د صحيح البخاري مؤلف امام بخاري لنډه پيژندنه

د نبوي احاديثو مشهور کتابونه او د هغو ليکوونکي :

۱- جامع البخاري (صحيح البخاري ) :

صحيح البخاري کې ټول صحيح احاديث جمع شوي دي په همدې وجه صحيح البخاري بلل کيږي ، صحيح البخاري د قرآنکریم څخه وروسته مرتبه لري .

دا کتاب امام بخاري تأليف کړی دی . د امام بخاري نوم محمد دی د اسماعيل زوی او د بخارا اوسيدونکی وو ، دی د خپلې زمانې يو تکړه عالم او د قوي حافظې څښتن وو .

امام بخاري د احاديثو امام او شيخ وو چې نور تأليفات هم لري .

ده په کوچنې والی کې قرآنکريم حفظ کړ بيا يې په (۱۸) کلنۍ کې حج ادا کړ وروسته په مکه شريفه کې استوګن شو او د احاديثو په زده کولو لګيا شو .

شپږ کاله يې په مکه کې تير کړل او بيا يې مصر ، شام ، کوفې ، بغداد او نورو ځايونو ته سفرونه وکړل .

لنډه دا چې په هر ځای کې به چه کوم عالم ته د نبی صلی الله عليه وسلم کوم حديث ياد وه ، امام بخاری به سمدستي ورپسې لاړ او حديث به یې ترې زده کړ . امام بخاری د يو زرو نه زياتو استاذانو څخه حديثونه ياد کړل ، چه امام احمد رحمه الله او علی د عبدالله مدني زوی هم د امام بخاري له استاذانو څخه شميرل کيږي .

امام بخاری د نبوی احاديثو حافظ ؤ او د شپږو لکو (۶۰۰۰۰۰ ) حديثونو څخه يې چه د ده په ياد وو ، معتبر احاديث د جامع بخاري په کتاب کې وليکل .

د جامع بخاري کتاب د امام نووي رحمه الله په قول تقريباً (۷۲۲۷ ) احاديث لري ، مګر د حافظ ابن حجر په قول (۷۳۹۷ ) حديثونه لري ، چې د فصلونو شمير يې (۵۴۵۰ ) بابونو ته رسيږي .

هرکله به چې امام بخاري غوښتل چه په جامع بخاري کې کوم حديث وليکي ، نو د حديث په اسنادو کې د تحقيق کولو برسیره به يې د شپې له خوا استخاره کوله ، بیا به يې د حديث په هلکه د مطلوبې نتيجې تر لاس ته راوړلو وروسته غسل او دوه رکعته نفل لمونځ وکړ . بيا به يو ځانته ځای کې کښيناست او په ادب او ډير احترام سره به يې هغه حديث د بخاري شريف په کتاب کې وليکه .

امام بخاري يو عالم ، متقي ، او مجتهد سړی ؤ چه په زرګونو شاګردان يې درلودل . وايي چې کله د وخت پاچا د امام څخه وغوښتل چې زامنو ته مې زما په کور کې درس ووايه نو امام په ځواب ورته وويل : چه زه د چا کور ته د درس ورکولو د پاره نشم تلای بلکي خلک بايد د زده کړې لپاره زما کور ته راشي ( ځکه چې داسې کول د علم او ديني عالم اهانت دی ) .

له دې امله پاچا په قهر شو او امام بخاري هم له بخارا څخه سمرقند ته لاړ او هلته يې استوګنه غوره کړه .

امام بخاري چه په ۱۹۴ هجري قمري کال کې په بخارا کې زږېدلی ؤ د ۶۳ کلونو په عمر په ۲۵۶ هجري قمري کال د کمکې اختر په ورځ د ماسپښين د لمانځه وروسته وفات او خاورو ته وسپارل شو (انا لله و انا اليه راجعون )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً