د قرآنکريم شفاعت

عن ابی اُمامة قال سمعت رسول الله صلی الله عله وسلم يقول:«اقرأوا القرآن فإنه يأتي يوم القيامة شفيعاً لأصحابه ،اقرَؤوا الزَّهرَاوَين : البقرةَ وسورةَ آلِ عمرانَ . فإنهما تأتِيان يومَ القيامةِ كأنهما غَمامتانِ . أو كأنهما غَيايتانِ . أو كأنهما فِرْقانِ من طيرٍ صوافَّ . تُحاجّان عن أصحابهما . اقرَؤوا سورةَ البقرةِ . فإنَّ أَخْذَها بركةٌ . وتركَها حسرةٌ . ولا يستطيعُها البَطَلَةُ» .(رواه مسلم ) .

ژباړه : د حضرت امامه رضی الله عنه نه روايت دی چې هغه وايي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدل چې ويل يې: قرآن لوله قرآن د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو شفيع جوړېږی ، را ځی به حاصتاً ( الزهروين ) يعني دا دوه اهم سورتونه ( البقره ـ ال عمران ) لوله هغه به د قيامت په ورځ خپل لوستونکی پخپل سوري کې اخستی داسې به راځی لکه چه د وريځی ټوټه  وي يا سايبان وي يا د مرغيو د سيل په شان به وي . دا دواړه سورتونه به د قيامت په ورځ د خپلو لوستونکو څخه  دفاع کوي  ،او ويې فرمايل چه لوله سوره بقره ځکه چه ددې حاصلول ډېر برکت لري ، ترک يې پښېمانتيا ده او اهل بطالت ددی طاقت نه لری .

د اهل بطالت نه مراد ساحران او ګوډکر دي يعنې څوک چې سورت البقرة وايي د هغه تلاوت زيات برکت لري او د هغه په لوستونکې باندې  سحر او جادو کوم اثر نه کوي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«الصيام والقران يشفعان المعبد يقول الصيام ای رب انی منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعنی فيه ويقول القران منعته النوم بالليل فشفعنی فيه فيشفعان» ( رواه البيهقي ، احمد و حاکم) .

ژباړه : روژه او قران دواړه د بنده شفاعت کوي ،روژه به وايي : ای پروردګاره ! ما دا بنده د ورځې د خوړلو،څښلو او نفسی خواهش پوره کولو نه منع کړی ؤ – نن زما شفاعت دده په حق کې قبول کړه ، او قران به وايي ما دی د شپې له خوب او آرام نه منع کړی ؤ الهی ! نن دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه ، د روژې او قران دواړو شفاعت به ددی بنده په حق کې قبول شي (ددی بنده سره به د مهربانی او مغفرت معامله وشي او دده د پاره به د جنت فيصله وشي او په خاصو رحمتونو سره به وپالل شي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً