فرقان حق (کفران حق) د جورج بوش په امر د فلسطيني مرتد انيس سروش (دجال ) لخوا ليکل شوی دی ، چې د دوو امريکايي مطبعو ( Omega 2001 او wine Press ) لخوا چاپ شوي او د نړۍ په ځينې ځايونو کې توضيح شوی دی .

مرتدينو ، يهودو او نصاراؤ دغه شيطاني کتاب د قرآن د مقابلې او تحريف شوي مسيحيت د دعوت لپاره وړاندې کړی دی .

مسلمانانو وروڼو او خويندو !

نن د فتنو عصر دی ، دا حقيقت دی چې د هر لوري د اسلام دوښمنان د اسلام پر خلاف خپلې فتنې او دسيسې په کار اچولی دي ،ددې ټولو فتنو او دسيسو مقابله په شرعي علم او په هغه باندې عمل کولو کېدلای شي .

دا چې زمونږ د نن عصر زيات لوستلي ، مډرن او انټرنيټي مسلمانان ، د قرآن او د هغه د اعجاز ، ضروري شرعي علم څخه خبر نه وي څنګه به د شيطاني کتاب او شيطاني دسيسو مخه ونيسي او څنګه به د هغوی د دسيسې د تأثير څخه په امن شي ؟

نو مسلمانانو ته پکار ده چې خپل دين ته متوجه شي ، د خپل دين ضروري احکام زده کړي او د دين په لارښونو عمل وکړي .

 قرآنکريم د الله تعالی معجز کلام دی :

قرآنکريم د فصاحت ، بلاغت ، نظم او ترتيب ، اسلوب ، عباراتو او الفاظو له نظره د هيڅ کلام او هيڅ کتاب سره هيڅ ډول شباهت نلري ځکه چې قرآنکريم د شعر په شان نه دی ، قرآنکريم د خطبې په شان نه دی ، قرآنکريم د عادي خبرو په شان نه دی بلکي د ټولو څخه مختلف دی ، قرآن داسې الهي معجز کتاب دی چې د عربو د هغه وخت او وروسته ټول شاعران ، د ژبې د بلاغت او فحاصت ماهرين يې ټول عاجز او حيران کړل .

وليد بن مغيرة چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې سخت عناد لرلو د قرآن صفت داسې بيانوي : “والله لقد سمعت منه کلاما ما هو من کلام الانس و لا من کلام الجن و إن له لحلاوة، وإن عليه لطلاوة، وإن أعلاه لمثمر، وإن أسفله لمغدق، وإنه يعلو ولا يُعلى عليه و ما يقول هذا بشر” (تفسير قرطبي ) .

يعنې : په الله قسم دی ما د محمد صلی الله عليه وسلم نه داسې کلام اورېدلی دی چې نه د انسان کلام دی او نه د جن کلام دی او په دې کې لوی حلاوت او خوند دی او په دې کې خاص رونق دی اعلی ميوه ورکونکی او لاندې اوبه جاري کوونکی دی او هغه يقيناً د ټولو نه لوړ دی او په هغه باندې هيڅ شی غالب کېدی نشي او دا د بشر کلام نه دی .

اوس تاسې ته د قرآنکريم د عظمت کوچنی مثال او د شيطاني کتاب کفران حق رد په څو لڼدو ټکو کې بیانوم :

د قرآنکريم عظمت :

اول :

د قرآنکريم لغوي معنی :

قرآن د (قرآءة ) له لفظ اخيستل شوی چې لوستل شوي ته وايي ، او دا معنی په دې باندې دلالت کوي چې د قرآن لومړی نزول په (أقرأ ) باندې پيل شوی دی .

د قرآنکريم اصطلاحي معنی :

په اصطلاح کې قرآنکريم د الله تعالی کلام دی چې د جبرئل په واسطه په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی .

يعنې : قرآنکريم يوازې د الله تعالی کتاب دی ، بل د هيچا خبره ، وينا او خطبه نه ده ، الهي وحی ده چې په محمد صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی ، او کوم کتاب چې په محمد صلی الله عليه وسلم باندې نه وي نازل شوي هغه ته قرآن نه ويل کيږي .

د شيطاني کتاب نوم :

د شيطاني کتاب نوم الفرقان الحق دی.

که سړی هيڅ دغه شيطاني کتاب ته ور داخل هم نشي يوازې نوم يې پر بطلان دلالت کوي .

د (الفرقان) لغوي معنی ده د حق او باطل تر مينځ فرق او جلاوالی خو داسې ويل جايز نه دي چې (الفرقان الحق ) يا (الفرقان باطل) .

پس دا يو لغوي خطاء او غلطي ده نو د محتوياتو به يې څه حال وي ؟

په قرآنکريم باندې څلوارلس سوه کلونه تيريږي خو چا پکې يوه لغوي او لفظي خطا هم پيدا نکړه .

پس ددې شيطاني کتاب (الفرقان الحق ) معنی ده ، د حق څخه فرق او جلا کوونکی چې په لومړي مخ يې د کفر اعلان کړی دی، او ددې شيطاني کتاب نوم او لومړی مخ پر بطلان دلالت کوي .

او س راځم د قرآنکريم لفظي اعجاز ته .

د قرانکريم لغوي او لفظي اعجاز :

قرآن په عبارتي او لفظي لحاظ په داسې بلاغت او فصاحت ، نظم او اسلوب سره ترتيب شوي دی چې د وخت مشهور عرب شاعران يې له مقابلې کولو عاجز شوي دي ځکه قرآن په داسې بلاغت ترتيب شوي دی چې نه د کلام ، او نه هم شعر سره شباهت لري او نه هم څوک د هغه مثل جوړولای شي .

الله سبحانه و تعالی فرمايي : قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا (اسراء ۸۰ ) .

 ژباړه : ووايه (ای محمده!) که ټول انسانان او پيريان په دې کې يو شي چې قرآن ته ورته بل قرآن راوړي . نو راوړی يې نشي که څه هم يو تر بل پوره لاسونه سره ورکړي .

د قرآنکريم د لفظي او معنوي فحاحت او بلاغت مثال :

دلته د قرآن الکريم د بلاغت او فحاحت د مثال لپاره يو کوچنی سورت چې د (الکوثر ) سورت دی تر بحث لاندې نيسو :

إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ * فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ * إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ (الکوثر ۱-۳ ) .

ژباړه: (ای پيغمبره !) مونږ تا ته کوثر درکړی ، نو خپل رب ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه ، يقيناً چې ستا دوښمن بې سټې دی .

اول : کلمه د « الْكَوْثَرَ » چې په وزن د (فوعل) ده دلالت کوي په خير کثير (زيات خير ) ، يعنې درکړی مې دی تا ته (ای محمده !) زيات خير .

د څه لپاره الله سبحانه وتعالی فرمايي چې الکوثر او ولې يې نه فرمايل چې الکثير ؟

الکوثر د مبالغې له صفاتو څخه دی چې دلالت کوي په زيات خير ، ويل کيږي کوثر د جنت له نهرونو څخه يو نهر دی او بل دا قول دی چې کوثر حوض دی د دواړو اقوالو مطلب خير دی کوم چې الله تعالی خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم ورکړی دي .

کوثر په يو شي کې په زيات خير دلالت کوي فرق په مينځ د کوثر او کثير کې دا دی چې : کوثر کيدای شي صفت وي او کيدای شي ذات وي مګر کثير يوازې صفت کيدای شي .

همدارنګه الکوثر په مفرد صفت سره راغلی دی چې موصوف يې حذف شوی دی چې عام او شامل دی هر ډول خير کثير د دنيا او آخرت لره ، نه دې فرمايلي الله تعالی داسې چې : ماءً کوثراً ، او يا مالاً کوثراً پس يوازې الکوثر يې فرمايلی چې اطلاق يې په هر ډول خير سره کيږي .

همدارنګه داخل شوی الف لام په کلمه د «الکوثر» چې دلالت کوي په شامل او زيات سره .

دوهم : د جمع متکلم ضمير « إِنَّا » د تعظيم ضمير دی ( تعظيم الربوبية ) .

دريم : په کلمه د « إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ » کې ضمير په فعل مخکې شوی دی دا چې تأکيد دی په (إن) او همدارنګه مخکې والی دی ، نو د څه لپاره ضمير د إنا مخکې شوی دی ؟

د مخکې والي علت اهتمام او اختصاص دی ، يعنې : الله سبحانه وتعالی دې ته اشاره کوي چې دا کار يوازې زه کولای شم بل څوک يې نشي کولای (خاصوالی دی ) .

بل دا چې ولی الله تعالی فرمايي چې : اعطيناك او ولې نه وايي چې : آتيناك؟

د « الإيتاء» کلمه شامليږي نزع ( بيرته اخيستلو ته ) يعنې هغه ورکړه چې تمليک يې خاص نه وي بلکي نزع پکې وي لکه دغه قول د الله تعالی : (تؤتي الملك من تشاء وتنزع الملك ممن تشاء)

او فرمايي :(وآتيناه من الكنوز….ثم خسفنا به وبداره الارض)

او د (العطاء) د لفظ څخه تمليک مراد دی چې يوازې ورکونکي ته د تصرف حق وي بل چا ته نه وي .

د الايتياء لفظ د هغو اموالو او غير اموالو لپاره استعماليږي چې واسع (پراخه) او عظيم (لوی) وي لکه : پاچاهي ، رشد ، رحمت او حکمت .

او أعطى لفظ د تخصيص لپاره دی چې په هغه کې يو شخص ته د تمليک او تصرف واک وي بل چا ته نه وي.

څلورم : په کلمه د « فَصَلِّ » کې د (ف) توری سببي دی ، د زيات خير او نعمت لپاره سبب د منعم شکر .

چې دلته د شکر کلمه نه ده کارول شوي ځکه شکر کله لږ او کله زيات کيدای ، مګر دلته امر شوی هغه ته په لمانځه چې د الله تعالی د پاره د شکر لوړه درجه ده .

پنځم : په کلماتو د « فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ » امر شوی په لمانځه او قربانئ سره چې د دومره لوی انعام او احسان شکر هم ښايي لوی وي .

د لمانځه په ادا کولو کې الله تعالی لره شکر دی او د قربانۍ په ادا کولو کې د الله تعالی مخلوق ته ورکړه او د هغوی سره شفقت دی ، دلته د شکر ادا کولو په دوو امرونو باندې شامل دي ، د الله تعالی شکر او د هغه د مخلوق سره احسان کول .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په لمانځه او قربانۍ باندې امر او په هغه باندې عمل کول تعريض دی په کفارو او مشرکانو باندې چې هغوی د غير الله عبادت کوي د غير الله لپاره قرباني کوي او د الله تعالی رسول او مسلمانان خاص الله تعالی ته عبادت کوي .

او په کلمه د « لِرَبِّكَ » کې د لام توری د اختصاص لپاره راغلی دی چې عبادت يوازې الله تعالی لره دی.

همدارنګه امر په (بالصلاة والنحر) اشاره دوو لويو بدني او مالي عباداتو ته .

ولی فرمايل شوي چې والنحر او نه دې ويل شوي چې : واذبح ؟

د النحر لفظ يوازې د اوښ د قربانۍ لپاره استعمالیږي مګر د ذبح لفظ د پسه ، غوايي ، چرګ او نورو د قربانۍ لپاره استعماليږي .

په عربو کې اوښ له مهمو اموالو څخه شمېرل کېده .

دلته الله سبحانه وتعالی د ستر نعمت او خير کثير تناسب له ستر شکر او سترې قربانۍ سره کړی دی ځکه چې د پسه ،څرک ، مرغه او نورو قرباني د اوښ په پرتله کمه قرباني ده او د خير کثير سره يې تناسب نه راځي .

شپږم : په کلمه د « إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ » حرف (إِنَّ) تأکيد لپاره دی .

ښه ځير شئ !

لومړی دا چې په پورته آيت شريف کې ولی نه دې فرمايل شوي چې : (من شانئک)؟ چې په ماضي او تيره شوي زمانه باندې دلالت کوي .

او ولی نه دي فرمايل شوي چې : (من يشانئک) ؟ چې په حال او حاضره زمانه يعنې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حيات مبارک دلالت کوي .

بلکه په ضيعه د تأکيد سره داسې فرمايي : (إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الأَبْتَرُ) ، يقيناً ستا دوښمن به په هر ځای او هر وخت کې ابتر وي .

يعنې : قرآن د فصاحت او بلاغت داسې ډک عالمي کتاب دی چې د قيامت تر ورځې ټولو واقعاتو ته اشاره کوي . په اوس عصر کې چې کوم کفار د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حق کې ګوستاخي کوي هغوی ته هم اشاره کوي او په راتلونکي کې چې څوک دا کار کوي هغوی ته هم اشاره کوي .

د ډينمارک او فرانسې او امريکا د اهانت نه ډک فلم جوړونکي رسامان هم پکې شامل دي .

همدارنګه په سورت الکوثر کې عددي اعجاز موجود دی چې هر آيت شريف له (۱۰) تورو څخه جوړ شوی دی :
اول آيت له ۱۰ تورو ( چې تکرار شوي نه دي ) جوړ شوی چې عبارت دي له :

ا- ن – ع – ط – ي – ک – ل – و – ث – ر .
دوهم آيت هم له ۱۰ تورو څخه جوړ شوی چې عبارت دي له :

ف – ص- ل- ر- ب- ک- و- ا- ن – ح .
دريم آيت هم له ۱۰ تورو څخه جوړ شوی چې عبارت دي له :

ا- ن- ش- ک- ه- و- ل- ب- ت- ر.

همدارنګه هغه تورې چې تکرار نه دي راغلي هم ۱۰ توري دي :

ع- ط- ي- ث- ف- ص- ح- ش- ه- ت.

(تحقيق اعجاز لفظي ابن قيم رحمه الله و جامعة ام القرای ) .

دا د قرآنکريم د يو واړه سورت د فصاحت او بلاغت اعجاز مثال وو چې په همدې باندې اکتفاء کوو .

فسبحان الله رب العالمين

د الفرقان الحق د شيطاني کتاب رد :

د شيطاني کتاب په سر کې بسم الله تحريف او د نصاراؤ د شرکي عقيدې (تثليث ) اعلان کوي چې :

(بسم الأب الكلمة الروح الإله الواحد الأوحد)

وينو چې په پورته ليکنه کې خلط د باطلې عقيدې دی کوم چې د تثليث عقيده ده .

د تثليث د عقيدې رد دلته ولولئ :

http://www.dawat610.com/archives/11841

د شيطاني کتاب په يوه برخه کې که څه هم الفاظ يې له قرآن څخه غلا کړي ليکل شوي :

(توبوا وآمنوا فأبواب الجنة مفتوحة للتائبين)

د ضلالت او ګمراهۍ څخه توبه کول په معنی د ايمان راولو دي ، نو دلته بيا د (آمنوا ) لفظ ته څه ضرورت دی؟ ، ځکه چې دلته توبه د ايمان معنی لري .

او که د کفر پرته نورو ګناهونو څخه توبه يې مقصد وي نو د هغه د پاره ايمان شرط دی نو بیا ولی (توبوا ) مخکې شوی په ( آمنوا ) باندې .

او دا چې توبه او ايمان يې يو ځای ذکر کړي نو د هغو کسانو جزا څه شو چې ايمان يې راوړی دی : الجنة مفتوحة للتائبين ؟؟؟؟

ای دجاله !: ددې ايت کوم ځای د قرآنکريم د اعجاز سره شباهت لري ؟

سره له دې چې په ټول شيطانې کتاب کې د ذرې لفظي اسلوب نشته ، خپلې باطلې نصاراني عقیدې ته پکې دعوت شوی لکه چې ليکي :

(يا أيها الناس لقد كنتم أمواتا فأحييناكم بكلمة الإنجيل الحق. ثم نحييكم بنور الفرقان الحق)

په الله تعالی پسې درواغ او د قرآني آيتونو تحريف پکې شوی دی لکه چې وايي :

(إنما صلبوا عيسي المسيح ابن مريم جسدا بشرا سويا وقتلوه يقينا).. د الله تعالی دغه قول يې رد کړی : [وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ] .

همدارنګه ليکي : (وقلتم: آمنا بالله وبما أوتي عيسي من ربه، ثم تلوتم منكرين.. ومن يبتغ غير ملتنا دينا فلن يقبل منه.. وهذا قول المنافقين)

په لينکه کې يې د الله تعالی ددې قول څخه انکار کړی دی چې فرمايي : [وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الإسلام دِيناً فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ] او بل دا چې مسلمانان يې منافقين بللی دي .

همدارنګه خپل شيطاني کتاب يې حق او حق يې باطل بللی دی چې مسلمانانو ته داسې خطاب کوي :

(يا أهل الضلال من عبادنا: إنما دين الحق هو دين الإنجيل والفرقان الحق من بعده فمن ابتغي غير ذلك دينا فلن يقبل منه فقد كفر بدين الحق كفرا)

ټول کتاب يې د درواغو ، او اسلامي شعائرو او مسلمانانو ته د ښکاره ښنځلو څخه ډک دی .

لعنت الله علی الکافرين

خو د دوی دغه هڅې به هيڅ ځای ونه نيسي

}إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ{ (الانفال ۳۶ )

ژباړه : يقيناً هغه کسان چې کافران شوی دي خپله شتمني ددې لپاره لګوي چې (خلک) د الله له لارې څخه منع کړي . ژر به دوی نور (هم ) دغه شتمني ولګوي او بيا به پر دوی افسوس وي ( چې شتمنی يې له لاسه ورکړې او موخې ته نه دي رسيدلي ) . بيا به دوی ناکام شي . او هغه کسان چې کافران شوي دي د دوزخ په لورې به راټوليږي .

فايل PDFد

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email