په قرائت کې په څه ډول غلطی سره لمونځ فاسديږي ؟

السلام عليكم ورحمةالله وبركاته! دآنلاين اسلامي لارشودتولوكاركوونكو خداي ج دوكري جي جوراوروغ وي محترمو يوه غوشتنه لرم هغه داجي لمونځ په سنكه قرائت سره فاسديزي مثلا ديوحرف په پريښودلو,ديوحرف په مشدد لوستلو او د يوحرف په ساكن كولو سره لمونځ فاسديزي كه نه ؟ والسلام

عبدالله عمري


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په قرائت کې دوه قسمه لحن (غلطي ) دي :

لحن جلي :

داسې ښکاره غلطی ده چې د کلمي په معنا کې بدلون رامنځه ته کړي لکه په لاندې حالاتو کې :

اليف ) :د يوه حرف بدليدل پر بل حرف باندې  مثلاً د “ث” حرف په “س“ سره تلفظ يا د “ذ“ حرف په “ز“ سره تلفظ کول يعنی چې حرف له خپل مخرج څخه ادا نشي دا يوه ښکاره غلطي ده .

ب ) : د کلمی د حروفو يو حرف کمول لکه ” هُمُ الْخَاسِرُونَ ” داسې لوستل ” هُمُ الْخَاسِرُن” د واو حرف څرګند نه کړي .

ج ) : په حرکاتو کې بدلون (زور ، زير ،پيښ او سکون ) مثلاً د ” يُوصَلَ ” په کلمه کې ” يُوصَلُ” د لام حرف د زور پر ځای پيش تلفظ شي .

د): يوه کلمه داسې تلفظ شي چې د هغه د حروفو په تعداد کې زياتوالی راشي د مثال په ډول  ”
الحمد لله“ د “دال” حرف د پيښ اود “ها” زير داسې اوچت تلفظ شي چې د واو يا ي آواز ترې پيدا شي لکه “الحمدوللهي” .

د جلي لحن مرتکب کيدل حرام دي او په ځنو ځايونو کې د هغه له کبله معنا بدليږي او لمونځ فاسيديږي .

خفي لحن :

خفی لحن (پټه غلطی ) دهغه قاعدو پرېښودل چي دتوري دښايست سره اړه لري ، غنه ، د تورو باريک او ډک لوستل او نور .

د لحن خفي (وړې غلطی ) حکم :

لمونځ نه فاسدوي مګر داسې کول مکروه دي .

د لحن جلي حکم :

څوک چې د کوښښ سره هغه صحي تلفظ کولای شي لکن قصداً جلي غلطي کوي نو لمونځ يې فاسد شو او که په قصد سره نه وي د بې خبری له وجې مثلاً د ضاد او ظاء تميز او فرق نشي کولای لمونځ يې صحي دی مګر د غلطو لوستلو او د علم تجويد نه د غفلت په وجه به ګنهکار وي ، همدانګه هغه کس چې کوښښ سره سره صحي تلفظ نشي کولای لمونځ يې صحي دی .

جاء في موسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ اللَّحْنَ فِي الْقِرَاءَةِ إِنْ كَانَ لا يُغَيِّرُ الْمَعْنَى فَإِنَّهُ لا يَضُرُّ وَتَصِحُّ الصَّلاةُ مَعَهُ .

فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّ اللَّحْنَ إِنْ غَيَّرَ الْمَعْنَى تَغْيِيرًا فَاحِشًا بِأَنْ قَرَأَ : { وَعَصَى آدَمَ رَبُّهُ } ، بِنَصَبِ الْمِيمِ وَرَفْعِ الرَّبِّ وَمَا أَشْبَهَ ذَلِكَ – مِمَّا لَوْ تَعَمَّدَ بِهِ يَكْفُرُ – إِذَا قَرَأَهُ خَطَأً فَسَدَتْ صَلاتُهُ فِي قَوْلِ الْمُتَقَدِّمِينَ .

وَقَالَ الْمُتَأَخِّرُونَ مُحَمَّدُ بْنُ مُقَاتِلٍ ، وَأَبُو نَصْرٍ مُحَمَّدُ بْنُ سَلامٍ ، وَأَبُو بَكْرِ بْنُ سَعِيدٍ الْبَلْخِيُّ ، وَالْفَقِيهُ أَبُو جَعْفَرٍ الْهِنْدُوَانِيُّ ، وَأَبُو بَكْرٍ مُحَمَّدُ بْنُ الْفَضْلِ ، وَالشَّيْخُ الإِمَامُ الزَّاهِدُ وَشَمْسُ الأَئِمَّةِ الْحَلْوَانِيُّ : لا تَفْسُدُ صَلاتُهُ (موسوعة الفقهية ) .

فالمختار الاحوط فی هذا الباب ان من تعمد الغلط فجعلها و اخرجها من مخرجها الصحيح فسدت صلاته و ان لم يتعمد الغلط بل صدر منه لعدم التميز بينهما جازت الصلاة و ان کان آثما لترک السعی فی تعليم الصحيح .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۲۸۶

دوهم : د کوم حرف مشدد نه لوستل او همدارنګه د مد ترک کولو په باره کې د حنفي فقهاء رايه دا ده کچېرې معنی تغير نشي لمونځ نه فاسديږي او که معنی تغير شي په دې کې دوه اقوال دي ځنې وايي فاسديږي او ځنې وايي لمونځ نه ورباندې فاسديږي .

قال في المحيط البرهاني: ترك المد والتشديد في موضعهما، والإتيان بهما في غير موضعهما إن كان لا يغير المعنى، ولا يقبح الكلام، لا يوجب فساد الصلاة، وإن كان يغير المعنى، ويقبح الكلام، اختلف المشايخ قال بعضهم: لا تفسد صلاته دفعاً للحرج، وقال عامتهم: تفسد صلاته.

د الحمدلله تجويد دلته ولولئ

https://dawat610.com/archives/10910

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً