وحی په عمومي توګه په دوه ډوله تقسيم شوی :

الف) : په لفظ او معنی دواړو سره وحی : چې عبارت له قرآن څخه دی ، الله تعالی فرمايي وَ:[كَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا] (الشوری:۷) .

ژباړه : او په همدې توګه مونږ تاته عربي قرآن وحی کړ .

چې الله تعالی مونږ ته د هغه په تلاوت کولو او همدارنګه د هغه په معنی کې د تدبر کولو حکم کړی دی :

[كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُوْلُوا الأَلْبَابِ] (سوره ص :۲۹).

ژباړه : دا کتاب چې مونږ تاته نازل کړی مبارک (کتاب دی ) تر څو هغوی يې په آياتونو کې فکر وکړي او د عقل څښتنان ترې پند واخلي .

ب) : په معنی سره وحی پرته له لفظ څخه : چې دا وحی عبارت له سنتو د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه لکه چې الله تعالی فرمايي :[وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى] (النجم ۳-۴ )

ژباړه : او خبرې نه کوي (محمد) له هوا (خپلې ) نه ، نه دی دغه (قرآن) مګر وحی ده چې ورته ليږل شوی ده .

تفسير انوار القرآن ددې آيتونو په تفسير کې ليکي: په حديث شريف له عبدالله بن عمرو نه روایت چې وايي:ما به هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدل هغه مې يادول او ساتل پس قريشو زه له دغه کار څخه منع کړلم او ويې ويل : ته هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه آورې هغه ليکې حال دا چې هغه هم بشر دی او کله د غصې په وخت کې څه وايي . همغه وو چې له ليکلو مې لاس واخيست او دغه موضوع مې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :«اكتب‌، فوالذي‌ نفسي‌ بيده‌ ما خرج‌ مني‌ إلا الحق(فتح الباری او صحيح الجامع) وليکه ځکه قسم پر هغه ذات چې زما روح د هغه په واک کې دی ، زما د ژبې څخه د حق څخه بغير څه نه دي وتلي .همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «زه بغير له حق څخه بل څه نه وايم  .

دغه مهال ځنو صحابه کرامو عرض وکړ يا رسول الله ! تاسې کله مزاج هم کوې ؟ و يې فرمايل حتی که مزاخ وکړم هم بغير له حق څخه بل څه نه وايم .

او مونږ ته د هغه (سنتو) د اخيستلو او په هغه باندې عمل کولو حکم کړی دی :

[وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ ] ( الحشر ۷ ).

ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

د نزول له مخې وحی :

د الله (جل جلاله) د طرفه نه خپل رسول کريم محمد صلی الله عليه وسلم او نورو رسولانو ته وحی په دوه قسمه ده :

الف ) د واسطې پرته وحی : چې دری ډوله ده :

خوب لېدل ، په زړه کې وراچول او د پردې تر شا د الله تعالی کلام له خپل نبی سره .

۱- په خوب کې وحی :

د انبياء عليه السلام خوب د الله تعالی د طرفه وحی وي ، لکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې لومړنۍ وحی صالح او رښتنې خوبونه وو

عايشه رضی الله عنها وايي :« د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د وحې پیل له نیکو او ښو خوبونو څخه پيل شوی ؤ،هرخوب به یې چې ولید د سپین سهار په څیر به ښکاریده »

او همدارنګه ابراهيم عليه السلام ته په خوب کې د خپل زوی اسماعيل عليه السلام د ذبحې کولو وحی شوی وه .

۲- په زړه کې وراچول :

بې له دې چې ملايکه ووینی الله سبحانه و تعالی د خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم په زړه کې وحی واچوي لکه چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایې :

إن روح القدس نفث في روعي إن نفسا لن تموت حتى تستكمل رزقها وأجلها فاتقوا الله وأجملوا في الطلب . خذوا ما حل ودعوا ما حرم (تفسير القرطبي سورة الشوری ) .

يعنې : روح القدس مې په زړه کې دا واچول چې تر هغه پورې يو نفس نه مري څو پورې چې خپل اجل او رزق پوره نه کړي ، پس د الله تعالی څخه ووېرېږئ د زرق په طلب نيک عمل اختيار کړئ ، هغه څه په لاس راوړئ چې حلال او هغه څه پرېږدئ چې حرام وي .

۳- د الله تعالی کلام له خپل نبي سره د پردې تر شا :

د الله تعالی خبرې د خپل نبي سره د پردې تر شا چې دا ډول وحې د قرآن کریم د صریح نص په بنسټ حضرت موسی علیه السلام ته شوې وه او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته دا ډول وحې د معراج د حدیث په رڼا کې ثابته ده لکه د معراج په شپه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د پنځو لمونځونو د فرضيت وحی شوې ده .

لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا فَيُوحِيَ بِإِذْنِهِ مَا يَشَاء] (الشورى: ۵۱).

ژباړه : هيڅ بشر ددې توان نلري چې الله تعالی ورسره مخامخ خبرې وکړي . مګر په وحی يا د پردې تر شا او يا به يو رسول ورليږي نو په خپل حکم به هغه څه وحی کوي چې خوښه يې وي . په رښتيا چې هغه له هر څه پورته او د حکمت څښتن دی .

ب ) : د ملائکې په وسيله وحی :

د ملائکې په وسيله وحې په لاندې قسمونو ده :

۱- د ملائکې په اصلي شکل راتلل :

د ملائکې په اصلی څیره نزول چې په کومې پیدا شوې ده بیا ملائکه ورته د الله (جل جلاله له) له لوري لیږل شوې وحې ووایې د سورت النجم مطابق دا ډول وحې یوازې دوه ځله راغلې ده.

۲- د سړي په شکل راتلل :

ملائکه به د یو سړی په شکل راتله ،خبرې به یې ورسره کولې او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم به یې خبرې یادولې ،په دې صورت کې به کله کله صحابه وو هم جبرائیل علیه السلام لیده.

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه روايت کوي چې :«بَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ ؛ إِذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ, شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعَرِ, لا يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ , ولا يَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ؛ حَتَّى جَلَسَ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم, فَأَسْنَدَ رُكْبَتَيْهِ إِلَى رُكْبَتَيْهِ, وَوَضَعَ كَفَّيْهِ عَلَى فَخِذَيْهِ … الحديث»

يعنې : مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو ورځ ناست وو چې يو سړی را ښکاره شو چې تک سپنې جامې په تن وي ، تک تور ويښتان يې وو ، په هغه باندې د سفر هيڅ اثر نه معلوميده ، او د مونږ څخه هيچا نه پېژندلو ، تر دې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره کيناست ، ورنونه يې د هغه د ورنو سره ولګول او دواړه لاسونه يې د هغه په ورونو کيښول ..

۳- د زنک د کړنګار په شکل راتلل :

د زنګ دکړنګار په شکل به راتله له ټولو وحیو څخه دا سخته وه  په دې وحې کې که څه هم په سخت ژمی کې به وه د نبی صلی الله علیه وسلم تندی به له خولو ډک وو،او که په څاروی به سپور وو نو څاروی به یې په ځمکه پریوت، دا وحې یوه ورځ هغه وخت په نبی صلی الله علیه وسلم باندې راغله چې د نبی صلی الله علیه وسلم ورون مبارک د زید بن ثابت په ورانه د پاسه وو په زید بن ثابت رضی الله عنه د ده ورون هومره دروند پیټۍ وو چې ګومان یې کاوه چې ژر به یې پښه ماته  شی.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email