لومړۍ فائده : د شرعي حکم د تطبيق او عملي کولو د حکمت پيژندل .

مثال : په قرآنکريم کې د خمر (شرابو ) د حرمت حکم په څو مراحلو سره په تدريجي ډول نازل شوی دی

لومړۍ مرحله : لومړی آيت چې د شرابو تحريم ته اشاره کوي دا آيت دی :[ وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالأَعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا](النحل :۶۷) .

ژباړه : او په همدې توګه د خرما او انګورو له ونو نه هم تاسې نشه لرونکي او نور ښه خوراکونه جوړوئ .

په قول د [تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا] د سکر (نيشې ) په اړه سکوت او د رزق صفت بيانوي ، نو خلک يې و پوهول چې سکر (نشه ) ښه شی نده .

دوهمه مرحله : الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[يَسْأَلُونَكَ عَنِ الخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا](البقرة: ۲۱۹)

ژباړه : دوی له تا څخه د شرابو او جواري (قمار) په هکله پوښتنه کوي ، ورته ووايه چې په دې دواړو کې لويه ګناه ده او د خلکو لپاره څه ګټه هم شته خو ګناه يې تر ګټې خورا لويه ده .

دريمه مرحله :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ] (النساء: ۴۳) .

ژباړه: ای مؤمنانو ! د نشې په حالت کې لمانځه ته مه نږدې کيږئ . تر څو په هغه څه پوه شئ چې تاسې يې وايئ .

آخري مرحله : الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ](المائدة: ۹۰) .

ژباړه: ای مؤمنانو ! په دې کې هيڅ شک نشته چې شراب او جواري او بتان او د فال غيشي ناپاک او د شيطان کړنې دي نو ځای ترې وژغورئ .

پس ﴿فَاجْتَنِبُوهُ﴾ امر په مطلق تحريم باندې

دوهمه فائده : د نزول د تعين پيژندل :

مثال : د الله تعالی دا قول [قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا] :

دا آيتونه د خولة بنت ثعلبة رضی الله عنها او د هغې خاوند اوس بن صامت په شأن کې نازل شوی وو ، چې صحيح حديث کې راغلی چې خوله رضی الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله او ويې ويل : ظهار راکړ ، داسې کلمه وويله چې په تحريم دلالت کوي .

چې بيا دا آيتونه نازل شول :

﴿قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا﴾[المجادلة: 1] وقوله ﴿وَالَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِن نِّسَائِهِمْ ثُمَّ

اَعُودُونَ لِمَا قَالُوا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ﴾ [المجادلة: 3], فهذا الحكم عام, يشمل خولة ويشمل أوس ويشمل كل مَن وقع في هذا الحكم, والقاعدة “العبرة في

عموم اللفظ وليست بخصوص السبب”. لكن لا شك أن السبب الذي نزلت من أجله الآيات يدخل دخولاً أوليًا, لأنه هو السبب المباشر,

پس دا حکم عام دی چې شامل دی خوله ، اوس بن صامت او ټول ته ، نو قاعده داسې ده چې « العبرة في عموم اللفظ وليست بخصوص السبب»

دريمه فائده : د آيتونو په فهم او پوهېدو کې مرسته :

مثال : الله تعالی فرمايي :[إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَآئِرِ اللّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أو اعْتَمَرَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ] (البقرة: 158).

ژباړه :يقيناً چې صفا او مروه د الله تعالی له نښانو څخه دي . نو څوک چې د بيت الله د حج او عمرې تکل وکړي هيڅ باک نلري چې د دواړو په مينځ منډې را منډې وکړي او څوک چې نيک او ښه کارونه په خوښه وکړي نو الله پاک ښه شکر منونکی او عالم دی .

ظاهر د آيت خو دا دی چې هغه کسان چې حج او عمرې ځي په هغوی باندې ګناه نشته چې د صفا او مروه تر مينځ سعی وکړي .

مګر سبب د نزول ددې آيت شريف دا دی چې : د جاهليت په وخت د صفا او مروه دواړو ځايونو باندې د مشرکانو بتان وو ، نو مسلمانانو ته پخپلو نفسونو کې حرج ښکارېدو نو دا آيت نازل شو چې صفا او مروه د الله تعالی شعائر دي ، د بتانو څخه پخوا هم مقدس ځايونه وو .

او فائده دا شوه چې د اسلامي شريعت لخوا ټاکلی مقدس ځای د محرمات په وسيله نه خرابيږي .

همدارنګه د الله تعالی دا قول چې فرمايي: [و لَيْسَ الْبِرُّ بِأَنْ تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ ظُهُورِهَا وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَى وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا] (البقرة: ۱۸۹) .

ژباړه :او دا کومه نيکي نه ده چې تاسې کورونو ته د شا له لوري راځئ . بلکي اصلي نيکي د هغه چا ده چې له الله څخه وډار شي . او تاسې کورونو ته د دروازې له لارې ولاړ شئ .

مفسرين وايي چې جاهليت په زمانه کې ځينې عرب داسې وو چې کله به يې حج آدا کړ نو خپلو کورونو ته به د دروازو ليارې نه ننوتل بلکي د شا د طرف څخه به ننوتل او دوی به ويل : چې د ګناهونو سره حج ته تللی وو او اوس پاک کور ته راځو نو بايد په يو نوې لاره داخل شو ، او دا عقېده لرل صحيح نه وو په پورته آيت شريف کې رد شو .

څلورمه فائده : د حفظ او يادولو آسانتيا :

کله چې مونږ يو قصه ذکر کوو لکه د صفا په غوندې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خطبه ويله او دا آيت نازل شو (تبت يدا..) او همدارنګه د انفال او د هغه د تقسيم په باره کې پوښتنه او د هغه په ځواب کې د آيتونو نزول او نورو زمونږ په ذهن کې ثابت ځای نيسي او د قرآن يادول را ته آسانه کيږي .

(علوم القرآن – الأکاديمية الاسلامية ) .

Print Friendly, PDF & Email