د قرآن د زده کړي او نورو ته د ور زده کولو فضيلت

حضرت عثمان رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «خير کم من تعلم القرآن و علمه » ( رواه البخاری ).

ژباړه : په تاسو کې د ټولو نه بهتر او افضل هغه کس دی کوم چه د قرآن علم حاصل کړي او نورو ته يي هم وښايي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوذر ته وويل :

«يا أبا ذر! لأن تغدو فتعلَمْ آية من كتاب اللَّه، خير لك من أَن تصلي مائة ركعة. ولأن تغدو فتعلَمْ بابا من العلَمْ، عمل بِهِ أَوْ لَمْ يعمل، خير من أَن تصلي ألف ركعة» (سنن ابن ماجه :ضعيف).

ژباړه : ای ابوزره ! کچيرې ته سحر لاړ شي او يو آيت د قرآن پاک زده کړي نو د سل رکعته نفلو نه بهتره دی ، او کچيرې يو باب د علم زده کړي که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه نو د زرو رکعتونو نفلو کولو نه بهتر دي.

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«مَن قرأ القرآن وعمل به ألبس والداه تاجاً يوم القيامة ضوءه أحسن من ضوء الشّمس في بيوت الدنيا فمَا ظنُّكم بالّذي عمل بهذا» (رواه أبو داود والحاكم، وقال: صحيح الإسناد).

ژباړه: چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه کوم چې زمونږ د دنيا په کورونو کې وي ډيره ښايسته وي ددې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو تاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په باره کې چا چه خپله دا عمل کړی وي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً