ابن ماجه ، مسند احمد او موطا امام مالک

۶- سنن ابن ماجه :

د صحاح سته څخه د احاديثو شپږم مشهور کتاب سنن ابن ماجه دی . دغه کتاب د امام محمد د يزيد ربعی زوی ليکلی او ځينې علماء وايي چې ماجه د ده د مور نوم دی .

نومړی په ۲۰۹ کال کې پيدا او په ۲۷۳ کال وفات شوی دی .

د احاديثو د طلب او زده کړې لپاره يې ډيرو ځايونو لکه : عراق ، سعودي او مصر ته سفرونه کړي ؤ .

دا کتاب تقريباً څلور زره احاديث لري او د تفسير او تاريخ ځينې نور تأليفات يې هم کړي دي .

۷- مسند امام احمد :

مسند احمد د نبوي احاديث يو مشهور کتاب دی چې د امام احمد رحمه الله لخوا تأليف شوی دی ، د تکرار سره تقرباً (۴۰۰۰۰ ) احاديث او د تکرار پرته (۳۰۰۰۰ ) احاديث لري .

د امام نوم احمد د محمد بن حنبل زوی په ۱۶۴ هجري قمري کال د مروې په ښار کې پیدا شوی او په ۲۴۱ کال کې د ۷۷ کلونو په عمر په بغداد کې وفات شوی دی .

امام احمد رحمه الله په کوچنيتوب کې د پلار د نعمت څخه محروم شوی ، چې د نومړی يتيم په علمي روزنه کې د هغه مور ډير زيار ګاللی دی ، ويل کيږي دی به ډير کوچنی وو د جماعت او د تعليم د پاره به یې غوښتل ډير وختي جومات ته لاړ شي خو مور به يې ده ويل دومره انتظار وکړه چې خلک جومات ته راشي ځکه چې دی کوچنی ماشوم وو .

امام د احاديثو د طلب لپاره ډيرو ځايونو ته سفرونو کړی دي ، امام احمد د څلورو ائمه رحمهم الله له ډلې څخه د حنابله مذهب امام دی .

۸- موطا امام مالک :

موطا امام مالک هم د نبوي احاديث يو معتبر کتاب دی د موطا معنی ده آسانه او مختصر ، دا کتاب آسانه او خلص ترتيب شوی دی نو ځکه موطا ورته وايي .

موطا مالک د بخاري او مسلم څخه مخکې تأليف شوی دی چې زيات شمير صحيح احاديث او ځينې مرسل روايات هم پکې موجود دي خو د صحت درجه يې د بخاري او مسلم څخه ټيټه ده .

دا کتاب د مالک بن انس بن مالک ابو عبدالله ليکلی دی چې په ۹۳ هجري کال کې د مدينې د شمال پر ذوالمره نومې ځای کې دنيا ته راغلی او په ۱۷۹ کال کې په مدينه منوره کې وفات شوی دی .

امام مالک د څلورو ائمه رحمهم الله له ډلې څخه د مالکي مذهب امام دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً