د قرآن لفظ مصدر دی چې د (قرأ ، يقرأ ، قرآءة او قرآناً) څخه اخيستل شوی دی چې لوستل شوي ته وايي او ځنې علماء وايي قرآن د (قرَنَ ) له فعل څخه اخيستل شوی چې جمع شوي ته وايي .

لقوله سبحانه وتعالی :[ أنَّ عَلَيْنَا جَمْعَهُ وَقُرْآنَهُ ، فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ] (القيامه ۱۷-۱۸ ) .

ژباړه : يقيناً پر مونږ د هغه را ټولول او پر تا تلاوت کول دي ، نو کله چې مونږ (د ملائکی په واسطه ) پر تا تلاوت کړو د لوستو يې پيروي وکړه .

او ځينې علماء وايي چې قرآن اسم مشتق نه دی بلکي اسم جامد دی چې په مطلق ډول د قرآن لپاره دی لکه : انجيل او تورات .

په اصطلاح کې قرآنکريم د الله تعالی کلام دی چې د جبرئل په واسطه په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی او مونږ ته په تواتر سره رسېدلی دی.

او ځنې علماء کرام يې داسې تعريفوي : كلام الله حقيقة المنزل على محمد صلی الله عليه وسلم المتعبد بتلاوته.

کلام الله : يعنې قرآن يوازې د الله تعالی کلام دی نه د بل هيچا ، حديث ، شرعي خطبه او نور ته قرآن نه ويل کيږي .

حقيقة : يعنې قرآن په حقيقت سره د الله سبحانه وتعالی کلام دی څنګه چې د ده د بلا کيف شان سره ښايي .

المنزل علی محمد : يعنې دغه قرآن هغه کتاب دی چې پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی دی ، او کوم کتاب چې محمد صلی الله عليه وسلم نه وي نازل شوی هغه ته قرآن نه ويل کيږي .

المتعبد بلاوته : يعنې د تلاوت وړ ، مثلاً حديث قدسی غير متعبد بلاوته دي يعنې : تلاوت يې په لمانځه او نورو نه کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email