په څه ډول خوب سره اودس ماديږي ؟

السلام علیکم! د کوم بادپه وتو سره اودس نه ماتیږي؟ او همدارنګه له نامه لاندې ویښتان ترکوم ځایه پورې باید وخریل شي؟ تفصیلی ځواب راکړئ او ددې مسلو اړوند منابع(کتابونه)هم ولیکئ مهربانی به مو وي.

عبدالرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

په چهارزانو بيدېدلو سره اودس نه ماتيږي لکه فتاوي عالمګري چې ليکي : و ان نام متربعا لا ينقض الوضوء (عالمګيري ج۱ ص ۱۱ ) .

همدارنګه که څوک په لمانځه کې په ولاړه يا ناسته سره بيده شي اودس يې نه ماتيږي (درالمحتار ج ۱ ص ۱۴۸ ، فتاوي ابو المختار ص ۴۸۰ ) .

او همدارنګه د ناستي په حالت داسې پرکالی يا د خوب څپه چې سړي نه پوهيږي بيده وم او که نه اودس نه ماتوي :

إن نام ممكنا مقعدته من الأرض لم ينتقض , وإن لم يكن ممكنا انتقض على أي هيئة كان , وهو المذهب عند الحنفية والشافعية . “المجموع” (2/14) .

يعنې د ناستي پر مهال خوب چې مقعد يې په ځمکه يا بل څه وي اودس نه ماتوي ، او که داسې نه وي اودس ماتوي (امام ابوحنيفه او امام شافعي ) .

نوم القاعد، فهذا لا ينقض الوضوء إذا كان يسيراً، وهو مذهب أحمد ومالك والثوري وأبي حنيفة وهو الراجح، خلافاً للشافعي فلا ينقض عنده وضوء القاعد – وإن كثر – ما دام مفضياً بمحل الحدث إلى الأرض ( فتاوي اسلام ويب ) .

د اوداسه ماتوونکي دلته ولولئ :

اودس

دوهم : د شرمګاه د ويښتانو د خريلو اندازه دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/9511

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً