د ګوګل په دوازه کې د اسلامي لارښود د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پوليس داسې آنلاين پوليس دي چې خلک د نيکي طرف ته دعوتوي او له بدو کارونو څخه يې منع کوي .

مثلاً : يو کس په ګوګل کې د سندرې غوښتنه کوي ….. د اسلامي لارښود پوليس يې د موسيقي د حرمت او خطرناکو پايلو په مطلب دروي .

بل کس سکس فلمونه لټوي ….. د اسلامي لارښود پوليس يې د فلمونو ، سريالونو په حرمت او خطرناکو پايلو کتلو ته کشوي .

بل ناخبره کس د غربي ډيموکراسۍ په ګټو پسې لټون کوي …. د اسلامي لارښود پليس هغه ته د غربي ډيموکراسی ټول شوم اهداف په ګوته کوي .

بل کس د ډير بې شرمه څيزونو لټون پسې ګرځي چې زه يې دلته بيان نشم کولای خو د اسلامي لارښود پوليس يې د حق لارې ته متوجه کوي .

اسلامي لارښود غواړي چې دغو پليسو ته نوره توجه هم زياته کړي او خپل معلومات او د امت ضروري شرعي مسائل را ټول کړي تر دې مهال پورې به اسلامي لارښود د ورځې دوه ، دری مطالب نشرول خو وروسته لدې به ان شاء الله څو مطالب نشروي ، ځکه اسلامي لارښود د خپل پلان له مخې غواړي په آينده وخت کې د الله تعالی په نصرت او فضل سره (۵۰۰۰ ) احکام او مسائل دغه پاڼې ته پورته کړي دا په دې خاطر چې د مرګ نيټه نا معلومه ده او په ژوند اعتبار نشته .

پخوا لدې چې د قبر خاورو ته ورشو بايد امت ته مو داسې څه پرېښې وي چې نورو مسلمانانو ته او آينده نسلونو ته يې ګټه ورسيږي او د ځان د پاره را ته د نجات يوه وسيله جوړه شي .

الله تعالی دې ټولو مسلمانانو ته د دغه پاڼې د لوستلو حوصله ورکړي ځکه دغه پانه تحقيقاتي ، علمي او څيړنيزه ده چې مطالب يې طبعاً څه اوږده او لوستل يې حوصله غواړي .

الله تعالی دې ټولو هغو کسانو ته هدايت وکړي چې ددې پاڼې سره عناد ساتي ، کله چې هغوی ته کوم اعلان د نشر لپاره ور وليږو لکه مخکې وخت کې مو چې د [ د حج آنلاين امتحان ] خبرتيا ور ليږلی ؤ خو دوی نشر نه کړ ، حال دا چې نور د هيڅ قسم مطلب نشرولو څخه مخ نه اړوي خو د شرعي حکم نشرولو ته يې ملا ماته وي که هم هغه مطلب به د خير طرف ته دعوت او د ثواب کار وي .

که څه هم د اسلامي لارښود سره په لکونو خلک آشنا دي او د لوستوونکو شمير يې تر ميليون اوړي خو بيا هم ديني حریص سړي دې ته مجبور کړي چې د دين د احکامو څخه نور خلک هم خبر شي .

الله تعالی دې زمونږ دغه ډيره وړه هڅه چې د دين د بقا او قيام په نيت مو پيل کړې په خپل دربار کې قبوله کړي .

الشبکة افغانية العالمية اسلامية ( آن لاين اسلامي لارښود )

Print Friendly, PDF & Email