د مسيحيت عقيده

الله (جل جلا له) حضرت عیسیٍ عليه السلام بنی اسرائيلو ته د ښکاره نښانو او انجيل کتاب سره وليږو تر څو خلک د الله (جل جلا له) آسانه،او د هر ډول تحريف او کږوالي نه پاک دين ته را وبولي حضرت عیسیٍ عليه السلام خلک د يو الله (جل جلا له) عبادت او بنده ګۍ ته رابلل مګر د عیسیٍ عليه السلام له دورې وروسته انجيل تحريف شو اوس مسيحيت په يوه باطله عقيده او پيچيده فلسفه باندې بدل شوي دی چې د خپلو پيروانو څخه يې هم لاره ورکه ده اوهغوی يې په دوو کې حيران کړي دي.

هغوی د حضرت عیسیٍ عليه السلام په ستاينه کې دومره افراط وکړ چې د بنده ګۍ نه يې د خدايی تر پولې ورساوه چې عیسیٍ عليه السلام د الله (جل جلا له) زوی بولي ( العياذ باالله)

نو دا به کوم عقل ومني چې د بی بی مريمې زوی دې العياذ بالله د خدای (جل جلاله) زوی شي هغه خدای (جل جلاله) چې :[لمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ، وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ] ذات دی .

دا خو د خدای (جل جلاله) د قدرت نېښانې دي چې آدم عليه السلام يې بې پلار او موره پيدا کړ، بی بی حوا يې بې موره پيدا کړه او مسيح عليه السلام یې بی پلاره پيدا کړ .

اوهمدارنګه مسيحيان بی بی مريم رضی الله عنها د خدای مور بولي تر داسې اندازې د مريم تقدس کول چې په ځنو کليساوو کې يې د بې بې مريمی مجسمې جوړې کړې او د خپلو احتياجاتو لپاره ورته سر ټیټوي .

په همدې وجه رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت په ستاينه کې له افراط څخه منعه کړي دی لکه چې فرمايی : زما له حده زيات صفت مه کوئ لکه نصاراوو چې د مريمې زوی له حده زيات و ستايلو زه يو بنده يم پس ووايئ بنده او رسول د الله (بخاری او مسلم (

اوسنی مسيحيت په دريو بناوو ولاړ دی :

1- د تثليث عقيده يا دریګوني خدايان

2- صليب (په دار ځړول شوی) او د هغه تقدس او د مسيح قرباني

3- د قيامت په ورځ دعیسیٍ عليه السلام له خلکو سره حساب کول

1- د تثليث عقيده:

مسيحيان خو په لوی خدای (جل جلاله) عقيده لري ځکه اهل کتاب دي ولې له خدای (جل جلاله) سره شريک نيسي عیسیٍ (زوی) او روح القدوس (جبرئل) له هغه سره شريکوي او په دې مسئله کې ټول مسيحيان په يو نظر نه دي بلکې د دوی د کليساوو ترمنځ اختلاف دی)الموسوعة الميسر ص 503(

يوه فرقه يې په دې عقيده ده چې مسيح عليه السلام انسان دی او بله ډله يې بيا وايي :پلار،زوی او روح القدوس له دريو مختلفو شکلونو يې خدای ترسيم کړي ظاهراً خلکو ته خدای يادوي ولې په اصل کې يې له خدای نه هدف پلار،زوی او روح القدوس دي ؟

زوی (مسيح) له خدای (پلار) او د روح القدوس (جبريل ) په توګه د مريمې بدن ته انتقال شوی دی او د ښځې په څيرڅرګند چې وروسته عیسیٍ عليه السلام ترې پيدا شوي دی (العياذ باالله)

يوه بله ډله يې وايي زوی د پلار په څير ازلي نه دی بلکه مخلوق دی د نورو مخلوقاتو په څير او د پلار نه په لاندې درجه کې وي چې د پلار د اوامرو تابع وي .

بله ډله يې چې د نيقيه ټولنې په نوم په 325 ميلادي اود قسطنطينيه غونډې په کال د 381 ميلادي کې دا تصويب کړه چې زوی او روح القدوس په الوهيت کې له پلار سره مساوي دي زوی په ازل کې له پلاره څخه پيدا شوی دی او روح القدوس له پلار څخه څرګند اوځليدلی دی .

د طليطله په نوم يوې بلې ډلې په 589 ميلادي کال کې دا تصويب کړه چې روح القدوس له زوی څخه مينځ ته راغلی دی (خصائصه التصور الاسلامي ص 31(

د مطلب خلاصه :

الف : د شرق اوغرب کليساوی په يوه نظر نه دي بلکې دوی په خپل منځ کې اختلافات لري چې تر ننه دوام لري .

ب : ددې دين تغير او تحريف د دوی په خپل لاس کې دی خو د تحريف او تغير لپاره کومه واحده مرجع اوځای هم نه لري .

ج : دوی په خدای (جل جلاله) ايمان لري ولی په تثليث هم ايمان لري چې تثليث مخکې بيان شو چې هر يو ځانته خصوصیت لري يو له بله فرق لري خو دوی يې دری واړه يو اصل يو جوهر بولي په قوت کې يې هم برابر بولي دا يوعجيبه حيرانکونکی نظريه ده !!

که عاقل انسان په دې عقايدو کې ښه فکر او سوچ وکړي په دری ذاتونو عقيده لري اوهر يو جلا جلا ځانګړتياوې او خصوصيات لري چې يو له بله توپیر لري او د وحدانيت مسئله هسې يوه دعوی ده چې هيڅ صحيح وضاحت نه لري ځکه هغوی وايي : دری اصله يو دی لکه 1+1+1=1 چې هيڅ عاقل دا نشي قبلولای .

لنډ دا چې هغوی دری خدايان لري او د يوه خدای تر پوښښ لاندې يې خلکو ته وړاندې کوي او وايي : (مونږ د يوه خدای لمانځنه کوو ) د خلکو سترګو ته خاورې ورشندي .

په همدې وجه قرآنکريم د دوی ګمراهي داسې بيانوي :

[يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَـهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلاً ](النساء 171) .

ژباړه : ای اهل کتابو! پخپل دين کې افراط مه کوئ او الله ته له حق ويلو پرته بل هيڅ خبره مه منسوبه وئ يقيناً چې عیسیٍ زوی د مريمې دی له دې پرته چې د الله رسول او فرمان ؤ نور څه نه ؤ چې الله مريمی ته وليږو چې د الله له لوري يو روح ؤ چې د مريمې په رحم کې يې د ماشوم بڼه غوره کړه . نو تاسې په الله او ټولو پيغمبرانو ايمان راوړئ او مه وايی چې خدای درې دی، منعه شی (له دې عقیدې څخه ځان وساتی ) دا همدا تاسې لپاره ډيره ښه ده او الله خو همدا يو دی هغه لدې پاک او لوړ دی چې د هغه لپاره کوم څوک زوی ووسي د آسمانو او ځمکو ټول شيان د هغه ملکيت دی او دهغه د څارنې او ساتنی لپاره همغه کافي دی .

دا وه د مسيحيت د تثليث مبهمه (ګونګه) عقيده چې کوم قانع ځواب نه لري چې مسيحيان يې په دوو لارو کې حيران کړی دي .

اوس له زرګونو هغو قیصوڅخه، کوم چې مسيحيانو په اسلام باندې خپل زړونه بایللی دی يو قیصه ستاسو په خدمت کې بيانوم :

راجين هولد شوارش د پولنډ هېواد دپرستانت د کورنۍ په مذهب پورې اړوند ؤ اوس په اسلام مشرف شوی خپله قیصه داسې بيانوي :

ما له وړوکتوب نه د ديني اومذهبي مسائلو سره علاقه لرله نو لومړی مې د کليساوو دعقايدو مطالعه پيل کړه ولې څه مې چې زده کړل قناعت لرونکی نه ؤ ځکه زه ونتواندلم د تثليث (دری خدايان) په مسئله پوه شم، او کليسا هم پدې اړه کوم قانع ځواب نه لرلو.

او په ذهن کې مې داسې سوالونه راګرځيدل چې ولې عیسیٍ عليه السلام د خدای (جل جلاله) زوی بلل کيږي . په داسې حال کې چې د يوحنا انجيل په اوم سِفر کې وايي (زه ددی توان نه لرم چې پخپله کوم کار ترسره کړم ) او د انجيل مټی اوم سِفر بيا وايي (ای خلکو! د پروردګار موعبادت او اطاعت وکړﺉ هغه رب چې واحد لا شريک دی (

چې په دې اړه مې د مسيحيانو له علماؤ سره مناقشې وکړې خو دوی ونتوانېدل قانع ځواب راکړي .وروسته مې د هندويي او بودائي او ځینو نورو اديانو مطالعه وکړه خو په هريو کې يې په سلګونو خدايان وو زړه مې په هيڅ یوه باندې آرام نشو ترڅو مې د اسلام په باره کې يو کتاب ترلاسه کړ چې د اسلام په اړه مختصر معلومات پکې ليکل شوي ؤ وروسته مې تصميم ونيو چې د اسلام په اړه کافي معلومات تر لاسه کړم همغه ؤ چې مسلمان ملګري مې پيدا کړل او له هغوی نه مې د اسلام په باره کې معلومات وغوښتل هغوی ماته زيات کتابونه راکړل ترڅو مې زړه آرام شو او ټول ورک شوي مې پيدا کړل .(لماذا اعتنقت الاسلام ص 1(

دا ؤ د تثلیث عقيدې لنډ بيان چې عقل سليم يې له سره نشي منلی .

Print Friendly, PDF & Email