د امام مسلم او امام ترمذې لنډه پيژندنه

۲- صحيح المسلم :

صحيح مسلم د بخاري شريف څخه وروسته د احاديثو دوهم معتبر کتاب دی چې صحيح احاديث پکې جمع شوي دي .

هغه احاديث چې په بخاري او مسلم دواړو کې راغلي وي د متفق عليه په نوم ياديږي .

د مسلم شريف کتاب مسلم د حجاج زوی ليکلی دی . امام مسلم د قشريه په نوم د عربو د يوې مشهورې قبلې څخه وو .

امام مسلم د احاديثو پياوړی حافظ ، عالم او پرهيزګار شخص وو . نومړی وايې چه ما دا کتاب د دريو لکو احاديثو څخه انتخاب کړ .

د دغه کتاب د غير مکرر احاديثو شمير تقريباً څلورو زرو ته رسيږي .

مسلم ۲۰۴ کال کې زږېدلی او په نيشاپور کې په ۲۶۱ هجري قمري کال کې وفات شوی دی .

۳- جامع الترمذي :

دا کتاب د صحاح ستة شپږو صحيحو کتابونو څخه يو کتاب دی چې د ځينې په نزد دريمه او د ځينو په نزد څلورمه مرتبه لري .

په دغه کتاب کې د څلورو واړو مذهبونو بيان شوی دی . دا کتاب امام ترمذي ليکلی دی چې نوم يې محمد او د پلار نوم يې عيسی دی .

امام ترمذي په ۲۰۹ کال کې زږېدلی او په ۲۷۹ هجري قمري کال کې په د ازبکستان د ترمذ په ښار کې وفات شوی دی .

استاذان يې امام بخاري ، قتيبه بن سعيد ، محمود بن غيلان او محمد بن بشار او نور ؤ او له ده څخه ډيرو شاګردانو زده کړه کړې ده .

امام ترمذي پر جامع ترمذي بر سيره نور تأليفات هم لري .

امام بخاري چې د ترمذی استاذ دی د ده په هکله وايي : ما له تا څخه دومره زياته فائده واخيسته چه تا به له ما څخه هومره اخيستی نه وي له دې څخه څرګنديږي چه امام ترمذي اوچت او پرهيزګاره او د ښې حافظې څښتن ؤ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً