السلام عليکم ، يو سوال لرم ، یو موٹر دی ما اخستی دی ڈریور تہ می ورکڑی غریب سڑی دی ماورتہ ویلی زانتہ پری پیسی گٹہ خو موٹر ساتہ ددی زکات پہ ماشتہ کہ نہ

خاليد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم موټر چې د تجارت په نيت اخيستل شوي وي په هغه کې زکات فرض دی ، او کوم موټر چې د کور لپاره يا د کار کولو او اجرت حاصلولو او کرايې په لاس راوړلو لپاره اخيستل شوي وي هغه د کار د سامان او آلاتو حکم لري او د کار په سامان او آلاتو باندې زکات نشته .

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّهُ يُشْتَرَطُ فِي زَكَاةِ مَالِ التِّجَارَةِ أَنْ يَكُونَ قَدْ نَوَى عِنْدَ شِرَائِهِ أَوْ تَمَلُّكِهِ أَنَّهُ لِلتِّجَارَةِ ، وَالنِّيَّةُ الْمُعْتَبَرَةُ هِيَ مَا كَانَتْ مُقَارِنَةً لِدُخُولِهِ فِي مِلْكِهِ ؛ لأَنَّ التِّجَارَةَ عَمَلٌ فَيَحْتَاجُ إِلَى النِّيَّةِ مَعَ الْعَمَلِ (برنامج موسوعة الفقهية ج ۲۳ ص ۲۷۱ ) .

فقد ذهب عامة الفقهاء أنه لا زكاة في آلات العمل؛ لأنها من الحاجات الأصلية قال في “البحر الرائق”: “وشرط فراغه عن الحاجة الأصلية؛ لأن المال المشغول بها كالمعدوم وفسرها في شرح المجمع لابن الملك بما يدفع الهلاك عن الإنسان تحقيقا أو تقديرا فالثاني كالدين والأول كالنفقة ودور السكنى وآلات الحرب والثياب المحتاج إليها لدفع الحر أو البرد وكآلات الحرفة وأثاث المنزل ودواب الركوب وكتب العلم (البحر الرائق ) .

ولا……… ودورالسکنی ونحوها اذا لم نتو للتجارت (درالمختار ۲/۲۶۵ سعيد ) .

پس د کور او کار لپاره اخيستل شوې موټر باندې زکات نشته ، د هغه په عايداتو او کرايه باندې زکات شته کچېرې نصاب ته ورسيږي او يا د نور مال سره يو ځای شي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email