د اسباب نزول د پيژندلو لپاره لاندې صورتونه دي :

۱- د اسباب نزول د پيژندلو طريقه روايت دی :

لکه بی بی عايشه رضی الله عنها چې د خوله د قصې روايت کوي چې زه په کور کې ومه چې خوله راغله او ژړل يې ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه يې ظهار په باره پوښتنه وکړه چې بیا دا آيت شريف نازل شو :

۲- د اسباب نزول په باره کې د علماؤ مواظبت :

لکه عبدالله ابن معسود رضی الله عنه وايي : ﴿والله ما من آية في كتاب الله إلا وأعلم أين نزلت -المكان- ومتى نزلت -الزمان- وفيمن نزلت -سبب النزول-﴾

يعنې : و الله چې د الله تعالی په کتاب کې داسې آيت نشته مګر دا چې زه د هغه د نزول پر ځای ، او دا چې کله نازل شوی او سبب د نزول يې څه دی عالم او پوه يم .

د حضرت عمر رضی الله عنه په دور خلافت کې عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه کوفې ته واستول شو تر څو خلکو د قرآن تعليم ورکړي هغه رضی الله عنه د وفات تر وخته پورې په کوفه خلکو د دين تعليم ورکولو ، امام ابی حنيفه رحمه الله د ابن مسعود رضی الله عنه د شاګرد شاګرد دی او د کوفې د مدرسي زده کوونکی دی .

۳- په علوم القرآن کې د اسباب نزول مستقل باب :

د علوم القرآن په ځينو کتابونو کې د اسباب نزول لپاره ځاتنه فصل او باب ټاکل شوی دی لکه :

“الإتقان في علوم القرآن”, “البرهان في علوم القرآن”, “الزيادة والإحسان في علوم القرآن”, “فنون الأفنان في علوم القرآن” چې د مستقل باب ټاکل د هغه په اهميت او اهتمام دلالت کوي .

۴- په تفاسيرو کې د اسباب نزول ذکر :

اکثرو مفسرينو د سورتونو او آيتونو سبب نزول ذکر کړی وي .

۵- مستقل تأليفات :

په اسباب نزول ځيني ځانګړي کتابونه هم ليکل شوی دي چې په لاندې ډول دي :

لباب النقول في أسباب النزول – جلال الدين السيوطي

أسباب النزول – الواحدي

أسباب النزول – النیساپوری

العجاب في البیان الأسباب – ابن حجر العسقلانی

تنزيل القرآن – ابن شهاب الزهری

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email