بيت العزت ته د قرآن د يو ځل نزول حکمت

د قرآنکريم نزول :

قرآنکريم په دوو مرحلو کې نازل شوی دی .

اول مرحله : په يو ځل د دنيا په آسمان بيت العزت ته نازل شوی دی .

دوهمه مرحله : په (۲۳) کلونو کې جلا جلا رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی .

بيت العزت ته د يو ځل نزول حکمت :

لومړۍ فائده : دا چې قرآنکريم د مسلمانانو په نزد سپېڅلی کتاب دی ، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم معجزه ده ، نو د اسلامي امت د تعظيم لپاره بيت العزت ته نازل شوی دی .

دوهمه فائده : خپل د قرآنکريم د شان تعظيم .

دريمه فائده : د رسول الله صلی الله عليه وسلم د شان تعظيم تر څو د آسمانونو ملائکې پوه شي چې الله جل جلا له هغه څومره لوړ شان ورکړی دی چې په ده باندې نازل شوی کتاب په يو ځل بيت العزت ته نازليږي .

څلورمه فائده : د اوو آسمانونو اهل ته دا اعلان چې قرآن ورستی آسماني کتاب دی .

پنځمه فائده : دا چې قرآن په يو ځل د يوې جملې په توګه بيت العزت نازل شوی دې ته اشاره ده چې الله سبحانه وتعالی عالم الغيب دی ، په ټولو حوادثو د واقع کېدو څخه مخکې پوه دی .

مثلاً : يقول ﴿قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا﴾[المجادلة: 1],

دا آيت کريمه د حادثې د واقع کېدو څخه مخکې د دنيا په آسمان کې بيت الغزت کې وو .

شپږمه فائده : نظر ټولو آسماني کتابونو ته دا د قرآن خصوصيت دی چې د يوې جملې او جلا جلا دواړه مرحلو نازل شوی دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً