وو مګر هغوی کوښښ کوي د آذان د پاره له بلندګو څخه استفاده وکړي تر څو تر دريو نورو جوماتو پورې يې هم آواز ورسيږي ايا هغوی غواړي تر څو دغه اذان دوی ته نږدې مدارس هم واروي ايا دا اقدام د قانون سره په ټکر کې نه دی ؟

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email