که د نفاس وينه بنده شي وروسته زيړه وينه راشي څه حکم لري ؟

که د زیږون نه وروسته وینه بنده او بيا زیړی اوبه راشي نو څه حکم لری په دی حالت کی ښځه لمونځ کولای شی که نه او وخت یی هم پنځه ویشت ورځې وتلی وي .

محمد زبير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نفاس يا زيږتون د وينې زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې مودې څه حد نشته د ښځې په عادت پورې اړه لري ، هغه که په ۲۰ ، ۲۵ ، ۳۰ ، ۳۵ ورځو کې پاکه شي غسل به وي ، عبادت به شروع کوي .

مګر که وينه نا منظمه شي داسې چې څه ورځې وينه وي بيا ودريږي او بيا جاري شي يا څه افرازات يا وينه زيړ رنګ ، سور رنګ ، خاورين رنګ راشي ټوله موده نفاس شميرل کيږي څو چې پوره پاکه نه وي .

د وينې د بې نظمی په موده کې به لمونځ نه کوي ځکه نفاس شميرل کيږي .

و النفاس هو الدم الخارج عقب الولادة او خروج اکثر الولد ، اکثره اربعون يوماً و لا حد لاقله (مراقی الفلاح ص ۷۵ ) .

و اصل فيه ان المخالفة للعادة ان کانت فی النفاس فان جاوز الدم ، الاربعين فالعادة باقية تر دليها و الباقی استحاضة و ان لم يجاوز انتقلتا العادة الی مارأته و لکل النفاس ( ردالمختار ۱/۳۰۹ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي